8 °c
Kabul
9 ° پنجشنبه
9 ° جمعه
چهارشنبه, فبروري 25, 2026
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    روان کال له هرات څخه ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي | پوهاوی‌نیوز

    روان کال له هرات څخه ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    ورغوي (لنډه کیسه)

    ورغوي (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    ادبي و داستاني طرحه

    ادبي و داستاني طرحه

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د بدبينۍ فرهنګ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌

    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    تېرېدنه | محمد‌مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه | محمد مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

POHAWAI Media by POHAWAI Media
فبروري 25, 2026
in ادبیات, کره‌کتنه
0 0
0
کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)
0
خپرول
0
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

مرسل امیري

ادب د انساني فکر، احساس او تجربې هنداره ده. ادبي مقالې د نثري ادب له مهمو او اغېزناکو ژانرونو څخه ده، چې د فکر، تحلیل او استدلال پر بنسټ ولاړ وي. دا ژانر لیکوال ته زمینه برابروي څو ادبي، ټولنیز، فرهنګي او فکري مسایل د علمي اصولو، منطقي تسلسل او ژور تامل له لارې وڅېړي. ادبي مقالې نه یوازې د ادبي ذوق د ودې وسیله ده، بلکې د ټولنې د فکري بهیر په بډاینه کې هم بنسټیز رول لري. ناول د ادبیاتو هغه ژانر دی چې د ژوند پېچلي واقعیتونه په کیسه ‌ییز او هنري بڼه وړاندې کوي. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې پاولو کویلو د (کیمیاګر) په لیکلو سره داسې یو ناول وړاندې کړ چې د ساده داستان تر شا ژور فلسفي او عرفاني مفاهیم بیانوي.

دا مقاله ادبي  بېلابېلو موضوعاتو پر محور لیکل شوې او هڅه شوې چې دا  ناول د علمي معیارونو، مستندو استدلالونو او تحلیلي لیدلوري له مخې وڅېړي، څو لوستونکي ته د موضوعاتو روښانه، منظم او فهم وړ انځور وړاندې شي.

دا ناول لومړي ځل په (۱۹۸۸م ) کال کې په پرتګالي ژبه خپور شو، خو د نړیوال لوستونکي د پراخ هرکلي له امله یې نږدې ټولې ژوندۍ ژبې ته لار وموندله. د ناول شهرت دا څرګندوي چې انساني معنوي پوښتنې نړیوال ماهیت لري.

پاولو کویلو لنډه پېژندنه

پاولو کویلو د برازیل یو نامتو لیکوال دی چې آثار یې زیاتره د روحانیت، ځان پېژندنې او داخلي بدلون پر موضوعاتو راڅرخي. هغه د خپل ژوند په لومړیو کې له روحي کړاوونو، زندان او ټولنیزو فشارونو سره مخ شوی و، چې همدغه تجربې یې په اثارو کې په  ژوره توګه څرګندېږي.  کیمیاګر د هغه تر ټولو اغېزناکه او پېژندل شوی اثر بلل کېږي.‍

د  ناول لنډیز (Abstract)

کیمیاګر د برازیلي لیکوال پاولو کویلو یو نړیوال شهرت لرونکی ناول دی، چې د انسان د ژوند بنسټیزې پوښتنې لکه د ژوند موخه، ځان پېژندنه، تقدیر، ازاده اراده او معنوي ودې باندې بحث کوي.

سانتیاګو د اندلس یو ساده شپون دی، خو د ده سفر د عادي انسان د معنوي بیدارۍ تمثیل دی. د هغه فزیکي سفر د روحاني تکامل استازیتوب کوي. هره تجربه، ناکامي او بریا د انسان د نفس له پړاوونو سره تړاو لري.

دا ناول که څه هم له ادبي پلوه ساده جوړښت لري، خو د فکري ژورتیا له اړخه د پراخ علمي تحلیل وړ دی، ځکه چې د وجود پالنې، تصوف او نړیوال عرفان بنسټیز عناصر پکې شته دي.

