لیکنه: محمدالله بریال
افغانستان کې د هرکال په نوي کېدو او د پسرلي په پيلېدو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې بېلابېلې پسرلنۍ مېلې کېږي، چې د مشهورو مېلو له ډلې څخه یې یوه هم د ارغوان جشن یا د ګل غونډۍ مېله ده. دغه جشن یا مېله هر کال د پسرلي په پیل کې د پروان ولایت په ګل غونډۍ کې تر سره کېږي، چې ورته د هېواد له بېلابېلو سیمو خلک د نندارې او مېلو په پار ور ټولېږي.
یاد جشن هر کال د پسرلي په پیل او په رسمي ډول بیا د ثور میاشتې په لومړۍ ورځ د پروان ولایت د چاریکار ښار په تفریحي غونډۍ «ګل غونډۍ» چې د یاد ښار لوېدیځ کې موقعیت لري ترسره کېږي.
دغه سیمه په ۱۳۲۴ لمریز کال د چاریکار ښاروال میرعلم خان لخوا د تفریحي سیمې په توګه ونوموله او بیا په ۱۳۲۴ کال د هېواد د وخت وتلي شاعر بهایي جان له دې ښکلې سمې د لیدنې پر مهال د ګل غونډۍ په نوم و نومول شوه، چې له هماغه راهیسې د خلکو د راټولېدنې او پسرلنۍ مېلې تم ځای وي، دغه غونډۍ او لمنې یې هر کال د پسرلي په موسم کې، کله چې ونې یې د خپلو ارغواني غوټیو شونډې پرانیزي او یاقوتي رنګ خپل کړي یوه ځانګړې ښکلا خپلوي چې مطربه او عطرورینه فضا یې د انسان زړه ورماتوي.
د ارغوان مېله هرکال په مشاعرې، سنتي خوړو نندارتون او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په ورټولېدنې سره نمانځل کېږي.
د هېواد د پښتو او دري ژبو وتلو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې د ګل غونډۍ او ارغوان ګل د ښکلا، زړه راښکون او د ځانګړې مېلې یادونه کړې او د دې سمې ښکلا یې په خوږو الفاظو کې ستایلې ده. د هېواد وتلو سندرغاړو هم د ارغوان عطرورینه ستایل شوې ښکلا د موسیقي په پردو او تارونو کې را نغښتې او دا اشعار یې د سندرو په بڼه د ارغوان ګل غونډۍ نمانځنونکو ته ډالۍ کړي او د هغوی تر غوږونو یې رسولي دي، چې مشهوره سندره یې هم د وخت د پښتو موسیقۍ نوموتي سندرغاړي استاد ګل زمان ویلې ده.
په ګل غونډۍ د ارغوان جوړې مېلې دي
ځان جوړوه، لاس راکوه ګلې ورځو چې نندارې دي
د پسرلي په موسم کې د ګل غونډۍ لوړې لمنې د ارغواني ګلونو په یاقوتي رنګ پوښل شوې وي، معطره او ګل ورینه فضا یې له ښاره د ورغلو ستړو میله کوونکو روح تازه کوي، چې ځانګړې ښکلا او زړه راښکون یې هر صوفي له خپلې خانقاه او هر یوه کس یې له جونګړې را بهر او خپلې غېږ ته ور کاږي.
په دغه مېله کې سپین ږیري، ځوانان، ښځې او ماشومان د ارغوان ګل د ونو تر ګلو ډکو څانګو لاندې له سهاره تر ماښامه په عطرورینه فضا کې د خوښۍ شېبې تېروي، چې دغه زړه راښکونکې ښکلا یې د ذهنونو ستړیا لرې او د مودو ستوماني یې د ګل غونډۍ پسرلني بادونه له ځانه سره وړي.
دغه مېله ځای هر کال د پسرلي په پیل کې خپله غېږ سیلانیانو ته پرانیزي او تر څو ورځو پکې د مېلې او چکر بازار ګرم وي، چې ورته راغلي سیلانیان یې د بیاځلي لیدو په پار اړ وي پوره دولس میاشتې د انتظار پر ټغر کېني او بیاځلي لیدو ته یې په تمه پاتي شي.
د یادولو ده چې د ارغوان جشن یا د ګل غونډۍ مېله د افغانستان یوه له مهمو کلتوري مېلو څخه شمېرل کېږي، چې د دې هېواد د خلکو ژور تړاو له طبیعت او فرهنګي میراث سره ښیي. دا جشن د نارنج ګل او سنځل ګل جشنونو ترڅنګ، د افغانستان د طبیعي ښکلاوو او د دې هېواد د خلکو د کلتوري ارزښتونو څرګندونه کوي.

























































