لیکنه: نازنین احمدزۍ
مهاجرت په کوربه هېواد او د کډوالو ټولنو دواړو له پاره پر ژبې باندې د پام وړ او څو اړخیزه اغېز لري. لکه څنګه چې مهاجرت د یوې ژبې په تحول کې ډیره اساسي ونډه لري نو د نړۍ ډیرې ژبې د مهاجرتونو په وسیله ډیرې پراخې شوې دي او پرمختګ یی کړی.
خو داسې ډیرې ژبې هم شته چې د مهاجرتونو په وسیله له پرمختګ څخه شاته پاتې شوي یا هم د مهاجرتونو په وسیله په بشپړ ډول له منځه تللې دي؛ ځکه چې دا ژبې د نورو ژبو تراغیزې لاندې راغلې دي او ورو ورو یي خپل ویونکي له لاسه ورکړي دي.
د پښتو ژبې په تحول او پراختیا کې هم مهاجرت ډیره ستره ونډه لرلې ده. پښتنو چې د تاریخ په بیلا بیلو دورو کې مهاجرتونه تر سره کړي او له یو ځای څخه بل ځای ته تللي دي د دوی د تګ او پراختیا سره پښتو ژبه هم پراخه او ورو ورو یې ویونکي هم ډیر شوي دي. ان دا چې د پښتو لهجه پر پښتو ژبې بدله شوې ده. همدا لامل دی چې پښتو ژبه د ساکي ژبی متحوله بڼه یا لهجه بلل کېږي.
اوس مهال مهاجرت پښتو ژبه دې پوړ ته رسولې ده چې بیلا بیلې لهجې پکې شتون لري او سره له دې چې ډیر زوړ تاریخ لري او ویونکو یې ډیر مهاجرتونه هم تر سره کړي دي، بیا هم دا ژبه تر اوسه ډېره سوچه ژبه ده.
دپښتو ژبې دا خصوصیت ددې لامل شوی دی چې سربیره پر پښتنو غیر پښتانه لیکوالان او څیړونکي هم پښتو ژبې ته مخ واړوي او په هغې کې څیړنې تر سره کړي چې اوس هم زیاتره مستشرقین د پښتو ژبې په څیړلوکې بوخت دي او د پښتو ژبې په شننه او تحلیل کې یي ډیر اړین او ستر کارونه هم تر سره کړي دي.
یو له هغو اړینو او مهمو کارونو څخه چې مستشرقینو د پښتو ژبې په هلکه ترسره کړي دي د پښتو ژبې د لهجو وېش دی. د پښتو ژبې د لهجو د ویش په اړه د کورنیو او بهرنیو څیړونکو د نظر یو والی نه لیدل کیږی، ټولې لهجې چا په دوو څانګو او چا پر دریوو څانګو بیلې کړې دي.
نارو یژي ژبپوهاند پروفیسور مار ګنسټیرن پښتو لهجې په دوو عمده برخو ویشلې دي نوموړی وایي: «د پښتو لهجو ډلبندي آسان کارنه دی ځکه د لهجو سیمې سره تداخل لري. د پښتو ژبې د دوو لهجو موجودیت مشهور دی: یوه نرمه لهجه (ښ ، ږ) او بله سخته لهجه (خ ، ګ ) خو هغه لهجې چی مټوالې پښتو په نسبت د خپلواکو یا واول غږونو په برخه کې زیاتې ځانګرنې لري دا لهجې ځینی له دې دوو ډولو څخه په یوې او ځینې یې په بلې پورې انتساب پیداکوي. نو نوموړی د دغو دوو لهجو برید ( ژ – z ) او (ش – s ) فونیمونه ګڼي په نرمه یعنې سهیل لویدیځه لهجه کې دا دوه فونیمونه په خپل اصلي کیفیت یعنې په (ش او ژ ) تلفظ کیږي ، حال دا چې سخته یا شمال ختیځه لهجه کې د (ش ، ښ او یا خ او ږ ، ګ ) په بڼه تلفظ کیږي.»
نیکو لای الکساندر ویچ دوریانکوف هم د پښتو لهجې په دوو څانګو داسې ویشی:
۱ – ختیځه ( ننګرهارۍ ) څانګه چې د پیښورۍ په نوم هم یادیږي یا د پښوري مومندو افریدو او یوسفزو لهجې پکې شاملې دي زیاتره پښتانه هم په دې څانکې پوری اړه لری.
