د فوتورېزم کلمه له «Future» څخه اخیستل شوې، چې معنا يې راتلونکې ده. دا هغه ادبي مکتب دی، چې په شلمې پېړۍ د ايټاليا هېواد په ميلان ښار کې رامنځته شوی دی.
که څه هم دغه مکتب په ايټاليا کې منځته راغلی، خو بیانيه يې په پاريس ښار د فيليپو توماسو مارتيني په مشرۍ په کال( ۱۹۰۹م) د فيگارو په ورځپاڼه کې چاپ او خپور شوه. د بیانيې له چاپ سره سم په اروپا او روسيه کې له تود هر کلي سره مخ شو. د دې مکتب بنسټ اېښودونکی فيليپو توماسو مارتيني د ايټاليا د فاشستي قواوو لوی منصب دار و، چې د فوتورېزم ايډيالوژي د فاشېزم په خدمت منحرفه کړه (حسیني،۱۳۸۷: ۶۶۱-۶۶۲).
فوتورېزم په لومړيو کې د ايټالوي شاعر او رومان ليکونکي دانونزيو D,Annunzio او د هغه دور د شاعرانو او ليکوالانو د سبک او پېچلو عقايدو پر ضد قيام وکړ. د نورو کلاسیکو مکتبونو پر خلاف په شعر کې تغزل نه منل او نوي نثري سبک رامنځته کړ، ځکه چې دوی غوښتل د انسان تلاش او بريا په خپلو اثارو کې وښيي. فوتورېستانو ته صنعت، تکنالوژي، الوتکې، ماشين الاتو او صنعتي ښارونو ډېر ارزښت درلود. فوتورېستانو په خپلو ادبي او هنري اثارو کې د شاعر د داخلي احساساتو او هيجاناتو بیان نه مني، دوی په خپلو ليکنو کې گرامر، معاني او ليک نښې له پامه وغورځول او د غير شاعرانه کلماتو غوښتونکي دي (حسیني،۱۳۸۷: ۶۶۲).
فوتورېزم يوازې په ادبیات کې نه بلکې په ټولو برخو د نوښت او بدلون غوښتنه کوله. د فوتورېزم ادبي هنري مکتب په بېلابېلو هنرونو کې لکه معماري، نقاشي، سینما، انځورگرۍ او ډيزاين باندې ژور اغېز درلود.
فوتورېزم په نورو هېوادونو کې
فوتورېزم په ايټاليا کې ځانگړی ځای درلود او په چتکۍ سره غربي اروپا، امريکا او چاپان ته خپور شو (حسیني،۱۳۸۷: ۶۶۶).
روسيې ته فوتورېزم (۱۹۱۳م) کې لاره پيدا کړه. روسې فوتورېستان له جامدو قوانينو په تنگ راغلی وو، نوی ژوند يې خوښېده او همدا لامل و چې له فوتورېزم سره يې روغبړ وکړ. فوتورېزم په روسيه کې د ادب په پرتله په انځورکړۍ کې ښه وځلېد، خو د جوزف اسټالين او کمونيست گوند له لوري ډېر ژر وځپل شو (کومکي،۱۳۹۶: ۱۳۱).
په روسیه کې د دغه د مخکښو څېرو له ډلې د ولاديمير ماياکوفسکي (۱۸۹۴-۱۹۳۰) او خلبنيکوف (۱۸۸۵-۱۹۲۲) د يادولو وړ دي.
مخکښې څېرې
کله چې د فوتورېزم د ليکوالانو او شاعرانو په اړه غږېږو؛ نو په سر کې د دې مکتب د بنسټگر فيليپو توماسو مارتيني نوم راځي. د دغه هنري مکتب نور پالونکي او پيروان په ايټاليا کې د آلدوپالاتزسکي، انريکوکاواکولي، لوکيانوفولگوره، اومبرټو بوتچوني، لوينچي روسولو او داسې نور نومونه يادولای شو. په روسیه کې ولاديمير ماياکوفسکي (۱۸۹۴-۱۹۳۰) او خلبنيکوف (۱۸۸۵-۱۹۲۲)، بورليوک، کروچونيخ د فوتورېزم ادبي مکتب د نامتو شاعرانو له ډلې څخه دي. (حسیني،۱۳۸۷: ۶۶۲-۶۶۶)
د فوتورېزم د مکتب ځانگړنې
هر نړيوال ادبي مکتب ځانته اصول او قواعد لري، چې له نورو ادبي مکتبونو جوت او بارز توپير پيدا کوي او د هم دغو قواعدو او اصولو په رڼا کې ادبي پنځونې پنځول کېږي. فوتورېزم هم په لاندې بنسټيز اوصولو له نورو ادبي مکتبونو خپله لار بېلوي:
۱- د فوتورېزم ادبي مکتب د کلاسېزم، ريالېزم او نورو مکتبونو سره مخالفت درلود. فوتورېستان د کلاسیک دورې طرز، طريقې، ښکلا او رومانتيک خيالاتو سره مخالف و. همدارنگه د ريالېزم له ښکاره بیان سره په ټکر کې و، ځکه چې ريالېزم د ژوند واقیعتونه په ښکاره ټوگه بیانول. د سمبولېزم پر وړاندې يې ځکه غبرگون ښودلو، ځکه چې سمبولېستان هر څه د سمبول او رمز په توگه وړاندې کول. فوتوريستانو غوښتل چې هنر او ادبیات د نوي دورې د سرعت، حرکت او تخنيکي انقلابونو سره همغږې شي.
