د مني یوه تیاره شپه وه. زاړه د بانک څښتن په کوټه کې ښکته پورته قدم واهه او پنځلس کلونه وړاندې د یوه مني د ماخوستن هغه مېلمستیا یې وریادوله چې ګڼ ځيرک کسان پکې وو او په زړه پورې بحثونه وشول. د نورو خبرو تر څنګ یو بحث د اعدام د سزا په اړه هم و. ګڼو مېلمنو چې خبریالان او پوهان هم پکې وو د اعدام مخالفت وکړ. دوی دا سزا له وخته تېره، غیر اخلاقي او له یوه مذهبي دولت سره نامناسبه وبلله. د ځینو په اند یې باید د اعدام سزا په عمري بند بدله شوې وی. کوربه بانک لرونکي وویل: “زه موافق نه یم. ما خو نه د مرګ او نه هم د عمري بند سزا څکلې خو که څوک يې په اړه قضاوت کوي نو د مرګ سزا تر عمري سزا ډېره اخلاقي او انساني ده. ځکه اعدام انسان په یوه وار وژني خو عمري سزا يې په ورو او ځنډ وژني. کوم وژونکی به غوره وي: هغه چې په څو دقیقو کې دې وژني او که هغه چې ساه دې په کلونو کلونو راباسي؟”
یوه مېلمه وویل: “دواړه غیر اخلاقي دي، ځکه چې دواړه یو هدف لري او هغه دا چې ژوند اخلي. دولت خو خدای نه دی چې له چا د ژوند اخیستو حق ولري؛ هغه څه چې یو وار واخیستل شي بېرته نه شي راستنېدی”.
په مېلمنو کې یو ځوان پنځه ویشت کلن حقوقپوه هم و. کله چې د هغه نظر وپوښتل شول ويې ویل:
“د مرګ سزا او عمري بند دواړه یو ډول غیراخلاقي دي، خو که زه وم نو د اعدام د سزا پر ځای عمري بند غوره کوم. لږ تر لږه دا چې سړی ژوندی وي تر دې ښه ده چې هېڅ سړی ژوندی نه وي”.
له دې سره بحثونه پیل شول. بانک څښتن چې په هغو شپو ورځو کې لا ځوان و احساساتي شول او مېز يې وډباوه او پر ځوان حقوقپوه يې ورناره کړه:
“دا سمه نه ده! زه په دوو مېلیونو شرط تړم چې په یوازې عمري بند کې به پنځه کلونه دوام هم رانه وړې”.
“که ته په دې اړه جدي وې نو زه هم شرط درسره تړم چې زه به پنځه نه، بلکه پنځلس کاله پاتې شم”.
بانک څښتن ناره کړه: “پنځلس؟! بس شرط وشو!”. “حاضرینو ښاغلو، زه دوه مېلیونه ږدم”.
ځوان وویل: “بس سمه ده. ته دې دوه مېلیونه کېږده او زه به مې خپله آزادي کېږدم”.
له دې سره دا سخت زړی او ظالمانه شرط وتړل شو. بانک څښتن چې مېلیونونه یې لرلې د شرط په اړه بې پروا و. په ځوان يې د ملنډو په څېر دا هم وویل:
“ځوانه په اړه يې لا ښه فکر وکړه، لا هم وخت لرې. ما ته دوه مېلیونه هېڅ شی دی خو ته دې د ژوند درې یا څلور غوره کلونه له لاسه ورکوې. ځکه درې یا څلور کاله یادوم چې له هغې به ډېر دوام ونه کړې. دا دې هم په یاد وي چې په خپله خوښه بند تر جبري قید ډېر سخت وي. په دې اړه فکر کول چې د دې حق لرې چې په آزادۍ کې ووځې او وګرځې په بند کې ستا وخت ډېر تريخولی شي. زه تا ته خواشینی یم”.