تر اوسه د «کیمیاګر» په اړه بېلابېل علمي بحثونه شوي دي. یو شمېر څېړونکي دا ناول د ځان‌مرستندویه  (Self-help) ادبیاتو برخه ګڼي، خو نور یې د عرفاني ادبياتو متن بولي.

اېګلتن (۱۹۹۶ م ) د ادبیاتو فلسفي تحلیل ته اشاره کوي چې ساده ژبه د ژور فکر مخه نه نیسي. همدارنګه یونګ (۱۹۹۴ م ) د سمبولونو رواني اغېزه تشریح کړی، چې د «کیمیاګر» په تحلیل کې بنسټیز ارزښت لري.

کیمیاګر یو تمثیلي او فلسفي ناول دی چې د انسان د ژوند د موخې، معنوي سفر، ځان‌پېژندنې او داخلي بدلون کیسه بیانوي. دا ناول د سانتیاګو په نوم د یوه ځوان شپون له ژوند سره پیلېږي او د هغه د روحاني ودې تر پړاوونو پورې رسېږي.

سانتیاګو د هسپانیې د اندلس سیمې یو ځوان شپون دی. هغه قصداً دا ژوند غوره کړی، ځکه غواړي ازاد وي، سفر وکړي او نړۍ وویني. هغه له خپلو پسونو سره وخت تېروي، کتابونه لولي او د طبیعت نښې څاري. سانتیاګو له ډېرو خلکو سره توپیر لري، هغه د ژوند دې عادي چوکاټ نه  مني هغه د پوهې او مانا په لټه کې وي.

سانتیاګو څو ځله یو عجیب خوب ویني. په دې خوب کې یو ماشوم هغه د مصر هرمونو ته بیایي او ورته وایي چې هلته خزانه پرته ده. دا خوب د هغه ذهن ګډوډوي، ځکه احساس کوي چې دا عادي خوب نه دی. همدا خوب د ناول د ټول حرکت پیل دی.

سانتیاګو د خوب د تعبیر لپاره یوې جپسي ښځې ته ځي. هغه ورته وایي چې باید مصر ته ولاړ شي او خپله خزانه ومومي. که څه هم ښځه ډېر علمي دلایل نه وړاندې کوي، خو د هغې خبرې د سانتیاګو په زړه اغېزه کوي.

وروسته هغه له یوه زوړ سړي سره مخ کېږي چې ځان د سالم پاچا بولي. پاچا ورته د شخصي افسانې مفهوم بیانوي او وایي:

هر انسان د ژوند ځانګړې موخې لري، خو ډېری خلک ترې تښتي.

پاچا سانتیاګو ته دوه ډبرې (اوریم او تومیم) ورکوي چې د نښو د لوستلو لپاره ورسره مرسته وکړي. دا لیدنه د سانتیاګو فکر بدلوي.

سانتیاګو خپل پسونه پلوري. دا پرېکړه اسانه نه ده، ځکه هغه د خپل پخواني ژوند امنیت پرېږدي. خو همدا قرباني د معنوي سفر لومړنی شرط دی. هغه افریقا ته روانېږي، چې دا د نااشنا نړۍ سمبول هم دی.

سانتیاګو افریقا ته تر رسېدو وروسته ژر له یوه غل سره مخ کېږي، چې ټولې پیسې ترې غلا کوي. هغه سخت ناهیلی کېږي او حتی غواړي بېرته ستون شي. خو ورو ورو پوهېږي چې دا ناکامي هم د زده کړې برخه ده.

سانتیاګو د یوې ښیښې پلورنځي کې کار پیلوي. دلته هغه د کار، صبر، نوښت او مسؤلیت ارزښت زده کوي. هغه نوې لارې چارې وړاندې کوي چې له امله یې د دوکان کاروبار ښه کېږي. دا پړاو ښيي چې انسان کولی شي په هر حالت کې وده وکړي.