۲- فوتورېستان په خپل اثارو کې سرعت، حرکت، تکنالوژي، ماشين الاتو، الوتکې او صنعتي ښارونو ستاينه کوله. د دوی باور دا و چې تکنالوژي د روښانه راتلونکي سمبول دي.
۳- د دوی په اثارو کې بې درېغه گرامري ماتونې لیدل کېږي. دوی د غير شاعرانه کلماتو يعني آزاد کلماتو غوښتونکي دي؛ ځکه یې گرامري اصولو ته هم چندان پام نه کاوه (حسینی،۱۳۸۷: ۶۶۳)
۴- فوتورېستانو په خپلو ادبي او هنري اثارو کې د تېرو ياد نه کاوه، ډېر ټينگار يې د نن په پرتله راتلونکي ته و. فوتورېستانو ولس خپل اصلي مخاطب گاڼه او په دې باور وو، چې هنرمند بايد د خلکو په منځ کې واوسي او د دوی په خبره چې( له ولس څخه ولس ته) نوي هنرونه وړاندې کړي (کومکي،۱۳۹۶: ۱۳۲)
۵- فوتوريستانو په خپلو هنري اثارو کې پخوانيو قالبونو ماتول. دوی په شعر کې تغزل نه منل او يو ډول نثري سبک رامنځته کړ. دوی په شعر کې د ازادو کلماتو شتون د شاعري شرط گڼل (حسینی،۱۳۸۷: ۶۶۲)
۶- فوتوريستان په خپلو هنري اثارو کې طبیعت، ځنگلونه، غرونه او داسې نور مسايلو ته اهميت نه ورکول.
د اثارو موضوعات يې څه دي؟
د فوتورېزم ادبي ښوونځی له پخوانیو ادبي مکتبونو سره جوت توپير لري، دوی په خپلو اثارو کې له طبیعت پاللو سره جوړ نه دي. فوتورېستان ځنگلونه، غرونه، د سیند غاړې او داسې نورې طبيعي منظرې نه انځوري، لامل يې په صنعتي او شور ماشور ژوند کې ډوبيدل ښيي. فوتورېستي ښوونځی له فریاده ډک طوفان او د ازاد او لوړ پرواز مارغه له بې قراره انسان سره تشبیه کوي. پاتې دې نه وي چې په فوتورېزم کې هغه اثر ادبي او هنري گڼل کېږي، چې خوځښت، سرعت، زړورتوب، خطر او جسارت ولري( کومکي،۱۳۹۶: ۱۳۳).
د فوتورېزم ماته
د ايټاليې فوتورېستان او د فاشستي نهضت غړي سره يو لاس او يوه خوله وو، جگړه يې د نړيوالې سولې د ساتنې يوه ښه وسیله گڼله او په خپلو اثارو او شعرونو کې يې د لويې ايټاليې د جوړولو ايډيا پر مخ بېوله او د امپرياليستي اشغال او فاشستي جگړه مارۍ ملاتړ او هر کلی یې کاوه د شلمې پېړۍ په لومړيو شلو کلونو کې فوتورېزم په لويديځه ټولنه کې ځان راښکاره کړ، خو هر ځای د ريالېزم د پیروانو له لورې له کلکې مبارزې سره مخ او له منځه ولاړ. فوتورېزم د روسيې په ادب تاريخ کې د (۱۹۱۰ م) نه وروسته منځته راغی، خو تر اتو کالو زيات عمر يې ونشو کړای پرته له ماياكوفسكي( ۱۸۹۳-۱۹۳۰م ) او څو نورو چا نه دی پاللی او مایاکوفسکي هم د گورکي په لارښوونه دا نظریه پرېښوده. بلاخره فوتورېزم د هټلر تر دویمې نړیوالې جگړې وروسته د فاشستي افکارو سره يوځای له منځه ولاړ (کومکي،۱۳۹۶: ۱۳۳-۱۳۴)
پايله
په ټوله کې مونږ ويلای شو، چې دغه ادبي ښوونځی په شلمې پېړۍ کې د کلاسيزم، ريالېزم او سمبولېزم پر وړاندې د فيليپو توماسو مارتيني له خوا په ايټاليا کې رامنځته شو او همداسې بیا غربي اروپا، امريکا او چاپان ته خپور شو. دغه ادبي مکتب د کلاسیک مکتبونو پر خلاف په شعر کې د ازادو کلماتو غوښتونکی و او په ليکلو کې يې ليک نښې او نور گرامري قواعد له پامه وغورځول. فوتورېستانو په خپلو ادبي او هنري اثارو کې د تېرو ياد نه کاوه، ډېر ټينگار يې د نن په پرتله راتلونکي ته و.
دوی په خپلو اثارو کې له طبیعت پاللو سره جوړ نه دي. فوتورېستان ځنگلونه، غرونه، د سیند غاړې او داسې نورې طبيعي منظرې نه انځوري، لامل يې په صنعتي او شور ماشور ژوند کې ډوبيدل ښيي. په ټوله کې فوتورېستان په خپلو اثارو کې سرعت، حرکت، تکنالوژي، ماشين الاتو، الوتکې او صنعتي ښارونو ته ارزښت ورکول.
ماخذونه
۱- حسيني، سید رضا. ۱۳۸۷. مکتب های ادبی( دویم ټوک). تهران: موسسه انتشارات نگاه
۲- کومکي، هېواد بريال. ۱۳۹۶. نړيوال ادبي مکتبونه. کابل: نوي مستقبل خپرندويه ټولنه