څېړونکی: قیام الدین حکیمي
لنډیز
دغه څېړنیزه مقاله چې(د ګل رحمن رحماني په ښکلا ناول کې د کرکټرونو څېړنه) تر سرلیک لاندې ده، د کرکټرونو په پېژندنه پیل شوې ده، کرکټر یو یا څو کسان دي، چې ناول یا لنډه کیسه له اول نه تر پایه پورې پرې راڅرخي، چې په دې مقاله کې ما د ښکلا په ناول کې د کرکټرونو هر اړخیزه څېړنه په دوه برخو کې ترسره کړې ده، لومړی مې په هغو کرکټرونو بحث ترسره کړی دی، چې زموږ د ټولنې سره برابر او ما مثبت کرکټرونه بللي دي او په دویمه برخه کې مې په هغه کرکټرونو باندې بحث ترسره کړی دی، چې کړنې يې زموږ د ټولنې سره برابرې نه دي او ما د منفي کرکټرونو په نوم نومولي دي، چې له دې څېړنې مې موخه په پښتو ادب کې د کرکټرونو د څېړنې لمنې ته پراختیا ده، چې د څېړنې ډول مې کتابتوني دي او د متن سپړنې له روش مې ګټه پورته کړې ده.
کلیدي کلمې: کرکټر، مثبت اړخ، منفي اړخ، ناول.
سریزه
د اوسنیو مخکښو ناول لیکونکو له ډلې څخه یو هم ګل رحمن رحماني دی، چې د ځانګړې ونډې حقدار ګڼل کېږي او ناولونه یې له رنګارنګ پېښو څخه ډک دي، چې د ټولنې بېلابېلې پېښې او حالات يې پکې انځور کړي دي، ما د نوموړي د ناولونو له ډلې د ښکلا په نوم ناول ولوست، خوښ مې شو او ومې غوښتل چې د یاد ناول په کرکټرونو څېړنه وکړم، ترڅو د دې ناول مثبت او منفي کرکټرونه په کې په ډاګه کړم، کرکټر په ناول کې هغه کسانو ته ویل کېږي، چې ناول پرې راڅرخي، کله چې مې د ښکلا ناول په کرکټر څېړنه پیل کړه، نو په دې ناول کې عجیبې مثبتې او منفي پېښې مخې ته راغلې، چې ځینې بېلګې مې په دې مقاله کې ترې ځای کړي دي، البته باید یادونه وکړم، چې د مثبت کرکټرونو څخه موخه هغه کرکټرونه دي، چې د ټولنې سره په هر اړخیز ډول ورته وي او د منفي کرکټرونو څخه موخه هغه کرکټرونه دي، چې کړنې او حرکات يې زموږ د ټولنې د ارزښتونو سره سمې نه وي.
دڅېړنې ارزښت
۱. په ناول کې د کرکټر د مثبتو اړخونو رابرسېره کول.
۲. په ناول کې د کرکټر د منفي اړخونو څرګندول.
۳. د ښکلا ناول د کرکټرونو هر اړخیزه سپړنه.
دڅېړنې موخې
۱. د مثبتو او منفي پېښو پېژندل.
۲. مثبتې پېښې له منفي پېښو څخه جلا کول.
۳. د ګل رحمن په ناول کې د کرکټرونو شنل.
دڅېړنې پوښتنې
۱. کرکټر څه ته وایي؟
۲. مثبت کرکټر څه ډول کرکټر دی؟
۳. د مثبت او منفي کرکټر ترمنځ توپیر په څه کې ده؟
۴. کرکټرونه په څوډوله دي؟
دموضوع شالید
د ګل رحمن رحماني د ښکلا ناول په کرکټرونو مخکې کومه څېړنه ترسره شوې نه ده او په دې موخه او بڼه دا لومړنۍ څېړنه ده.
دڅېړنې کړنلاره
د موضوع د سرلیک له ټاکلو وروسته مې ورته ذهني خاکه او اډانه جوړه کړه، بیا مې ورته له کتابونو مواد راټول کړل، له هغې وروسته مې د کرکټر پېژندنه وړاندې کړه او ورسره مې مثبت او منفي کرکټرونه هم په ډاګه کړل، بیا مې د ګل رحمن رحماني په ښکلا ناول کې مثبت او منفي کرکټرونه پیداکړل او هره بېلګه مې د تشریح او وضاحت سره وړاندې کړه.
