د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس وایي چې تېره اوونۍ د وسپنې پټلۍ لارې ۱۵۱ زره ۷۵۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حقشناس په اېکس لیکل شوي چې دا انتقالات د ۱۴۰۴ هـ.ش د کب له ۲۹ مې د ۱۴۰۵ هـ.ش د وري تر ۶ مې نیټې پورې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف – هرات له لارو شوي دي.
سرچینې لیکلي: “چې د حیرتان بندر له لارې ۹۹ زره ۳۵۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸ زره ۳۰۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰ زره ۵۴۵ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۳ زره ۵۵۱ ټنه انتقالات شوي دي.”
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز لیکلي چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې ۶۳ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه ده.
د نوموړي په وینا، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.


























































