لیکوالي هغه څه دي، چې د زدکړې لپاره یې پرله پسې تمرین او له هغې سره مینه او علاقه درلودل مهم دي؛ او هغه څه چې په لیڪوالۍ کې تر ډیره مطرح دي، هغه د فن او هنر پېژندل او بیا یې په عملي توګه په لیڪوال کې کارول دي.
لیڪوالي فن دی!
د لیکوالۍ فن یعنې دا چې څنګه ڪلمات په جمله کې په سم او منظم ډول وکارو او د ژبې سره یې د چلند په اړه وپوهیږو؛ بیا د جملو او کلمو روانوالی او د هغو تاثیر د خپل مخاطب په ذهن کې وګورو؛ د لیک په ژبه کې د کلمو په لغوي، اصطلاحي او سنتي مانا باندې ځان پوه کړو بیا جملې پرته له ابهامه د نورو کلمو او جملو تر منځ راولو؛ مطلب دا چې باید د لیڪوالۍ د اصولو سره بلد و.
لیڪوالي هنر دی!
په لیڪوالۍ کې یوه پېچلې موضوع دهغې هنریت ته یا هنري پړاو ته پاملرنه کول دي؛ دلته موږ خپل مطلب په هنري ژبه بیانو، خو مخکې له مخکې ورته کوم قالب او چوکاټ نلرو چې یې زده کړو، او د هغې په رڼا کې بیا د هنري ڪلماتو څخه د هنري متن په جوړولو کې استفاده وکړو.
ڪه څه هم موږ ته ادبي صنایع له مخکې نه تعریف شوې دي؛ خو موږ نشو کولای هغه د ریاضي دیوه فورمول په شڪل لیڪوال ته ور زده کړو چې هر ځای دا ډول استفاده ترې کوه؛ یا خیال جوړونه داسې وڪړه، او د استعارې، ایهام، تشبیه….. څخه داسې گټه واخله، او داسې منظر کشي وکړه لڪه څنګه چې درته ښودل شوي دي؛ خو هر لیڪوال په خپل هنري سبڪ او سلیقه چې د هغې د هنري ذوق او فکري تجربې زیږنده ده، او داستان، رومان، شعر، طنز، … یا په ټو له کې دمتن په تولید کې ترې استفاده کوي.
لیڪوالي هم فن دی هم هنر!
د لیڪوالۍ د فن پراخوالی او د هنري متن په جوړولو کې یې برخه اخیستل یو د بل لازم او ملزوم دي؛ او نشو کولای په یوازې ډول د فن یا هنر څخه استفاده وکړو، بلڪې دواړه د یوې سیکې دوه مخه دي، چې ادبي لیڪنې ته اهمیت او ښڪلا ورڪوي او په زړه پورې کوي يې لڪه دشعر شڪلي او معنوي خواوې.
د شعر په یوه تعریف کې راځي چې شعر شاعرانه جوش او کوښښ دی، د ژبنیو ګرامري اصولو له مخې د ژبې سمه کارونه او له شعر سره د تړلې لفظي او بدیعي پوهې لرل دي، چې تر ډېره کسبي اړخ لري، خو جوش او شور یې بیا احساس او د لفظي _ معنوي ارایې په مرسته یو انعکاس دی.
موږ که هر څومره احساسات او انګېزه په خپل ذهن کې ولرو بسنه نه کوي، تر څو چې د ژبنیو تخنیڪونو یا فن سره بلد نه و؛ او هغه د (مولوي خوبوړي) ته ورته یو!
“من گنگ خواب دیده وعالم تمام کر + من عاجزم ز ګفتن وخلق از خلق شنیدنش
پورته مثال موږ ته د فن او هنر الزامي والی په ادبي لیڪنو کې راښیي؛ مګر دلته پای ته نه رسیږي، بلڪې دلته د موضوع خوښونڪو او فورم خوښونکو د نظر اختلاف موجود دی، فورم خوښونکي وایي چې غوره موضوع په خپله د شڪل او فورم په واسطه رامنځ ته ڪیږي، او موضوع خوښونڪي بیا ژبه او د ادبي اثارو د جوړونې تخنیڪونه اصلي محور بولي او د فورم خوښونڪو په لیدلوري باندې نقد کوي.
په دې اړه قضاوت کول چې د کومې ډلې لیدلوری یا نظریه د منلو وړ ده، په دې لنډه لیڪنه کې نه ځاییږي؛ خو هغه څه چې دلته زموږ پام ځانته وراړوي، هغه د لیڪوالۍ د هنري او فني خواوو پېژندنه ده، او تر منځ یې هغه اعتدال او مساوي والی دی چې په لیڪوالی او ادبي متونو ڪې دی.