سانتیاګو بیا د مصر پر لور روانېږي او د صحرا له لارې د یوه کاروان برخه کېږي. هلته له یوه انګلېسي سړي سره ملګری کېږي چې د کیمیا علم پسې ګرځي. انګلېسی سړی یوازې پر کتابونو باور لري، خو سانتیاګو زده کوي چې نړۍ خپله ژبه لري او باید هغه واورېدل شي.

کاروان د جګړو له امله په یوه کلي کې تم کېږي. هلته سانتیاګو له فاطمې سره اشنا کېږي او پر هغې مین کېږي. فاطمه د صبر، وفادارۍ او ایمان نښه ده. دا مینه سانتیاګو د یوې سختې ازموینې سره مخ کوي.

 مینه غوره کړي که خپله موخه؟

فاطمه هغه هڅوي چې خپله لاره بشپړه کړي، ځکه ریښتینې مینه د ودې مخه نه نیسي.

سانتیاګو له یو کیمیاګر سره مخ کېږي، چې د ناول تر ټولو مهم کرکټر دی. کیمیاګر سانتیاګو ته ښيي چې اصلي کیمیا د نفس بدلون دی، نه د سرو زرو جوړول. هغه ورته وایي چې د زړه غږ ته غوږ ونیسي او د نړۍ له روح سره یو شي.

سانتیاګو له کیمیاګر سره صحرا ته ځي. هغوی نیول کېږي او سانتیاګو اړ کېږي چې ځان باد ته واړوي. دا پېښه د هغه د بشپړ ایمان، باور او معنوي ځواک نښه ده. هغه په دې پړاو کې ځان پېژني.

سانتیاګو په پای کې مصر ته رسېږي، خو هلته خزانه نه مومي. غله پرې برید کوي. یو غل ورته وایي چې هغه هم یو خوب لیدلی و، خو خزانه د هسپانیې په یوه زاړه کلیسا کې ده. دا خبره سانتیاګو ته وروستۍ پوهه ورکوي.

سانتیاګو بېرته هسپانیې ته ستنېږي او هماغه ځای کې خزانه مومي، چېرته چې یې سفر پیل کړی و. هغه پوهېږي چې خزانه یوازې زر نه دي، بلکې پوهه، تجربه او ځان‌پېژندنه ده.

د کیمیاګر ناول فلسفي اړخونه

 شخصي افسانه او وجودي مانا

شخصي افسانه د انسان د ژوند ځانګړې مانا ده. دا مفهوم له وجود پالنې سره تړاو لري، چې انسان د خپل ژوند د مانا مسوول ګڼي. شخصي افسانه د ناول مرکزي مفهوم دی. دا اصطلاح د انسان د ژوند ځانګړې موخه څرګندوي. کویلو باور لري چې هر انسان په ماشومتوب کې د خپلې موخې نښې ویني، خو د وخت په تېرېدو یې هېروي.

سانتیاګو د سفر په ترڅ کې ځان پېژني. دا سفر فزیکي نه، بلکې روحي او فکري دی. ناول ښيي چې انسان یوازې د ځان له پېژندنې وروسته کولی شي حقیقي خوښي ومومي.

تقدیر او ازاد اراده

ناول د تقدیر داسې انځور وړاندې کوي چې له هڅې پرته تحقق نه مومي. دا لیدلوری د اسلامي عرفان له «توکل مع الاسباب» مفهوم سره ورته والی لري.

ناول تقدیر له جبر سره نه تړي، بلکې انسان ته د انتخاب حق ورکوي. ایمان، هڅه او باور هغه عناصر دي چې تقدیر ته لار هواروي.

عرفاني اړخونه

کیمیاګر د تصوف له مفاهیمو لکه د زړه ژبه، وحدت‌الوجود، روحاني سفر (سلوک) څخه اغېزمن شوی . کیمیا د نفس د اصلاح او د انسان د باطني بدلون سمبول دی.

کیمیاګر له اسلامي، مسیحي او ختیځ عرفان څخه اغېزمن شوی دی. د زړه ژبه، د کایناتو نښې او د روح غږ هغه مفاهیم دي چې له تصوف سره ژور تړاو لري. کیمیا د نفس د تزکیې او روحاني بدلون استازیتوب کوي.