۲ – لویدیځه ( کندهارۍ ) څانګه چې له کندهارۍ، وزیري او د خټکو له لهجو څخه جوړه شوې ده.
ددغو دوو څانکو توپیر د دوی په غږیز سیستم کې دی چې په لویدیځه څانګه کې د (ښ او ژ ) او په ختیځه څانګه کې متقابلا په ( خ او ګ ) تلفظ کیږي او همداسې د دغو دوو څانګو په ګرامري جورښت کې هم بدلون لیدل کیږی .
پوهاند صدیق الله ریښتین پښتو لهجې لومړی په دوو سترو ډلو ( اصلی او فرعی ) ویشی او اصلی لهجې یې بیا په دریوو ګروپونو ویشلې دي:
لویديځه ( کندهارۍ ) لهجه
ختیځه ( ننګرهارۍ ) لهجه
منځنۍ لهجه
نوموړي دغه ویش هم د دوو بیواکو غږونو (ښ او ږ ) پربنسټ کړی دی او وایي چې په کندهارۍ لهجه کې د ( ښ او ږ ) د (ش او ژ ) اوازونو ته نږدې تلفظ کیږي.
بله ځانګړنه یې داده چې په کمکي فونیمونوکې یې (ش) اواز په (س ) بدلیږي یعنې د وشو او شته پر ځای وسواوسته وایي.منځنۍ لهجه چې د مرکزي لهجې په نوم هم یادیږي.
ختیځه یا ننګرهاری د مومندو ، باجوړ ، اشنغر او یوسفزو په سیمو کې ویل کیږی او په دې لهجه کې (ښ او ږ ) غږونه د (خ او ګ ) په څیر ویل کیږی.
پوهاند ریښتین د فرعي لهجو په اړه وایی:« چی د پښتو ژبې فرعي لهجې ډیرې او مهمې یې دادي( وزیرۍ لهجه ، د خټکو لهجه ، کاکړۍ لهجه ، د احمدزیو لهجه ، د وردګو لهجه ، د اپریدو لهجه ، د مومندو لهجه او د شینوارو لهجه.)»
د آوازونو په برخه کې د مهاجرتونو اغېز:
ـ بدلون: د فونیم او ګرافیم په برخه کې هم مهاجرت پر پښتو ژبې اغیز لرلی دی. اوس مهال پښتو ژبه تقریبا څلویښت غږونه یا فونیمونه لري چې په دې کې یې اته اصلي غږونه دي ( ټ ، ډ ، څ ، ځ ، ړ ، ږ ، ښ ، ڼ ) چې دې اصلي غږونوکې ( ټ ، ډ ، ړ ، ڼ ) په پښتو او هندی ادب کې ګډ دی او (ځ ، څ ، ږ ، ښ ) په پښتو او روسي ژبې کې ګډ دي لس فونیمونه خاص عربی توری دی چی پښتو ادب ته راغلی ( ث ، ذ ، ح ، ص ، ض ، ط ، ظ ، ع ، ف )
او څلور نورفونیمونه خاص په پښتو او دري ژبو کې دی (پ ، چ ، ژ ، ګ ) او پاتې نور فونیمونه په دري عربي او پښتو ژبو کې ګډ دي . چی ددې غږونو د ګډوالی علت همدا مهاجرت دی .
د ګرافیم په برخه کې مهاجرت دومره اغیزه کړی چې د پښتو ژبې ټول ګرافیمونه د عربي ژبې پر بنسټ لیکل کیږي.
ساتنه: د دومره بدلون په څنګ کې پښتو ژبې د نورو ژبو کلمې د خپل فونیمیک چاپېریال تر اغېزې لاندې هم راوستي دي، لکه ناتو، ناټو، انترنت، انترنټ، سګرت، سګرټ په شکل تلفظوي.
د لغتونو په برخه کې د مهاجرتونو اغیز:
سره له دې چې پښتو ژبه په نړۍ کې یوه له هغو ژبو څخه ده چې تر اوسه ډیره سوچه پاتې ده؛ بیا هم د مهاجرتونو او ځینو نورو سیاسي اقتصادي، تولنیزو او فرهنګي راکړې ورکړې په واسطه د ځینو نورو ژبو لغتونه هم پښتو ژبې ته راننوتي دي او د پښتو ژبې ویونکي یې داسې کاروي لکه خپل اصلي وییونه یې چې وي.
