عامې روغتیا وزارت وایي چې په خوست ولایت کې ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت څلور روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او همغږۍ د IOM نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د خوست ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
سرچینې لیکلي چې یاد مرکزونه د ټولو اړینو اسانتیاوو په لرلو سره د اسمعیلخېلو-مندوزیو ولسوالۍ د ورزې مدین، د تڼیو ولسوالۍ د باز مولا، د صبریو-یعقوبیو ولسوالۍ د ابادخانې او د ځاځي میدان ولسوالۍ د اسکندري کلي کې جوړ شوي دي.
د یادولو ده چې د دغو مرکزونو په جوړېدو سره به د يادو ولسواليو د اوسېدونکو ډېری روغتيایي ستونزې حل او لازمې اسانتياوې به ورته برابرې شي.


























































