موچي یې سپین سروېز بوټ مخ ته ورکېښود، ده راپورته کړ، په کڼدلو ځایونو یې گوتې ووهلې، موچي ته یې وکتل او ویې ویل: “شا ته دې یې چرم هم ورکړ؟”
موچي کلوله څنگ ته کېښوده، ورته ویې کتل او د هو په دود یې خپل سر وخوځوو.
بوټ درۍ ځایه ګڼدل شوی و، په غور یې ورته کتل، یو ځای یې لږ پاتې و، موچي ته یې وکتل، موسک شو او ورته ویې ویل: “دغه ځای لږ پاتې دی.”
موچي ژوره ساه واخیسته، یو ځل یې ده او بیا یې بوټ ته وکتل، یې ترې وایې خیست او چپ لور ته یې ستنې ته لاس وراوږد کړ.
توره پیشو د دوکان مخې ته کښته خواته ورو ورو روانه وه. سړي د موچې په لاس کې بوټ ته کتل. په ببره ږیره کې یې یو ځای تار او بل ځای هم خلکۍ بند وو. برېتونو یې پاسنی شونډه تر نیمایي پټه کړې وه، لاندې شونډه یې څو ځایه غوڅه غوڅه وه، که یې خندلي وی؛ وینې کېدله.
په څنگ کې د ناست ماشوم پلاستیکي بوټونو ته چې تور رنگ یې خاور خړ کړی و وکتل، هغه د بادرنگ په خوړلو لگیا و، د سور رنگه جامو رنگ یې لمر له منځه وړی و، اوس یې رنگ د خړ او سپین ترمنځ و، له رنگه تور و، کوچني ویښتان یې په گوتو نه رانیول کېدل، غټې سترگې او اوږده باڼه یې وو، تڼۍ یې خلاصې وې؛ خو چې ورته ځیر شوم؛ لوېدلې وې یوازې یې په ځای تارونه پاتي وو.
موچي یې بوټ مخې ته ورواچوو، راپورته یې کړ، یو ځل بیا یې په غور باندې وکوت، بېرته یې په ځمکه کېښود، پلاستیکي چپلکې یې وباسلې او خپل بوټونه پښو کړل، پښه یې په کې وښوروله یو ځل بیا یې شاوخوا ورته وکتل.
جېب ته یې لاس کړ، د جیب د خولې سپخیدلي تارونه یې د گوتو د سرونو په چاودو کې بند شول، بېرته یې لاس ترې راوویست، دوه سلگون وو پکې، یو یې موچې ته ونېو، بل یې په لاس کې یو خوا بل خوا کړ، موچي بېرته یو لسگون او شل گون ورکړل، ټول یې سره یو ځای کړل او بېرته یې جېب ته کړل. لاس يې لا په جېب کې و، چې د مخامخ دوکان دوکاندار په لوړ غږ ورته وویل: “مه یې جېب ته کوه، دا دي خو لرې یې، د پور دې تر یوې میاشتې هم ډېر وخت وشو، کله یې راکوې؟”
لاړې یې تېرې کړې، له جېبه یې لاس راوویست او ورته ویې ویل: “یوازې همدا وې، نورې نه لرم، په دې باندې هم اوس کورته سودا وړم.”
د دوکاندار تندی گونځې و او د خپل موبایل په سکرین یې پورته گوته کش کړه.














































