ډاکتر محمدعاصم مایار
که مو پام کړی وي، په شپه کې د باران پرته، هر سهار پاڼو او وښو باندې د اوبو څاڅکي راغوند شوي وي، چې د ښکلا تر څنګ، د بوی، رنګ او خوند ترکیب لا لوړوي. پوهېږئ دا له کومه کېږي؟
د لمر لوېدو وروسته د شپې هوا سوړېږي. سړه هوا کې د اوبو ذرات متراکم کېږي او متناسبا غټ څاڅکي جوړوي. کله چې د څاڅکو اندازه دومره لویه شي چې د ځمکې جاذبه قوه یې لاندې راولي، نو د اوبو متراکم شوی څاڅکي ورو ټېټېدا سره لویږي او بیا له دې کبله په پاڼو او وښو باندې نښلي چې هغه نور هم ساړه وي. سړه سطحه لکه مقناطیس، د هوا بخار ځان ته راکاږي. کله چې د وښو سطحه د «شبنم نقطې» ته ورسېږي (یعنې هغه تودوخه چې بخار په اوبه بدلېږي)، بخار په څاڅکو واوړي. او په دې توګه څاڅکي پرې د شبنم په څېر راټولېږي. دا کوچني څاڅکي د ښکلا هاخوا د نباتاتو ژوند ته هم خورا مهم دي. په هغو شپو او سهارونو کې چې باران نه وي شوی، همدغه شبنم د بوټو تنده ماتوي. برعکس کله چې د ورځې هوا توده شي، همدا اوبه بېرته هوا ته تبخیر کېږي.
دا پروسه دقیقا هغه د ګیلاس بهرنی اړخ باندې د اوبو راټولېدو پروسه ده. د همدې پروسې له کبله سړه هوا د ګرمې هغې پرتله لږ اوبه ساتلی شي. دا پروسه د اقلیم بدلون، چې د هوا تودوخې لوړوالی دی، کې هم لیدلی شئ. چې له کبله یې توده هوا د بحر له سطحې ډېرې اوبه اخلي یعنې رطوبت یې لوړ وي. وروسته چې هوا داسې ځایونه ته ولاړه شي چې زر سړه شي، هلته د شدید اورښت او ورپسې د سېلونه لامل کېږي.