د کیمیاګر ناول  سمبولونه

دا ناول یو بشپړ سمبولیک ناول دی او اکثریت مسایل د کیسې په ترڅ کې په سمبولیک بڼه بیان شوي.

سفر: سلوک او معنوي پړاوونه

صحرا: د نفس ازموینه

خزانه: معرفت

سانتیاګو: د پلټونکي انسان سمبول

کیمیاګر: د مرشد او روحاني استاد استازیتوب

فاطمه: مینه، صبر او ایمان

انګلېسي سړی: علمي پوهه بې له تجربې

دا سمبولونه ناول له ساده کیسې څخه ژور فلسفي متن ته اړوي.

د کیمیاګر ناول ژبه او ادبي سبک

کویلو  تمثیلي او شاعرانه ژبه کارولې ده. دا سبک د دې لامل شوی چې ناول هم د عام او هم د علمي لوستونکي لپاره د منلو وړ وي. تمثیلي بیان، لنډې جملې او فلسفي نقل قولونه د ناول هنري ارزښت لوړوي.  که څه هم ځینې منتقدین ناول له ادبي پلوه ساده بولي، خو د فکري اغېزې، نړیوال پیغام او رواني نفوذ له امله یې ارزښت نه شي کمېدای. د ناول ځواک په همدغه سادګۍ کې نغښتی دی.

د کیمیاګر ناول اصلي پیغام

کیمیاګر دا پیغام ورکوي چې هر انسان ځانګړی موخه لري او ناکامي د زده کړې برخه ده. ریښتینې مینه د ودې ملاتړې ده، حقیقي خزانه د انسان په دننه کې ده.

کیمیاګر یوازې د سانتیاګو د سفر کیسه نه ده، بلکې د هر انسان د ژوند تمثیل دی. پاولو کویلو دې ناول سره انسان ته دا ورپه زړه کوي چې ژوند تصادفي نه دی، بلکې مانا، لوری او موخه لري. لاندې د دې ناول اړین پیغامونه په تفصیل سره څپړو.

د کیمیاګر تر ټولو بنسټیز پیغام دا دی چې هر انسان د ژوند ځانګړی موخه لري، چې پاولو کویلو ورته شخصي افسانه  وایي. دا موخه هغه څه ده چې انسان یې له زړه غواړي، نه هغه څه چې ټولنه یا نور خلک یې  پرې تحمیلوي. کویلو وایي چې ماشومان خپلې موخې ښه پېژني، خو د عمر په زیاتېدو سره وېره، عادتونه او ټولنیز فشارونه انسان له خپلې موخې لرې کوي. سانتیاګو د همدې انساني حالت سمبول دی؛ هغه خپل موخې  څاري. هغه په دې نظر دی  که انسان خپل اصلي موخه پرېږدي،  که هر څومره مادي بریا ولري، بیا هم د تشوالي احساس کوي.

په ناول کې تل ټینګار کېږي چې انسان باید د زړه غږ ته غوږ ونیسي. زړه د انسان ریښتینی لارښود دی، ځکه دا د ژوند له روح سره تړاو لري. که څه هم زړه کله کله له درد او وېرې ډک وي، خو همدا درد انسان ته د ودې لاره ښيي. سانتیاګو څو ځله له وېرې سره مخ کېږي، خو کله چې د زړه غږ اوري، نو سم لوری غوره کوي. هغه وایي عقل یوازې محاسبه کوي، خو زړه انسان د مانا پر لور بیایي.

کویلو په ناول کې څرګندوي چې ډېر خلک د ناکامۍ له وېرې خپل خوبونه  نه څاري. وېره انسان ته دا احساس ورکوي چې که هڅه وکړي، ښايي هر څه له لاسه ورکړي. سانتیاګو هم له همدې وېرې سره مخ کېږي . د پسونو پرېښودل، د پیسو له لاسه ورکول او د فاطمې پرېښودل خو هر ځل چې هغه له وېرې تېرېږي، یو نوی پړاو ته دننه کېږي. تر ټولو خطرناک شی ناکامي نه ده، بلکې هڅه نه کول دی.

