د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې په غزني ولایت کې د «دهدولت» په نوم کوچنی ذخیروي بند د پرلهپسې ورښتونو له امله له اوبو ډک شوی دی.
د یاد وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د دغه بند په ډکېدو سره به د چینو او ژوروڅاګانو اوبه تغذیه او په کرنیزو حاصلاتو کې د پاموړ زیاتوالی راشي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا بند پروسږ کال د «ډي آر سي» موسسې له لوري جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی و.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې په هېواد کې د پرلهپسې ورښتونو له امله په ځینو ولایتونو کې ذخیروي بندونه له اوبو ډک شوي او د سیندونو د اوبو کچې لوړې شوې دي.


























































