ژباړه: حامد بهیر
فلسفه د پدیدو د غوښنتې ځای او د مفاهیمو او پرېدو د ماهیت او ارزښت څخه خبرې کوي خو شعر دغه ماهیت او ارزښت شاعرانه او له ښکلا سره یو ځای بیانوي.
فلسفه د مشورې وړ فلسفي ظرافتونو څخه بحث کوي. شعر د عاطفې په چوکاټ کې د انسان د احساسي ظرافتونو څخه بحث کوي.
فلسفه یوه پروسه ده، د علم او فلسفي ښکلا نړۍ ته د ورتللو لپاره. خو شعر د علم او فلسفې د نړۍ ښکلاوې شاعرانه کوي.
فلسفه د انسان تنده د حقیقت د درک لپاره زیاتوي. خو شعر د انسان په نفس او ځان کې خوځېږي تر څو یې عاطفه وپاروي.
فلسفه په ډېرو موردونو کې له مفهومي لید لوري نه د اندازې وړ ده؛ خو شعر د محتوایې اړخه د هېڅ اندازې تابع نه دی.
فلسفه د هغې په ویلو سره د متن په ډول، منطق او فلسفه رامنځ ته کوي؛ خو شعر د ( شاعرانه منطق ) څخه پرته له نورو نه لرې دی.
فلسفه یوه ښکلې هڅه ده، حقیقت ته درسېدلو لپاره؛ خو شعر یو ښکلی خیال دی چې ټول یې په اورېلو باندې حیرانېږي.
خلاصه دا چې فلسفه د مفاهیمو سره یوه ښکلې لوبه ده؛ خو شعرپه ژبه کې د کلمو سره یوه ښایسته بازي ده.