ژباړه: حامد بهیر
لیکوالي یو ستایل شوی هنر دی، چې هر سواد لرونکی انسان دا اړتیا لري چې په یو ډول دغه هنر ته لاسرسی ولري.
لومړی د پوهې او استعداد د لرلو لپاره، باید لاندې باید او نه باید ته قایل شي.
باید:
د لیکوالۍ اخلاق مراعات کړو؛ یانې هغه څه چې غواړو ویې لیکو، پرې متعهد شو او له هر ډول دروغو، تور تړلو، یو چا یا یوې ډلې ته له توهین کولو څخه او بدلې اخیستلو څخه ډډه وکړو.
د خلاقیت لپاره فکر رامنځ ته کړو او د خپلو خبرو په ځای د نورو د خبرو کولو نه ډډه وکړو او که څه مو له نورو نه زده کړې وي باید د امانت داری اصل ته په کې ژمن واوسو.
صاف، ساده او ښکاره ولیکو؛ خو په یاد مو وي چې د لیکلو په وخت کې ساده لیکل د سطحي لیکلو او یا د عامیانه لیکلو په مانا نه دي؛ بلکې ساده لیکل همغه ژوره لیکنه ده، چې لوی لیکوالان لکه بالزاک، پاسکال، داستایفسکي، صادق هدایت، جلال ال محمد، ره نورد زریاب، سپوږمۍ زریاب او … له هغې نه کار اخیستی.
نوښت لرونکي شو؛ نوښت په سبک او د لیکوالۍ په اصولو کې حتمي دی؛ خو نوښت هغه وخت رامنځ ته کولی شو چې موږ د لیکوالۍ په برخه کې تجربه ولرو.
نه باید:
کلي خبرې ونه کړو؛ «ژرژ سازنده» وایي چې: کلي خبرې کول د لیکوال د هنري لید قاتلې دي او رښتینی هنر هغه دی چې جزیات په کې انعکاس شوي وي.
د کلمو د ریسمان بازۍ نه ډډه وکړو؛ د کلمو ریسمان بازي یانې د کلمو اوډل، د هغو په مانایي ارایو او ظرافتونو له پوهېدلو نه پرته، چې د لیکوالې د تجربې د کمښت او ناپوهۍ له امله د لیکوالۍ په پروسه کې منځ ته راځي، باید له هغې څخه لرې و اوسو او د هرې کلمې مانا ته په کتو یې وکاروو.
د لیکوالۍ پر مهال باندې رښتینولي له یاده ونه باسو؛ صداقت په هر کار کې، په ځانګړي ډول د لیکوالۍ په برخه کې، یو ستایل شوی کار دی؛ ځکه چې ددې مورد رعایت د لیکوالۍ او لیکوال په وړاندې د باور د رامنځ ته کېدلو لامل کېږي، شخصیت ته یې وده ورکوي او د مخاطبینو دایره یې پراخوي.
له پرله پسې لیکلو او ویلو نه لاس وا نه خلو او دا دوه کارونه د ځان عادت وکرځوو؛ ځکه لیکل او لوستل یو له بل سره اړیکه لري. لوستل مو د لغتونو زېرمه او لیکل مو تجربه زیاتوي.
د لیکلو لپاره انګېزه له یاده ونه باسو؛ که تاسې د یوه ساده مطلب د لیکلو لپاره انګېزه یا هغه څه چې «د لیکلو احساس» ورته وایي، ونه لرئ، هر څومره چې ولیکئ، د کاغذ پر مخ د تورو لیکو پرته به بل څه نه وي.
د لیکلو لپاره انګېزه هغه وخت پیدا کېږي چې موږ د هر مفهوم، پدېدې او کتنې په پېژندنه کې له دقت نه کار واخلو او تفکر مو پرې ضایح کړو؛ یانې د لیدلوري عادي ډول مو، د هغه څه په اړه چې په شاوخوا کې مو دي، بدل کړو او د «سپهرې» په خبره « سترګې مو ومینځو او په یو بل ډول هستۍ او مفاهیمو ته وکورو».
لمن لیک:
×ژرژر ساند، د فرانسې مشهور لیکوال.
د کلمو سره ریسمان بازي، په رښتیا سره همغه د کلماتو اوډل دي او یو اصطلاح ده د «داریوش اشوري» د «عرفان و رندی در شعر حافظ» په کتاب کې.
سترګې باید ومینځو
یو بل ډول باید وګورو. (د اوبو اواز، سهراب سپهري)