د کاغذي پړانګ بڼه ښايي وېروونکې وي، خو په حقیقت کې خوړل نه شي کولای. همدارنګه، د پټلۍ ساتونکی مترسک ښايي داسې ښکاره شي چې د کروندې ساتنه کوي، خو که مرغان نور ترې ونه وېرېږي، نو بیا یې شتون څه ګټه لري؟
دا دواړه انځورونه هغه ستونزه په ښه توګه څرګندوي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې ډېرې هڅې ورسره مخ دي: قوانین او مقررات ښايي پر کاغذ ډېر پیاوړي او اغېزناک ښکاره شي، خو په عملي ژوند کې د پام وړ بدلون رامنځته نه کړي هېڅ ګټه نه لري.
لاندې شمېرې ددغه حقیقت ښه څرګندونه کوي؛ د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) د ۲۰۲۶ کال د فساد ضد مبارزې او روڼتیا د وضعیت د راپور له مخې، په غړو هېوادونو کې د فساد ضد قوانینو او مقرراتو د پیاوړتیا منځنۍ کچه ۶۳ سلنه ده، خو په عمل کې یې د پلي کېدو کچه یوازې ۴۴ سلنه ده.
دا واټن ولې رامنځته شوی؟ ځینې وختونه د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې په بېلابېلو دولتي بنسټونو کې وېشل شوې وي، دندې او صلاحیتونه یې سره تداخل لري او ترمنځ یې لازم همغږي او همکاري نه وي موجوده. د بېلګې په توګه، د کوریا په جمهوریت کې د لویې څارنوالۍ دفتر په تاریخي توګه د ولسمشر تر اغېز لاندې فعالیت کړی، چې له امله یې اندېښنې راپورته شوې چې د فساد ضد مبارزه ښايي د سیاسي غچ اخیستنې پر وسیله بدله شي.
حتی سختې سزاوې هم د قانوني تشو، اداري او قضايي خنډونو او ځانګړو امتیازاتو له امله خپل اغېز له لاسه ورکولای شي. په لاتینې امریکا کې د اوډبرېښټ (Odebrecht) د فساد قضیه یې یوه څرګنده بېلګه ده. د دې شرکت اجرائیوي چارواکو، چې د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یې د څو هېوادونو په کچه د رشوت ورکولو شبکه چلوله، د اعتراف او قضايي جوړجاړي له لارې خپلې تورنېدل او سزاوې کمې کړې او د اوږدمهاله بند سزاوې یې په کورني حبس بدلې کړې.
نو څنګه ډاډ ترلاسه کړو چې قوانین یوازې پر کاغذ لیکل شوې خبرې نه وي، بلکې په عمل کې هم پلي شي؟
د چین ځواب، چې د چین د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د شلمې دورې په پنځمه عمومي غونډه کې یو ځل بیا پرې ټینګار وشو، دا دی چې ګوند باید د مقرراتو له لارې اداره او د خپلو مقرراتو له مخې رهبري شي.
په دې غونډه کې د تصویب شوي پرېکړهلیک له مخې، د ګوند له غړو او چارواکو غوښتل شوي چې د ګوند اساسي قانون په خپله خوښه مطالعه کړي، مراعات یې کړي، د هغه له اصولو سره سم عمل وکړي او ملاتړ یې وکړي. دغه راز، په پرېکړهلیک کې پر لا ډېرې روڼتیا، د ګوندي مقرراتو په برخه کې د پیاوړې روزنې او د ګوندي سازمانونو د فعالیتونو او د چارواکو د دندو د ترسره کولو په ټولو پړاوونو کې د څارنې پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.
په ۲۰۱۲ کال کې د چین د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهیسې، چین د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره دوه اړخیزه تګلاره غوره کړې ده. له یوې خوا یې د څارنې، د دولتي کارکوونکو د مجازاتو او د څارونکو د فعالیتونو په اړه قوانین تصویب کړي او همدارنګه یې د پولې هاخوا فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره نوی قانون هم نافذ کړی دی. له بلې خوا، د انضباطي تفتیش او څارنې ادارو په ټول هېواد کې اته میلیونه قضیې ثبت کړې او ۷.۹ میلیونه کسان یې د انضباطي سرغړونو له امله مجازات کړي دي.
د دې ټولو معنا دا ده چې یوازې د قوانینو شتون مهم نه دی، بلکې باید په ټولو برخو کې درک، مراعات او له هېڅ ډول استثنا پرته عملي شي. یوازې هغه مهال چې قوانین د عملي پلي کېدو ځواک ولري، د خلکو باور ترلاسه کولای شي، د حکومتولۍ بشپړتیا او روڼتیا تضمینولای شي او د دوامدار پرمختګ لپاره یو پیاوړی بنسټ برابرولای شي.

























