بانک څښتن اوس په سوچونو کې ډوب یوې بلې خوا ته قدم وهي او دا هر څه وریادوي او له ځانه پوښتي: “د دې شرط نو ګټه څه وه؟ په دې کې د یوه انسان څه ګټه ده چې خپل پنځلس کلونه عمر په بند کې تېر کړي او یا هم دوه مېلیونه پیسې ترې لاړې شي؟ آیا دا دا ثابتولی شي چې عمري بند ښه دی او که اعدام؟ نه نه، دا هر څه هسې خوشي او بې معنا وو. زه ناڅاپه احساساتي شوم او هغه هسې د پیسو لپاره ومنله”.
وروسته وریاد شول چې د هغې شپې په سبا دوی پرېکړه وکړه چې دغه ځوان به دا کلونه د بانک څښتن د باغ په یوه کوټه کې تر جدي څار لاندې تېروي. دوی هوکړه وکړه چې دی به تر پنځلس کلونو له هغې کوټې نه وځي، انسانان به نه ګوري او د انسانانو غږ به نه اوري او نه به هم لیکونه او ورځپاڼې ورته راځي. هغه ته اجازه وه چې موسيقۍ آلې او کتابونه ولري او دا اجازه هم ورته وه چې لیکونه ولیکي، شراب وڅښي او سګرېټ وڅکوي. د تړون په شرایطو کې یوه کوچنۍ دریڅه مشخصه شوې وه چې دا هر څه به د هغې له لارې تبادله کېږي. هغه چې هر څه غواړي ورته رسول کېږي به، کتابونه، موسيقي، شراب او هر څه او هر څومره چې غواړي. دغه راز کولی شي هر څومره چې ولیکي او ولېږي. په تړون کې هر څه په جزئياتو راغلي وو او دا هم مشخصه شوې وه چې دی به ټیک پنځلس کاله تېروي چې د ۱۸۷۰ کال د نومبر د ۱۴ له دوولسو بجو به پیلېږي د ۱۸۸۵ کال د نومبر د څوارلسمې تر دوولسو بجو. که دی دا شراط لږ هم مات کړي او یا دوې دقیقې هم وختي ووځي نو دوه مېلیونه بایلي.
لومړی کال بند کې داسې ښکارېده چې بندي له تنهایۍ او خپګانه ډېر وځورېده. له کوټې به يې د پیانو غږ شپه او ورځ اورېدل کېده. هغه د شرابو څښل او د سګرېټو څکول رد کړل. هغه ليکل چې شراب غوښتنې ډېروي او غوښتنې د یوه بندي لپاره تر ټولو ستر دښمن دی؛ او د دې تر څنګ دا هم ځوروونکې وي چې ښه شراب څښې خو څوک نه ګورې. او تنباکو خو د کوټې هوا ویجاړوي. په لومړي کال یې چې هغه ته کوم کتابونه ولېږل تر ډېره ناولونه، د مینې پېچلې کیسې، احساساتي او یا هم ښکلې او خوندورې کیسې او داسې نور کتابونه وو.
په دویم کال پیانو چوپ وه او بندي به تر ډېره کلاسیک او پخواني کتابونه غوښتل. په پنځم کال به بیا د موسيقۍ غږ راوت او بندي به شراب هم غوښتل. هغوی چې بندي به یې لیدل شو، ویل چې په هغه کال به يې تر ډېره خوراک او څښاک کاوه او پر تخت به غځېدلی و او یا به یې له ځان سره په غوسه ژبه خبرې کولې. هغه کتابونه نه لوستل. کله به د شپې ناست و او لیکل به یې کول. ساعتونه به یې په لیکلو تېرېدل او سهار به يې ټول هغه څه چې لیکلي وو څېرل. له یوه ځل ډېر یې خلکو ژړا هم اورېدلې وه.