دښکلا په ناول کې د کرکټرونو(پرسوناژ) شننه
په اوسنیو ناول لیکونکوکې ګل رحمن رحماني دځانګړې ونډې حقدار ګڼل کېږي او په رښتیا یې خپل ناول ته داسې کرکټرونه ورکړي دي ، چې په نورو ناول لیکونکو کې په ندرت سره تر سترګو کېږي، کله چې مې د نقد په نظر د ګل رحمن رحماني ښکلا ناول ولوست، نو تر ډېره د ټولنې د ارزښتونو سره سم لیکل شوی دی، یوازې دوه داسې کرکټرونه په کې مخې ته راغلل چې زموږ د ټولنې ارزښتونو سره برابر نه وه، د نوموړي د مناسبو کرکټرونو د کارونې ځانګړنه ده، چې رحماني له ډېرو نورو لیکوالو څخه رابېلوي او د نورو څخه یې ځانګړنه په همدې باب خوندي ده، چې د کرکټرونو ثبوت او رنګیني یې له ورایه څرګندېږي.
د رحماني په ښکلا ناول کې د نورو ښکلاو تر څنګ د ښایسته کرکټرونو بېلګې خوندي دي، چې زه به د دې مقالې په سرته رسولو سره هم تر خپله توانه دا بېلګې تاسو ته وسپړم، چې ورسره به زما لنډه څېړنه بشپړه شي او همدارنګه به په پښتو ادبیاتو کې د کرکټر څېړنې برخه هم غني شي.
ددې دپاره چې دغه څېړنه په سم ډول ترسره شي، لومړی غواړم چې لوستونکو ته کرکټر وروپېژنم.
کرکټر: (( دا هغه کسان دي چې ناول پرې را څرخي، په دوی کې دوه تنه یو اتل او بله اتله وي او نور ټول هغه لوبغاړي دي چې ځینې ځایونو کې اصلي او ځینو ځایونو کې یې د ناول فرعي برخې پر مخ روانې کړې وي.
په ناول کې په اصلي کرکټرونو برسېره فرعي کرکټرونه یا کردارونه هم وي، چې داصلي کرکټرونو په شاوخوا څرخي دا فرعي کرکټرونه ځینې په واقیعت کې د اصلي کرکټرونو د وړاندې تګ او ځینې یې د کیسې دبشپړولو او پایلې ته د رسولو له پاره وي)).( رشیدي ، ۱۳۹۷، ۹۸ ـ ۹۹م).
دا چې زما دغه څېړنه د کره کتنې بڼه لري، نو لومړی کره کتنه درپېژنم او بیا به په مثبتو او منفي کرکټرونو باندې بحث وکړو.
د کره کتنې لغوي پېژندنه: (( کره په پښتو کې د سم، پوره او بشپړ په مانا کارول کېږي، چې ضد مانا یې کوټه او نیمګړې ده او کله د ناسم په مانا هم استعمالېږي او کتنه د لیدو په مانا ده )) ( همکار، ۱۳۹۵، ۱م )
د کره کتنې اصطلاحي پېژندنه: (( د کره کتنې اصطلاح عامه ده ، هر څوک کولی شي ، چې د ژوند په هر اړخ کره کتنه وکړي او د ادبي کره کتنې ګڼ تعریفونه شوي دي، چې یو له هغو نه دادی:
په موزونه او مناسبه توګه د یوې ادبي ټوټې ښکلا او بدرنګي په ګوته کول او په اړه یې ټاکلې پرېکړه کول دي )) (همکار، ۱۳۹۵، ۲م)
اوس د ښکلا ناول د کرکټرونو څېړنې ته راځو، لومړی به په مثبتو کرکټرونو باندې بحث ترسره کړو او وروسته به د منفي کرکټرونو بحث ته ولاړ شو.
