پښې یې نور په خپل واک کې نه وې، له هر قدم وروسته به یې ډېر په ګرانه د وجود توازن برابر کړ. لکه چې ټېل وهلی دې وي، په مخامخ کمره باندې تېز ورغی، ډډه یې ورته ووهله، پښو ته یې وکتل، په وینو سرې وې، اوږدې یې په ریګ کې وغځولې.
خپلو راغلو پلونو ته یې وکتل، پیل یې اوس دده له سترګو پناه و، تر کومه ځایه یې چې سترګو لیدل، په هر پل کې یې سره وینه ورته ښکارېده.
د سګرېټو قوطی یې له جیب راوویست، یوازې یو دانه په کې پاتې و، یوه شېبه یې ورته وکتل، په وچو شونډو کې یې ونیو، زړه نازړه یې بل کړ.
سر یې مایل کمره ته تکیه کړ، تریخ دود یې سېنې ته تېر کړ، سترګې یې پټې کړې، له ځان سره وپسنېده؛ ولې په دې لاره راغلم؟ له تشې نندارې او تتې مینې مې نور څه لاسته راوړل؟ زه څه یم؟
هېڅ!
هو، همدا؛ هېڅ.
وروستی ځل یې تریخ دود سینې ته تېر کړ، ټوخی واخیست، اوښکې او خولې یې ګډې شوې، سګرېټ ته یې وکتل، نور پلتر ته رسېدلی و.
مخامخ لارې ته یې وکتل، هېڅ نه پوهېده، چې کومې خواته لاړ شي، بې موخې بې منزله و.
له بکسې نه یې د اوبو سولېدلی بوتل راوویست، اوبه په وروستي خط ولاړې وې، یوازې یې دومره وڅښې چې ستونی او خوله یې پرې لامده شي.
شاوخوا یې څار وکړ، د اوبو درک هم نه و، بوتل یې بیرته بکسې ته کړ، ژوره ساه یې واخیسته، پښې یې نه راټولېدې، په زهیرو سترګو یې راغلو پلونو او را غځېدلې لارې ته وکتل. سر یې کښته ځوړند کړ او بېرته یې ډبرې ته پخه تکیه ووهله.
























































