لیکنه: ذبيح اللّٰه رحماني
ما پۀ تېرو ورځو کې د افغانستان د اقلیم بدلون په اړه یوه پروپوزل ليکل، چې د ځینو موادو لپاره مې څېړنه کول؛
بدبختانه زموږ هېواد د اقلیم بدلون له پلوه ډېر زیانمن هېواد دی، ځکه افغانستان د طبیعي خطرونو لکه سېلابونو، وچکالیو، زلزلو او نورو پېښو له امله ډېر اغېزمن دی. دا خطرونه د اقلیم بدلون له امله نور هم زیاتېدونکي دي.
پۀ وروستیو کلونو کې د اوبو د سرچینو کَمښت، د بارانونو غیرمُنظمې نمونې، او د سختو موسمونو زیاتوالی د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
«د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې په افغانستان کې شاوخوا ۷۹ سلنه د بېځایه کېدو پېښې د اقلیم بدلون او طبیعي پېښو له امله رامنځته شوي دي.»
«د یو بل نړیوال راپور موندنې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې په افغانستان کې د ناڅاپي سېلابونو له امله له ۳۱,۰۰۰ څخه ډېر خلک اغېزمن شوي دي، چې تر ټولو زیات زیان کلیوالي خلک ویني.»
لۀ همدې امله داخلي او نړیوالو مؤسسو، په ځانګړي ډول حکومت ته پکار ده چې د اقلیم بدلون پر وړاندې جدي اقدامات وکړي. باید هر کال ځانګړې بودیجه ورته وټاکل شي، اړوندې پروژې پلي شي، د بېړني حالت لپاره سرپناه (Shelters) جوړ شي، د اقلیمي خطرونو دوامداره څارنه وشي، او د اقلیم خطرونه په پالیسیو کې شامل کړل شي.
همدارنګه د اوبو د سپما او مدیریت لپاره اغېزمن سیستمونه جوړ شي، خلکو ته پر وخت خبرداری ورکړل شي، د اړیکو مؤثر سیستم رامنځته شي، او په کرنیزو برخو کې بېلابېل پروګرامونه تطبیق شي څو د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه شي.
که چیرې جدي اقدام ونشي، نو پۀ راتلونکي کې به له لوی بحران سره مخ شو، ځکه اقلیم بدلون د طبیعي پېښو شدت او تکرار زیاتوي. په داسې حالت کې یوازې نه پراخ ځاني تلفات او مالي زیانونه رامنځته شي، بلکې کرنیزې ځمکې او حاصلات به هم خراب شي او زراعت به کمزوری شي. اقلیم بدلون د بېوزلۍ د زیاتېدو سبب هم ګرځي، نو له هر اړخه له لوی بحران سره مخ کېږو.
له همدې امله اړینه ده چې ټول اړوند سکتورونه او متخصصین ژر تر ژره عملي اقدامات پیل کړي، څو د دې سترې ستونزې مخه ونیول شي.














































