په يوه حکايت کې راځي، چې يوه باچا په خپله ماڼۍ کې يوه لويه هېنداره لګولې وه. څوک به چې ماڼۍ ته راننوته، د هېندارې له مخې به تېرېده. يوه ورځ دوه کسه ماڼۍ ته راننوتل، لومړي کس ته په هېنداره کې خپل مخ کوږ او تندی تريو وبرېښېد، په هېنداره يې بد وويل او د باچا عيب يې بيان کړ. بل کس په هېنداره کې خپل مخ روښانه وليد، موسکا يې وکړه او ماڼۍ يې وستايله، چې داسې ښه هېنداره پکې لګېدلې ده.
دا حکايت راته وايي، چې د چا يا څه شي په اړه زموږ قضاوتونه زموږ د خپل ذهن زېږنده وي؛ خو زموږ ذهن داسې جوړ دی، چې کله د خپل تحليل ترلاسه کړې پايله ورته کټمټ هغسې عيني او رښتيا ښکاري لکه د يوې مربع د څلورو ضلعو محيط، سره له دې، چې په ټولنيزو مسايلو کې زياتره وخت زموږ قضاوتونه زموږ له خپلو عندي تمايلاتو او عواطفو سرچينه اخلي او د هغه شخص له واقعي کړو وړو سره چندان اړيکه نه لري.
د پاسني حکايت کيسه شاعر په لاندې بيت کې په يوه بل ډول کړې:
موږ ټول عمر همدغه غلطي وکړه غالبه
چې ګرد مو په څېرو و، موږ هېندارې پاکولې
قضاوتونه بالعموم علمي، سياسي او اخلاقي رنګ لري. د بدبينۍ ستونزه دا ده، چې په علمي او سياسي مسايلو کې هم فرد اخلاقي قضاوت ته اړ باسي. څوک مو چې خوښ نه وي، که ښه علمي کار يې هم کړی وي، بدبيني مو نه پرېږدي، چې کمالونه يې ووينو او وستايو. دا د انسان د ذهن خاصيت دی، چې څه شی ته غواړې، هغه درته تر نورو لوی ښکاروي او چې څرنګه يې ګورې، هغسې يې درته ښيي. که زړه مو وي، چې سره رنګه کورولا موټر واخلو، هره خوا راته سره رنګه کورولا ښکاري. په علمي قضاوتونو کې دې ته د نظر مغالطه وايي، چې د انسان له عواطفو خړوبېږي. پوهانو د نظر د مغالطې د مخنيوې او په دې موخه چې په علمي چارو کې قضاوتونه له احساساتو راوباسي او علمي يې کړي، د منطق علم ايجاد کړی، چې علمي پايلې د عواطفو له سيوري وساتي، ځکه چې د علمي او ناعلمي فکر پولې په عاطفه او منطق سره جلا کېږي، چېرته چې د عاطفې سيلۍ چلېږي، د علم څراغ نه بلېږي.
خو د اخلاقو تقاضا دا ده، چې که قضاوتونه مو عاطفي بار هم ولري، پکار ده، چې له خوش بينۍ خالي نه وي. خوش بيني به ستونزې لري؛ خو زموږ غوندې په جګړه ځپلې او وېشلې ټولنه کې د کميا تر بوټي کمه نه ده،
دلته بدبيني په فرهنګ بدله شوې، زياتره خلک د يو بل په اړه ډېر کم معلومات لري؛ قضاوتونه يې داسې دي، ته وا، يو عالم ډيټا له شننې يې ترلاسه کړې. بيا په دې کې ستونزه دا ده، چې زياتره قضاوتونه په بدبينۍ ولاړ دي، مثلا د يوه کس د عزت چلن ته غوړه مالي وي، سره له دې، چې د غوړه مالۍ او خوش اخلاقۍ ډېر توپير دی، غوړه مالي د اسرې زېږنده وي؛ خو خوش اخلاقي له تمې الايش نه پاکه وي. لنډه دا چې د فرد هره ښه هڅه بده تعبيرول زموږ د خلکو عادت ګرځېدلی.
وايي، يوه زاړه حکيم ته يوه ځوان ګيله وکړه، چې هر سړی زما بد غواړي او خلک ټول بد دي. حکيم تورې عينکې ورکړې، چې په سترګو يې کړي. سړي چې عينکې په سترګو کړې، ويې ليدل، چې هر څه تور دي. بيا يې سپينې سترګۍ ورکړې، ځوان ته هر څه لکه د ورځ روښانه شول. حکيم ورته وويل، چې دا ته يې چې خلک درته ښه او بد ښکاري.
په يوه قدسي حديت کې خدای فرمايي، چې زه هر چا ته د هغه د ګومان له مخې وررسېږم؛ نو که خدای مهربانه بولې، درباندې مهربانه دی. خوشبيني او بدبيني د انسان کرکټر ښيي. که ته د چا په اړه بدبين يئ، ستا بدبيني به سمه که نه؛ خو دا ستا د شخصيت په کمزورۍ دلالت کوي. ښه خلک د نورو په اړه ښه ګومان لري، ځکه ښه ګومان د لوړ ظرف او د مهربانۍ ښودانه کوي او بدبيني د رخې او کرکې له عاطفې خړوبېږي.
سره له دې چې موږ په خپل فرهنګ کې د ښه ګومان په اړه يو عالم روايتونه او حکايتونه لرو، خو بيا هم چې د خپلې کورنۍ له غړيو يا ملګرو سره کېنو، د نورو په اړه له بدبينۍ ډکې خبرې کوو. کوچنيان مو چي دا خبرې اوري، په ذهن کې يې له خپلو اجدادو د راپاتې بدبينۍ زړي وکرو. دا بده نه ده، چې خپلو بچو ته علمي فکر ورزده کړو يا د ځينو خطرناکو کسانو په اړه يې احتياط ته راوبولو؛ خو دا بايد په دومره تدبير وکړو، چې د بدبينۍ منفي ذهنيت ورسره پيدا نه کړو، ځکه که له يوې خوا يې ټولنې ته دا تاوان دی، چې کوشيرېدو ته يې نه پرېږدي؛ نو له بلې خوا ستا بچې ته له ټولنې او خلکو سره تعامل سختوي.
زموږ د ټولنې لويې لويې ستونزې له همداسې وړو وړو مشکلاتو رازېږي، چې موږ ته په اسانه نه ښکاري. زموږ لاسته راوړنه به دا وي، چې يو داسې کهول وروزو، چې بدبيني يې په خټه کې نه وي، د بل په اړه د بدبينۍ پر ځای په خپل شخصيت فکر وکړي. وروستۍ خبره دا چې بدبينه انسان ته نيم ډک ګيلاس نيم خالي ښکاري.

























