د شپږ کال په دویمه نیمايي کې بندي د ژبو، فلسفې او تاریخ جدي مطالعه پیل کړه. هغه داسې جدي او پراخه مطالعه پیل کړه چې بانک لرونکي ایله هغه کتابونه ورته را رسولی شوی چې ده به غوښتل. په څلورو کلونو کې يې د هغه په غوښتنه څه ناڅه شپږ سوه ټوکه او لړۍ کتابونه ورته پېرلي وو. دا هغه مهال و چې بندي يې دا لیک ورته لیکلی و:
“زما ګرانه بندي کوونکیه! زه دا کرښې په شپږو ژبو درته لیکم. دا پر دې ژبو پوهو کسانو ته وښیه چې ویې لولي. که دوی یوه تېروتنه هم پکې ونه مومي نو په باغ کې یو ډز وکړه تر څو زه پوه شم چې هلې ځلې مې بې ځایه نه دي. د ټولو عصرونو او ټولو ځایونو پیاوړي مغزونه بېلې ژبې وايي خو په دوی ټولو کې یو ډول احساسات دي. کاش تا ته مې خپله خپله هغه عجیبه خوښي څرګندولی شوه چې زما روح يې پر دې د پوهېدو په خاطر حس کوي”. د بندي هیله پوره شوه او بانک څښتن په باغ کې د دوو ډزو کېدو امر وکړ.
له لسم کال وروسته بندي مېز ته کرار کېناسته او مذهبي کتاب به یې لوست. بانک څښتن ته دا عجیبه وه چې یو کس چې په څلورو کلونو کې تر شپږ سوه کتابونه زده کولی شي څرنګه یو پوره کال په یوه کتاب چې پوهېدل هم پرې آسانه دي تېروي. له مذهبي کتاب وروسته یې په الهیاتو، دین او د دین په تاریخ هم مطالعه وکړه.
د خپل بند په دوو وروستیو کلونو کې يې بېلابېل کتابونه ولوستل. کله به په طبيعي علومو بوخت و او کله به يې شکسپیر او باېرون لوستل. داسې یادښتونه يې هم وو چې کله به يې د کېمیا او یا هم د درمل جوړولو او یا هم د یوه ناول او یا هم د فلسفې او دین پوهنې په برخه کې د کتابونو غوښتنه کوله. د هغه د لوست له ډوله ښکارېدله لکه یو سړی چې په یوه سمندر کې د خپلې ماتې کښتۍ له ټوټو سره لامبو کوي او هڅه کوي چې په سختۍ خپل ژوند بچ کړي او کله دغه او کله هغه څه ته لاس اچوي.
زاړه بانک څښتن دا هر څه وریاد کړل او فکر يې وکړ:
“سبا دوولس بجې به دی خپله آزادي اخلي. د تړون له مخې به دوه مېلیونه ورکوم. که دا ورکوم نو دا ټوله شتمني ده چې راسره پاتې ده: زه به سخت زیانمن شم”.
پنځلس کاله وړاندې يې مېلیونونه درلودل خو اوس نه پوهېده چې پورونه به يې ډېر وو او که شته. دغه زاړه سړي به ویل “دا هر څه د هغه بدبخت او بدمرغه شرط له لاسه”. دا یې هم ویل چې “دا بدمرغ انسان ولې مړ نشو او په داسې حال کې چې اوس څلوېښت کلن دی واده به وکړي او له ژونده به خوند واخلي خو زه به يې خوښیو ته لکه سوالګر داسې ګورم. له دېوالي کېدو او شرم د ځان ژغورلو یوازينۍ لاره له دغه انسانه ځان خلاصول دي”.
ساعت د سهار درې بجې شوې وې او بانک څښتن د ساعت ټک ټک ته غوږ و، په کور کې ټول ویده وو او بیرون هم یوازې د پآڼو شرنګا اورېدل کېده. بې غږه او آرام ووت او د هغې کوټې کلۍ يې ورسره واخیسته چې پنځلس کاله نه وه پرانیستل شوې.
باغ هم تیاره او سوړ و. باران اورېده. د کوټې خوا ته ورغی، په ساتونکي يې دوه ځله غږ وکړ خو ځواب یې وانه ورېد. ښایي ساتونکی هم له باران او سړو پټ شوی او چېرته په پخلنځي یا د ګلانو کوټه کې ویده و.