۱- د ښکلا په ناول کې مثبت کرکټرونه (پرسوناژ)
د ښکلا د ناول اصلي کرکټرونه سلطان او ښکلا ده، چې په لاندې کرکټر کې د سلطان پلار د تربګینۍ او کینې ډکو خبرو باندې خپله څېړنه پيلوو:
((زموږ او دهغوی دکورنیو ترمنځ ان له هغه مهاله د تربګنت او دښمنۍ تور دېوالونه ولاړ و او یو دبل سره مو خبرې نه کولې د هغوی د دروازې او کوڅې په مخ کې به له تېریدو سره هم زما پلار غوږونه را باندې تاوول او په زوره به یې راته ویل [[وه ځوانیمرګ شې تربور دې دی!]] )) (رحماني،۱۳۸۹، ۷ م)
رحماني په پورته پرګراف کې داسې کرکټر راوړی دی، چې په پښتني ټولنه کې دغه کړنه شتون لري، چې د تره زامن په خپل منځ کې کینه لري او یوبل سره په خپلو کې جوړ نه وي، په دې کینه او بغض کې دې حد ته هم رسېږي چې خپل زامن د هغوی د دروازې سره هم نه پرېږدي او د تربورولۍ خبره خو په پښتنو کې ډېره ده، نو باید هرڅوک له دغه ناوړي عمل څخه ډډه وکړي.
((دهغوی دا شکونه هم بې ځایه نه وو زه په ښکلا له زړه مین وم هغه یوه داسې نجلۍ وه چې د
یوه کلیوال ښایست ټولې ځانګړتیاوې او صفتونه په کې را جمع وو)) (رحماني، ۱۳۸۹، ۷ م)
په دغو پورته کرښو کې رحماني له زړه مینېدل راوړي دي، واقعاً زموږ او ستاسو په ټولنه کې له زړه مینېدل شته په ځانګړې توګه په پښتني ټولنه کې په یوه نجلۍ له زړه مینېدل ډېر دي، په دغه مینه کې دې حد ته هم رسېږي چې یو ده بل لپاره له ځان نه هم تیرېږي.
((یوه ورځ په ټولګي کې ناست وو چې د فلسفې استاد ټولګي ته را ننوت ، هغه که څه هم په موږ رسمي ساعت نه درلود. خو کله کله به راغی او زموږ د ټولګي والو سره به یې اوږده بحثونه کول، هغه بوډا وو، لویه سپینه ږیره ، اوږدې څڼې او وچه کلکه څېره یې لرله ، چې د فلسفې په برخه کې یې په کوم بهرني هېواد کې زده کړه کړې وه.
خو نجونو د رحمن بابا نوم پرې ایښی وو، یوه ورځ د یوې له خولې نه ناڅاپي هغه ته همدغه د رحمن بابا کلمه ووته استاد ورته څه و نه ویل خو خپلې یوې بلې ملګرې دومره سپکه کړه چې بیا یې کله هم دا نوم ورته وانه خېست)) (رحماني، ۱۳۸۹، ۱۱ م)
په پورته پراګراف کې که موږ ځیر شو، نو د انځور برخه په کې ډېره غښتلې ده، رحماني د فلسفې استاد څېره په الفاظو کې داسې انځور کړې ده، چې سړی فکر کوي، عملاً دا استاد ګوري، بله خبره په کې د ناسمو دود ده، چې زموږ په ټولنه کې د تحقیر او سپکاوي په موخه په خلکو بېلابېل نومونه ایښودل کېږي، چې ډېری وخت بیا همدا نومونه په جنجالونه هم اوړي.
((څلورمه ورځ په کوټه کې تلویزون ته غځېدلی وم، په یوه خپرونه کې په کلو او اطرافو کې د روغتیایې وضعیت په اړه رپوټ وړاندې کېده، چې کورونه یې کټ مټ زموږ د کلي غوندې وو، یو کلنیک یې ښوده چې ښځې ورته کلکې ولاړې وې دوه درې نجونې هلته ځانته ولاړې وې او یو بل سره یې خبرې کولې خو د کمرې نه یې مخونه پټ کړي وو)) (رحماني، ۱۳۸۹، ۹ م)
رحماني په پورته کرکټر کې زموږ د ټولنې ډېر ښه انځور وړاندې کړی، چې هغه حیا او له نامحرم څخه د مخ پټوالی دی، په رښتیا سره هم پښتانه ډېر حیاناک خلک دي او په ځانګړې توګه پښتنې پېغلې د نورو ټولنو له پېغلو څخه ډېرې حیاناکې دي او تل ځانونه په پرده کې ساتي او د خپلې کورنۍ پت او عزت په نظر کې نیسي.