پښتو ژبې ته ډیر پور وییونه له : عربي ، روسي ، دري ، انګریزي ، فرانسوي ،ترکي ، ایټالوي ، هندي لاتیني او نورو ژبو څخه راغلي دي. دا لغتونه که له یوې خوا د ژبې سوچه والۍ کم رنګه کوي؛ له بلې خوا د یوې ژبې لغوي خوا هم بډایه کوي او ورسره یو ځای ټولنې ته هم پرمختګ ورکوي، ځکه چې نوي وییونه هغه وخت یوې ژبې ته راننوځي کله چې یو نوی شی یا پدیده کشف شي. ځينې له دې لغتونو څخه عبارت دي له:( اسلام، مور،څوکۍ، چای جوش،پتنوس،جرګه، اولس، بېرغ او داسې نور.)
د اصطلاحاتو په برخه کې د مهاجرت اغېز:
- د اصطلاحاتو پور اخیستل: یو له هغو اغیزو څخه چې مهاجرتونو پر پښتو ژبې باندې رامنځته کړي دي هغه دادي چې د نړۍ له بیلابیلو ژبو څخه ګن شمیر اصطلاحات پکې را دننه شوي دي. لکه : کمپیوټر، سینما ، قافیه ، ادب ، ادیب ، شعر ، انټرنټ ، کیمیا ، فزیک ، موبایل او داسې نور
- ۲- د اصطلاحاتو لېږد: سره له دې چې په پښتو ژبه کې ګڼ شمیر اصطلاحات له نورو ژبو څخه را دننه شوي دي، پخپله د پښتو ژبې اصطلاحات هم نورو ژبو ته لېږدول شوي دي د بېلګې په ډول د ولسمشر ،ښاروال ، څارنوال ، پوهنتون ، پوهنځی ، او داسې نور اصطلاحات دري او ازبکي ژبو ته لېږدول شوي دي.
د ترکیبونو په برخه کې د مهاجرتونو اغېز:
سربیره پر نورو برخو مهاجرتونو د ترکیبونو په برخه کې هم پر پښتو ژبې خپل اغیز رامنځته کړی دی. موږ سلګونه داسې ترکیبونه لرو چې پښتو نه دي، بلکې له بلې ژبې ژباړل شوي دي دغه ترکیبونه له یوه اړخه پښتو نه دي او ژبه یې بې خونده کړې له بل اړخه ډیر کله بله مانا ورکوي لکه :(صورت نیولی / صورت موندلی، پرلار اچول، د پای ټکی ایښودل، اړیکه نیول،تصمیم نیول او داسې نور)
په ژباړل شوو آثاروکې موږ کله کله له دا شان ترکیبونو سره مخ کیږو. د بېلګې په ډول د صورت نیولی ترکیب د فارسي ژبې ( صورت میګیرد ) کټ مټ ژباړه ده هغوی چې ژبه یې سوچه پاتې ده يا په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي هیڅکله ( صورت نیولی ) ترکیب نه کاروي . پر پښتو ژبې له فارسي ژبې د ژباړی دا ډول اغیز ډیر دی موږ یې دلته ځینې بیلګې راوړو .
در باره بت های بامیان تحقیقات جدیدی صورت ګرفته است .
د بامیان د بتانو په اړه نوو څیړنو صورت نیولی دی .
در زمینه تهیه اب پاک پیشرفت های زیاد صورت گرفته است .
د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې زیات پرمختګونه صورت نیولی دی .
دغه ډول ژباړې ډیرې دي موږ پر همدغه بسنه کوو چې له بده مرغه زموږ ژبه یې مصنوعي کړې او زیان یې ورته رسولی دی ددې لپاره اسانه ده؛چې ووایو ( نوې څیړنې شوې دي ) یا (پرمختګ شوی دی )
د پښتو ګرامر په برخه کې د مهاجرت اغېز
پښتو ژبه ډېری وخت د حاکمې ژبې تر اغېزې لاندې راغلې او جملې یې د بلې ژبې د ګرامري سیستم تر اغېز لاندې ژباړل شوي دي لکه:
ناکره ( پارسي ځپلې پښتو )
د سولې د پاره تدابیر اتخاذ کول
ته چیرته پاتې کیږی ؟
په کابل کې خپل ژوند په سروړي .
کره پښتو جملې .
د سولې لپاره لارې چارې غوره کول .
ته چیرې اوسې ؟
په کابل کې خپل ژوند تیروي .
