د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه له انګلستان لوبډلې وګټله او بریا یې د افغانستان په نوم کړه.
په نننۍ لوبه کې افغان ملي لوبډلې د انګلستان لوبډلې پر وړاندې د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د ۷ لوبغاړو په زیان يې سیالې لوبډلې ته ۳۲۶ منډې هدف ورکړ.
د لوبې په دويمه پاڼۍ کې د انګلستان لوبډلې د ۱۰ لوبغاړو په زيان په ۵۰ اورونو کې ۳۱۷ منډې جوړې کړې او د افغان ملي لوبډلې څخه يې د ۸ منډو او ۳ ویکټو په توپیر يې ماتې وخوړه.
افغان توپ اچوونکي عظمت الله عمرزي د غوره توپ اچونې پايله کې د سيالې لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول.
په نننۍ لوبه کې د افغان لوبډلې غوره توپوهنه ابراهیم ځدران وکړه او د انګلستانۍ لوبډلې پر وړاندې یې ۱۷۷ منډې جوړې کړې.
د ویلو ده چې افغان لوبډله به خپله درېیمه سیالي له استرالیا سره وکړي.