((ګورم چې دجومات دروته یوه ښځه چې کوچیانۍ جامې یې په تن دي، له یوې وړې څلور کلنې نجلۍ سره ناسته ده، وړه ماشومه په خاورو کې خلی وهي او ښځه د جومات نه را وتونکو لمونځ کوونکو ته له هیلې او سواله ډکې سترګې غړوي)) (رحمنې، ۱۳۸۹، ۱۸ م)
رحماني په پورته کرښو کې د ټولنې بې وزلي ښودلې ده، په رښتیا سره هم زموږ ټولنه یوه بې وزله او غریبه ټولنه ده ځکه چې زموږ هېواد ډېر کړاونه تېر کړي دي او په هر کور کې کونډه او یتیم شته دی، نو دغه کونډه او یتیم د خپلې یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یو بل چاته لاس اوږدوي او ترې د لسو شلو روپو سوال کوي، نو باید موږ او تاسو د یتیمانو سمه پالنه او روزنه وکړو، چې په راتلونکې کې ترینه سم شخصیتونه جوړشي.
((بل اخره د سړک جوړونې په شرکت کې کار ورته پیدا کېږي او هلته ډبرې ماتوي یوه ورځ له ورځو نه ورباندې په غره کې کاڼی راولویږي لومړی یې ملا ماتیږي او بیا په یوه روغتون کې مري، مهاجره مجبوریږي چې د نفقې ګټلو لپاره سوال وکړي خو دا چې پښتنه ده سوال ورته ښه نښکاري او دا یې ضمیر نه مني چې د خاوند له مرګه دې وروسته چاته لاس اوږد کړي نو سمد ستي خپله اته کلنه لور په یو څو روپيو باندې پلوري او په اخره کې مهاجره پښتنه بې بې هم خپل ژوند له لاسه ورکوي)) (رحماني، ۱۳۸۹، ۳۷ م)
د پښتنې په دې کرکټر کې څو خبرې نغښتې دي، یو د مهاجرت ناخوالې دي، دویم د پښتنو ښځو غیرت دی، ورسره یو ناوړه دود چې کوچنۍ انجونو خرڅول یا واده کول دي، یادونه شوې ده، چې له دې ټولو خبرو د رحماني هدف د ټولنې دردونه د درملنې په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي.
(( دلته باید ووایم چې زما سره داسې الفاظ نشته چې د خپل پلار جان او ګرانې مورجانې ستاینه او مننه پرې وکړم هغوی زموږ د زده کړې لپاره خپل وطن پرېښود او بل وطن ته را مهاجر شول هغه زما د خورګانو او ورور جان لپاره خپله یوه برخه ځمکه هم خرڅه کړه ځکه هغوی په یوه خصوصي لېسه کې زده کړه کوله )) (رحماني،۱۳۸۹، ۴۳م)
په رښتیا سره هم مور او پلار ته خپل اولاد ډېر ګران وي او تل مینه ورسره کوي، د تل لپاره خپل بچي دې ته هڅوي چې درس او تعلیم وکړي او حتا تر دې چې د خپل اولاد لپاره ګران وطن هم پرېږدي او بل هېواد ته کډه کوي، د خپل اولاد د تعلیم لپاره خپله ځمکه هم خرڅه وي او له خپلو خپلوانو نه بل ځای ته ځي، زموږ په هېواد کې داسې پلرونه هم شته چې خپله وچه ډوډۍ خوري او خپل بچي ته پیسې پیدا کوي او درس ته یې هڅه وي، په رښتیا سره هم رحماني زموږ د ټولنې اړوند د ښه کرکټر نه یې یادونه کړې ده.