د پښتو ادب په برخه کې د مهاجرتونو اغېز:
پر پښتو ژبې او ادب هم مهاجرت خپله اغیزه اچولې ده داسې چې ډیر فورمونه او ادبي ژانرونه له نورو ژبو او ابیاتو څخه پښتو ژبې او ادب ته راغلي دي. لکه له عربو سره د مهاجرت او نورو راکړې ورکړې په ترڅ کې دیارلس ادبي فورمونه زموږ شعري ادب ته راننوتي دي، چې هغه عبارت دي له (غزل ، قصیده ، مثنوي ، مثلث ، مربع ، مخمس ، مسدس ، مسبح ، مثمن ، معشر ، ترجیح بند ، ترکیب بند او مشجر .)
همدارنګه په اوسني عصر کې هایکو شعر له چینایي ادبیاتو څخه او سپین شعر یا ازاد شعر له غربي نړۍ او ادب څخه پښتو ادب ته راغلي دي.
مهاجرت نه یوازې د ادب په نظمي برخه کې پر پښتو ادب اغیزه اچولې ده ، بلکې په نثري ادب کې یې هم خپل اثرات رامنځته کړي دي . لکه لنډه کیسه اردو ادب څخه، ناول له لاتیني ژبې څخه، رومان له فرانسوي ژبې څخه او ډرامه له یوناني ژبې څخه پښتو ادب ته راغلې ده.
په تعلیمي ډګر کې د مهاجرتونو اغېز
حاکمې ژبې تل پر پښتو ژبه اغېز رامنځته کړی او ډېری پښتانه دننه په خپل هېواد کې او هم په مهاجر شویو هېوادونو کې پر خپلې مورنۍ ژبې له تعلیمي حق څخه محروم پاتې دي.
همدارنګه دا چې زموږ په هېواد کې تل فارسي ژبه په سیاست کې دخیله ده، ډېری پښتانه هم هڅه کوي چې سیاست ته مخه کړي او په وجه یې خپله ژبه او خپلې ژبې ته خدمت کول هېروي.
څو ژبیز چاپېریال رامنځته کول:
د دې له پاره چې هر هېواد زموږ په مورنۍ ژبې خبرې نه کوي، نو هر کله چې پښتانه بل هېواد ته ځي، دوی په بهرني چاپېریال کې د حاکم هېواد ژبه وایي او دننه په کورني چاپېریال کې خپله ژبه وايي، چې په دې توګه مهاجرت د څو ژبو زده کړې مهارت پياوړی کوي.
یا هم ځينې کورونه د بهرني چاپېریال تر اغېز لاندې راځي او ورو ورو خپله ژبه هېروي.
د ژبې مطرح کېدل:
د پښتنو له مهاجرت سره د پښتنو ژبه، فرهنګ او کلتور نړیوالو ټولنو ته هم لېږدول شوی دی. ډېریو پښتنو لیکوالانو ګڼ شمېر آثار رامنځته کړي او ترڅنګ یې ډیری پښتو آثار نړیوالو ژبو ته ژباړلي دي، چې په وجه یې د پښتنو له ژبې او ادب سره نړیوال آشنا شوي او ډېری مستشرقین د دې لېوال شوي چې د پښتو ژبې په برخې کې لا ډېرې څېړنې ته دوام ورکړي.
۱ ـ آریانا دایرة المعارف (۲۰۱۷ م / ۱۳۹۶ ه . ش) . شپږم ټوک . کابل : احمد مطبعه
۲ـ اورمړ ،خلیل الله (۱۳۸۴ ه . ش) . کابل مجله :۱۵ګڼه(۱۴۵-۱۴۷مخ). کابل :د افغانستان علومو اکاډمي
۳- زیار،مجاوراحمد (۱۳۸۶ ه . ش ) . لیکلارښود ( یوه پښتو – کره پښتو ) . پیښور : دانش خپرندویه ټولنه
۴ـ شیرزاد ، پښتون آقا ( ۱۳۸۸ ه . ش ) . ادبي ځیلونه او لومړنۍ لیکوال . کابل : اسد دانش مطبعه
۵ـ غوربندی ، میراجان (۱۳۹۴ ه . ش ) . لکسیکالوژي ( لغت پوهنه ) . کابل : نامی انتشارات
۶ـ وحیدی ، اسد الله ( ۱۳۹۶ ه . ش ) . پر پښتو نثر د ژباړې اغیز . کابل : اکسوس کتاب پلورنځی