“که دا کار وهم کړم نو شک به پر ساتونکي وشي”.
هغه په آرامه د کوټې د دهلیز له لارې ورتېر شو، څوک نه وو او د بندي د کوټې دروازه يې ولیدله چې قلف يې لاس نه خوړلی پاتې و. زاړه سړي له احساساتو په رېږدېدونکو لاسونو له کوچنۍ کړکۍ ور وکتل. د بندي په کوټه کې یوه شمع کمزورې لګېده. دی یوه مېز ته ناست و. د هغه له شا او د سر او لاسونو له وېښتانو پرته بل هېڅ نه لیدل کېدل. په مېز، په دوو څنګ لورو څوکیو او په غولي په قالینه پرانیستي کتابونه ایښي وو.
پنځه دقیقې تېرې شوې، بندي له ځایه هېڅ ونه خوځېده. پنځلس کلونو بند ور زده کړي وو چې څرنګه آرام کېني. بانک څښتن کړکۍ په ګوته وټکوله خو بندي ځواب ورنکړ او نه هم وخوځېده. بانک لرونکي په آرامه قلفونه پرانیستل او ورننوت. که څه هم زاړه سړي تمه لرله چې شورماشور به جوړ شي خو درې دقیقې تېرې شوې او چوپه چوپتیا وه. ورننوت.
مېز ته یو غیر عادي کس له هر ډول حرکت پرته ناست و. یوازې د هډوکو سکلېټ پاتې و او د ښځو په څېر اوږده ویښتان او اوږده ږیره. مخ يې زېړ او غومبوري يې لوېدلي او شا یې وتلې وه او د لاسونو او سر هډوکي يې بوک بوک او نري وتلي وو. مخ او څېره يې داسې زاړه ښکارېدل لکه یوازې د څلوېښت کلونو چې نه وي. ويده او مخ ته يې په مېز یوه پاڼه پرته وه چې په ښکلي لیک پرې څه ليکلي وو:
زاړه بانکمن له ځان سره وویل: “بېچاره به اوس مېلیونونه په خوب ويني. خو زه به دا نیم مړ کس پورته کړم او پر تخت به یې څلموم او یو بالښت به يې داسې چاره وکړي چې هر څومره تکړه کس به يې هم په زور د مړینې نښې ونه مومي. خو راځه اول دا ولوله چې څه يې ليکلي”.
پاڼه يې له مېزه ورپوته کړه پرې ليکلي وو:
“سبا په دوولسو بجو مې آزادي او له نورو انسانانو سره د یو ځای کېدو حق بېرته تر لاسه کوم خو مخکې له دې چې له دې کوټې ووځم او د لمر وړانګې وګورم، فکر کوم اړینه ده چې تا ته څو ټکي ووایم. په روښانه وجدان درته وایم، خدای چې زه د هغه یم شاهد دی، چې نه آزادي، نه ژوند او نه هم شتمني غواړم او یوازې هغه څه چې ستا په کتابونو کې وو د نړۍ ښه څیزونه دي.
“پنځلس کاله مې ژوند په غور مطالعه کړ. دا سمه ده چې ځمکه او سړي مې نه دي ليدلي خو ستا له کتابونه ما خوندور شراب څښلي، سندرې مې وېلې، په ځنګلونو کې مې هوسۍ ښکار کړې او له ښځو سره مې مینه کړې… د شاعرانو او متفکرینو په جادوګریو پنځېدلو ورېځو کې مې پاېدونکې ښکلاګانې کتلې او د شپې يې زما په غوږ ښکلې کیسې ویلې او په مغز کې مې ګرځېدلې. په دې کتابونو کې د البرز (غره) څوکو ته ورختلی یم او له هغه ځایه مې د لمر را ختل کتلي او د دې ننداره مې کړې چې څنګه شپه پر اسمان خپرېږي، سمندرونه او د غرونو طلايي او نقره يي څوکې. له هغه ځایه مې وکتل چې برېښناوو زما له سره پورته د توپانونو له ورېځو د پاسه رڼاګانې کولې. شنه ځنګلونه، فصلونه، سیندونه، جهیلونه او کلي او ښارونه مې وکتل. د زنګونو او زنګولو غږونه، د شپنو د شپېلۍ او د رمو د زنګولو شرنګهاري مې اورېدلي او هغه وزرونه مې لمس کړي چې له ما سره ښکته او پورته الوتلي. په دې کتابونو کې په بې پایه معجزو کې ډوب شوی، د ښارونو سوځېدل او د نوو ادیانو تدریس، د نورو او بسته پاچاهیو د نیولو او لاندې کولو او هر څه ونډه مې تجربه کړې او ننداره مې يې کړې.
