د دولتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی چې په کابل ښار کې د ټرانسپورټي اسانتیاوو د لا ښهوالي په موخه د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوې ده.
د یاد شرکت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د ملي بس دولتي شرکت له لوري دا نوې لاره له چهلستون څخه تر سینمای پامیر پورې فعاله شوې، او د ښاریانو لپاره به اسانه، ارزانه او منظمې ټرانسپورټي چوپړتياوې برابرې شي.
سرچینې لیکلي د دې نوې لارې په فعالېدلو سره به د ښار ګڼه ګوڼه کمه او د خلکو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.
د دولتي شرکتونو لوی ریاست همداراز ویلي چې په راتلونکې کې به د کابل ښار په نورو مهمو مسیرونو کې هم ورته چوپړتیاوې پراخه شي ترڅو د عامه ټرانسپورټ سیستم لا پیاوړی او اغېزمن شي.

























