په کیمیاګر کې ناکامي د پای ټکی نه دی، بلکې د ودې وسیله ده. سانتیاګو په افریقا کې ټولې پیسې له لاسه ورکوي، خو همدا ناکامي هغه ته د صبر، کار او مسؤلیت درس ورکوي. هره ماته انسان ته یو نوی مهارت، تجربه او پوهه وربخښي.

 تر ټولو مشهور پیغامونو څخه یو پیغام دا دی  چې کله  ته په ریښتیا د یو شي هیله لرې، ټول کاینات ستا د مرستې لپاره یو ځای کېږي. خو دا مانا نه لري چې هر څه بې‌زحمته تر لاسه کېږي، بلکې دا ښيي چې کله انسان په اخلاص هڅه کوي، نو لارې ورته پرانیستل کېږي.  نیت، هڅه او باور د بریا درې ستنې دي.

د فاطمې او سانتیاګو مینه دا ښيي چې ریښتینې مینه د انسان د پرمختګ مخالفت نه کوي. فاطمه سانتیاګو نه بندوي، بلکې هڅوي چې خپله موخه بشپړه کړي. مینه هغه وخت ریښتینې ده چې انسان ازاد پرېږدي، نه دا چې محدود یې کړي.

که څه هم کیسه د سرو زرو لټه کې ده، خو پای کې څرګندېږي چې اصلي خزانه پوهه، ځان‌پېژندنه او تجربه ده. سانتیاګو زر پیدا کوي، خو تر هغه مهمه خزانه هغه بدلون دی چې په ده کې راغلی دی.

هره  مادي شتمني پرته له مانا ارزښت نه لري. سانتیاګو فزیکي سفر کوي، خو اصلي سفر یې دننه دی. هغه خپل ځواک، باور او ایمان پېژني.  څوک چې ځان وپېژني، هغه نړۍ هم درک کولی شي.

ناول ښيي چې ټول کاینات یو بل سره تړلي دي. د نړۍ ژبه، نښې او طبیعت د انسان له روح سره خبرې کوي  اوانسان د کایناتو برخه ده، نه بېل موجود.

کویلو په ساده کیسه کې ژور مفاهیم وړاندې کړي دي. دا ښيي چې فلسفه یوازې د درنو کتابونو موضوع نه ده، بلکې د ورځني ژوند برخه ده. سادګي د ژورتیا دښمنه نه ده.

کیمیاګر انسان ته وایي چې پر خپل ځان باور ولره، د وېرې پر ځای هیله غوره کړه. خپل خوب تعقیب کړه او پوه شه چې اصلي خزانه ستا دننه ده.

پایله

کیمیاګر د معاصر انسان د معنوي تشې لپاره یو فکري ځواب وړاندې کوي. دا ناول لوستونکی هڅوي چې خپل ژوند، موخې او باورونه له سره وارزوي.

کیمیاګر په تعلیمي نصابونو، رواني درملنه، ځان‌مرستندویه کتابونو او ان مدیریتي روزنه کې کارول کېږي. دا ناول انسان هڅوي چې له وېرې ځان خلاص کړي او خپل ژوند ته مانا ورکړي.

کیمیاګریو ژور، الهام‌ بښونکی او فلسفي ناول دی، چې د انسان د داخلي سفر انځور وړاندې کوي. دا اثر لوستونکی دې ته هڅوي چې خپل ژوند، موخې او باورونه له سره وارزوي. د همدې فکري ژورتیا له امله دا ناول د معاصر ادبیاتو یو مهم اثر ګڼل کېږي.

ټګونه: پاولو کویلوپر کیمیاګر کره‌کتنهکیمیاګر ناولمرسل امیري
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    اکتوبر 19, 2025
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    فبروري 25, 2026
    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    فبروري 16, 2026
    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د بدبينۍ فرهنګ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌

    فبروري 15, 2026
    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    فبروري 7, 2026

    وروستي خپاره شوي

    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    فبروري 25, 2026
    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    فبروري 16, 2026

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved