محمدمصطفی سمون
هر سړی د ژوند زده کولو هنر د کتاب په پاڼو، تجربو، ویناوو، واعظونو، د لویو اشخاصو سره په ناسته کې او داسې نورو لارو کې لټوي، چې بیا هر انسان له دې اغېزمنو زاویو خپل ژوند ته ګوري او د هغه په رڼا کې د ژوند پړاوونه مخته وړي. د ژوند اصل ته هم بیا په همدې عینکو ګوري. د مینې څلوېښت قاعدې په کتاب کې سړی د ژوند حقیقي انځورونه لوستلی شي او د د ژوند نا لیدلې برخې پکې منعکس شوې دي.
هره قاعده سړي ته د ژوند پټ رازونه ښیي، چې څنګه د ژوند په لارو چارو او خویونو کې بدلون راولو. د حقیقت لټون په ځاني بدلون کې موندل کېږي، چې دا د هر انسان د وسې خبره نه ده. د مولانا جلال الدین د ژوند د بدلون لوی لامل شمس تبریزي دی، چې هغه د ژوند له مختلفو اړخونو زده کړه کړې او بیا دا ټوله زده کړه قونیې ته یو داسې کس ته راوړي، چې هغه په خپله هم د علم بحر او د زده کړو کمی پکې نه و؛ خو شمس د دې زده کړو په مفهوم او د ژوند د حقیقي انځور په لټون کې له مولانا سره ډېره مرسته وکړه، چې د ټولنې د ټولو وګړو ژوند ته متوجه شي.
مولانا یې په داسې ازموینو کې واچوه، چې د ده له شخصیت، نوم او کردار سره په ټکر کې و؛ خو د حق په موندلو کې یې دا ټولې لارې په خپل ځان و ازمویلې، په دغو کړنو کې د مولانا لپاره دروني روزنه وه، چې دغې روزنې د ده په فکر، چلن، له خلکو سره په ناسته ولاړه کې د کورنۍ له غړو سره په چلن کې او په ټوله کې د ده په ژوند کې د بدلون نښې را څرګندې شوې، د دغو چلنونو په بدلون کې ډېرې معنوي ګټې وې، چې تر اوسه یې موږ په خپل ژوند کې حس کوو. د یو معنوي انسان د ژوند له بدلېدو سره د ډېرو انسانانو د ژوند اړخونه تړلي وي.
د لویو اشخاصو سره یوازې د ځان بدلېدنې فکر نه وي، بلکې د کورنۍ او بیا د ټولنې د بدلون فکر هم وي؛ خو دا بدلونونه د هر انسان د پوهې تر کچې وي. حقیقي بدلون د ځان موندل دي، چې له دې سره سړی کولای شي په کورنۍ او ټولنه کې هم بدلون راولي. د انسان ژوند چې په یو مسیر روان وي، دا حالت بدلون غواړي، چې دا بیا د انسان فکري او دروني بدلون سره تړلی. دا بدلون کېدای شي د پوهې، د یو عالم سره د ناستې یا په سفر کې د بدلون انګېزه د انسان ذهن ته راشي.
لکه شمس تبریزي چې ګرځېدلی انسان و، د ژوند ډېرې تجربې یې له مختلفو انسانانو سره د ناستې ولاړې، سفرونو او د ژوند له بېلابېلو اړخونو ترلاسه کړي و. هغه د مولانا پام هغې پوهې ته ور واړوه، چې دی تر دې مهاله نه و ورسره مخ شوی. د دې تر شا یو پټ معنوي تار و، چې مولانا له څه وخت وروسته د خپل حقیقي ژوند د موندلو لپاره په دې معنوي تار کې خپل سرلاری وموند.
دې تار مولانا له ډېرو ستونزمنو لارو سره مخ کړ؛ خو پښېمانتیا یې پکې حس نه کړه، له نومه، له مقامه او د ژوند له ډېرو خوښیو یې را وګرځاوه؛ خو دی په دې معنوي حوض کې نور هم غرقېده او په حقیقت موندلو پسې روان و، چې د دې حقیقي مینې په پایله کې مثنوي معنوي او داسې نور اثار و پنځېدل. په دې کتاب کې د ژوند کولو او ژوند موندلو معنوي لارې شته، چې سړی ډېرو اړخونه ته متوجه کوي. لکه نوم یې چې د مینې څلوېښت قاعدې دی، اصل کې دا د ژوند قاعدې دي، چې موږ څنګه له انسانانو سره چلن وکړو او څنګه ځان د مادي نړۍ څخه د معنوي نړۍ ته سیخ کړو.