(( خو کله چې پنځه میاشتې وروسته د واده په ورځ زما ډولۍ د سلطان کورته روانیده پام مې شو چې د لومړي ځل لپاره مې د پلار جان سترګې له اوښکو ډکې وې هغه په ډېرو سختو ورځو کې هم نه وو ژړلي او نه هم دومره خفه وو )) ( رحماني، ۱۳۸۹، ۴۳ م)
په پورته کرکټر کې رحماني بیا هم د پلار مینه له خپل اولاد سره ذکر کړې ده، په پښتني ټولنه کې یو پلار د دنیا په بایلولو باندې دومره نه خفه کېږي لکه څومره چې په خپل اولاد پسې خفه کېږي او بله د پښتني ټولنې دا کلتور او رواج هم دی، چې هر کله ډولۍ پورته کېږي نو ناوې او تر څنګ یې نورې خپلوانې په ژړا ژاړي چې ورته د ناوې ژړا وایي.
(( خو زما د لېوره امان کونډې او هغه د دوو ماشومانو تنکیو څېرو دغه خوښي تر خپل سیوري لاندې راوستې وه که څه هم سلطان هره شېبه هڅه کوله چې دغه دوه ماشومان خوشحاله وساتي او له هر چا نه ور باندې ډېر پام وکړي )) ( رحماني، ۱۳۸۹، ۴۵ م)
افغانستان یو داسې هېواد دی چې خلکو يې ډېر کړاونه یې لېدلي دي او په هر کور کې کونډې او یتیمان شته، خو پښتانه له خپل اولاد نه هم د ورور په اولاد باندې چې ورته یتیم پاتې وي، ډېر پام کوي، چې دا یو اسلامي امر هم دی او خوږ نبي کریم ص هم د یتیمانو د پالنې لارښوونې کړي دي.
(( په همدې څلور لارې کې پراته وو یوې موسیسې راته خیمې او څه پلاستکي لوښې راکړل خو ژوند مو له له سوالګرو هم بد تر دی )) ( رحماني، ۱۳۸۹، ۴۹ م )
ګل رحمن رحماني په دې کرکټر کې د هېواد فقیري انځور کړې ده، په رښتیا سره زموږ د هېواد وګړي له نفقې څخه ډېر کمزوري دي د تل لپاره نړۍ والې موسیسې ورسره مرسته کوي، د دې کمزورۍ یو لوی لامل یې دادی چې زموږ ټولنه د زده کړې په کچه له نورو ټولنو څخه ډېره ټېټه ده او د دې ټولنې هر وګړی باید داسې زده کړه وکړي چې په راتلونکو کې د هېوادوالو د فقر غځېدلي لاسونه له نورو ټولنو رالنډ کړي.
(( ښه مې وبلله چې لومړۍ خبره له مور سره شریکه کړم ما هم همداسې وکړل مور مې په لومړي غبرګون کې راته په غوصه شوه بد رد یې راته وویل خو وروسته یې چې زما پریشاني او خفګان ولیدو په حالت کې یې بدلون راغی راته ویې ویل چې د همدې نجلۍ درک ولګوه زه یې ګورم که مې خوښه شوه بیا به کوښښ وکړم چې پلار دې راضي کړم )) ( رحماني، ۱۳۸۹، ۵۱ م )
په دې کرکټر کې د پښتنو یوې مهمې کړنې ته یې اشاره شوې ده، چې د پښتنو دود هم دی هغه کړنه داده هر کله چې یو پښتون ځوان واده کوي نو په دغه واده کې د ده د مور او پلار رضایت شرط وي او مور او پلار هم د اولاد لپاره مناسبه ټاکنه لري، داسې ځای يې کوژده کوي، چې ژوند يې ورسره په خوښۍ تېر شي، یوه بله خبره هم چې دلته شتون لري، هغه د حیا خبره ده، زامن د خپل پلار په مقابل کې د واده د انتخاب خبره کولی نه شي، نو ځکه میندې واسطه کوي.