“ستا راکړو کتابونو ماته عقل او پوهه راکړې. ټول هغه اندېښمنوونکي فکرونه چې انسانانو په بېلابېلو وختونو کې پنځولي زما په واړه مغز کې راکوچني شوي. زه پوهېږم چې زه له تاسو ټولو ډېر پوه یم”.
“زه ستا کتابونه هم نه غواړم، زه د دې دنیا عقل او برکت هم نه غواړم. دا هر څه بې ارزښته، تښتېدونکي او تېر ايستونکي دي لکه سرآب. تاسو ښايي ویاړمن، عاقل او سم وئ خو مرګ به مو ټول د ځمکې له مخې لیرې کړي لکه تاسو چې تر غولي لاندې موږکان وئ او ستاسو نسلونه، تاریخ او نه ختمېدونکې ځيرکي به هر څه ختم شي”.
“تاسو د خپل خلقت دلیل هېر کړی او ناسمه لاره مو نیولې. درواغ مو په حقیقت غوره کړي او بدرنګي مو پر ښکلا. هيښ به شئ که داسې ناآشنا او حیرانوونکې پېښې وګورئ لکه دا چې ناڅاپه د مړو او نارنج له ونو د مېوې په ځای څنګښې او لټکې را وشي او یا هم د ګلانو د اس د خولو بوي پورته شي؛ نو زه هم تاسو ته همداسې هيښ یم چې ځمکه مو پر جنت غوره کړې. زه نه غواړم تاسو وپوهېږئ.
“د دې لپاره چې تا ته په عمل کې ثابته کړم چې هغه شیان هېڅ نه غواړم چې تاسو ورته ژوند کوئ، زه ستا هغه دوه مېلیونه نه غواړم چې یو وخت مې په ذهن کې ورته باغونه په ذهن کې شنه کول. د دې لپاره چې له دې پیسو ځان محروم کړم نو له ټاکلي ساعت به پنځه ساعته وړاندې ووځم تر څو تړون مات شي”.
کله چې بانکمن د دغه لیک ولوست، پاڼه يې بېرته په مېز کېښوده، سړی يې په سر ښکل کړ او له کوټې په ژړا ووت. هغه هېڅوخت داسې احساس نه و لرلی. کله چې کور ته ورسېد پر بستر پرېوت، خو د احساساتو اوښکو د ساعتونو لپآره خوب ته پرېنښود.
سهار د دغې کوټې ساتونکي په الوتي رنګ ورمنډه کړي وو او ورته ویې ویل چې بندي کس يې وليد چې له کوټې د کړکۍ له لارې باغ ته او له هغه ځایه دروازې ته لاړ او بیرون شو او ورک شو. بانک لورونکی یو وار د هغه کوټې ته ورغی او ځان يې د خپل بندي له تګه بشپړ ډاډه کړ. د دې لپاره چې د بې ځایه خبرو مخه یې نیولې وي، هغه لیک يې د میز له سره ورسره واخیست چې پکې د مېلیونونو د نه اخیستو خبره شوې وه او په کور کې یې په نه سوځېدونکي خوندي صندوق کې قلف کړ.
پای