د ګل رحمن رحماني د ښکلا ناول د پورته کرکټرونو وراخوا ډېر نور داسې ښکلي کرکټرونه او پېغامونه لري، خو دا چې زما د لیکنې لمن دومره پراخه نه ده، چې ټول راواخلم، نو په همدې اساس په مثبتو کرکټرونو بسنه کوم او د نوموړي د ناول د کرکټرونو هغه خواته ځم، چې زموږ د ارزښتونو سره جوړ نه دي او ما منفي کرکټرونه یاد کړي دي:
(( د ابراهیم بن ادهم جومات ته به د لمانځه لپاره د ښار هغه عمر خوړلي کسان را تلل چې د ژوند اوږدې تجربې یې پای ته رسولې وې )) ( رحماني، ۱۳۸۹، ۵ م )
د ښکلا ناول په دې کرکټر کې جومات ته یوازې د عمر خوړلو کسانو تلل یاد شوي دي، خو زموږ ټولنه الحمدالله یوه مسلمانه او اسلامي ارزښتونو ته ژمنه ټولنه ده، د ټولنې هر وګړی، که ځوان وي او که زوړ د لمانځه لپاره جومات ته ځي، حتا ماشومان هم د خپلو پلارونو سره جومات ته ځي او د جومات د ادابو سره بلد دي، ان تر دې چې خپلې لومړنۍ زده کړې هم له دې مقدس ځایه پیلوي، نو زما په اند لیکوال دلته د ټولنې د ژوند سره سم تللی نه دی او دا برخه يې باید په دې ډول لیکلې نه وای.
(( د اوړي د موسم په ماښامونو به چې هغوی ( ښکلا ) دوی په برنډه کې ناست وو نو ما به د بالاخانې د کړکۍ پرده کش کړه او له چولو به مې غلي غلي د ښکلا دوی انکړ ته ورکتل ښکلا به د ورونو او مور په مخ کې ناسته وه او د مور پښې به یې چاپي کولې )) ( رحماني، ۱۳۸۹، ۷ م )
زموږ او تاسو په ټولنه کې که د یو چا ښځه، خور او لور په لاره باندې روانې وي نو هیڅوک هم نه ورته ګوري ځکه چې د اسلام مبارک دین هم دغه کړنه ګناه بللې ده او د یو پښتون غیرت دا هم نه مني چې د یو چا ناموس ته دې وګوري، پاتي خو لا دا شوه چې له خپل کورنه دې د دوی کورته وګوري، زما هیله داده چې د ادبوال او د ناولونو لیکوالان دې د داسې ناوړه کرکټرونو په ځای هغه کرکټرونه او کړنې ځای کړي، چې زموږ د فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او د ځوانانو په روزنه کې ښه ثابت شي.
پایله
د موضوع له بشپړولو وروسته دا په ډاګه شوه ، چې د ګل رحمن رحماني په ښکلا ناول کې د کرکټرونو برخه ډېره ښکلې ده او د ده د ناول په لوستلو سره يې ښکلې بېلګې يې زړونو ته لاره پیدا کوي.
په دې ناول کې ډېری کرکټرونه زموږ د ټولنې سره سم دي، د کرکټرونو حرکات، کړنې او نومونې يې زموږ د ټولنې څخه اخېستل شوي دي.
بله خبره د ښکلا په ناول کې د انځور برخه هم غني ده، کله چې د یو کرکټر کړنې ګورو، د هغه انځور هم راته سترګو ته ودریږي، چې دا کړنه د لیکوال په ښه لیکوالۍ دلالت کوي. همدارنګه د پېغام برخه هم په دې ناول کې غښتلې ده، خو د یادونې وړ ده، چې دا ناول ځینې منفي کرکټرونه هم لري، چې په خپل ځای پرې بحث ترسره شوی دی.
اخځلیکونه
۱ـ رشیدي، جمشید.(۱۳۹۷ ل). ادب تیوري.کابل: نویسا خپرندویه ټولنه.
۲ـ همکار، محمد ابراهیم.( ۱۳۹۵ ل). ادبي کره کتنه. جلال آباد: د مومند خپرندویه ټولنه.
۳ـ رحماني، ګل رحمن.( ۱۳۸۹ ل). ښکلا (ناول). ګودر خپرندویه ټولنه.























































