لیکنه: محمد صادق ودان
لیکوال او خبریال
هره ورځ له ګڼو پېښو سره مخ کېږو، چې هره یوه یې خپله یوه موضوع ده او د همدې موضوعاتو تر شاه له درده ډکې، خوشحال لرونکي، بوختوونکي او یا ښایي خندوونکي کیسې وي؛ خو مهمه دا ده چې ولیکل شي، ګټه هغه چا وکړه چې دا هوډ ورسره مل و، همدا دردونه ولیکي او مهمه دا چې د زړه په قلم یې ولیکي، لکه پائیلو کوئیلو چې مکتوب لیکلی او وږمې ورګ په ۱۶۰ پاڼو کې پښتو کړی دی. دې کتاب ته څو میاشتې په تمه وم، تر څو پښتو بڼه یې ولولم، تر هغه چې د کتاب یوې مخکتنې ته وبلل شوم او «مکتوب» کتاب ماته مخامخ اېښودل شوی و، نو د مخکتنې له پای سره سم مې راواخیسته. پر مکتوب اوږده لیکنه د دې کتاب هغه اصلي خوند له منځه وړی، نو دلته یې د «وحدت» او «وزر» کیسې له تاسو سره شریکوم، چې د دې کتاب روح تاسو ته انتقالوي.
وحدت
«مرید وویل: ټول استادان وایي چې روحاني خزانه په یوازېتوب کې د لټون له لارې تر لاسه کېږي، نو موږ ولې دلته یو ځای یوو؟
استاد وویل: یو ځای یئ، ځکه ځنګل د یوازې ونې په پرتله پیاوړی وي، ځنګل د توپان پر وړاندې مقاومت لري، ځمکه کښت ته برابر وي او نم ذخیره کوي،
خو د یوې ونې ټول قوت یې په ریښو کې دی او د یوې ونې ریښه هېڅکله د بل بوټي په وده کې مرسته نه شي کولی.
یوې موخې ته رسېدو لپاره د یو بل تر څنګ اوسېدل مهم دي ځکه دا ستاسې د هر یوه په وده کې مرسته کوي.»
ایرانی لیکوال، ډایرکټر او فلم ادا کار مهران مدیري چې د ایران په سینما کې ځانګړی ځای لري، وایي؛ «په هغه نړۍ کې چې موږ ژوند کوو، کلمو د ټوپک له مردکو ډېر انسانان وژلې دي.»
د ایران ارواپوه ډاکټر سید محمود انوشه بیا وایي: «انسانان د وخت تېریدل نه سپین ږېري کوي، بلکې انسانان یو بل په توهین، تحقیر او تهدید باندې سپین ږېری کوي.»
که کار ځای دی، که ټولنه یا هم کور او یا هم د ملګرو اجتماع هرې خواته چې ګام اخلو یو برچسپ درباندې وهل کېږي او دې ته دې نه پرېږدي چې له شېبې یا اوس څخه خوند واخلئ، خو دې ته هیله مندي شته چې انسانان دې پوخوالي ته ورسېږي چې په هر ډول نیوکې، بې احترامۍ او کړنې مات نه شي، بلکې اپوټه (برعکس) راپورته شي کالي ټک وهي او بیا حرکت وکړي. د مکتوب کتاب بل کیسه د زغم په اړه ده، چې د «وزر» تر نامه لاندې یې دلته د کتاب له کرښو را اخلم.
وزر
«یوه صحرایي افسانه ده چې یوه سړي غوښتل بل ځای ته کډه وکړي، د اوښ بارول یې پیل کړل، د کور فرشونه، د پخلنځي سامانونه او د کالیو صندوقونه یې بار کړل؛ اوښ لاهم ولاړ و.
کله چې سړي غوښتل حرکت وکړي، ناڅاپه هغه شین وزر وریاد شو چې پلار یې ورکړی و.
وزر یې راواخیست او د اوښ پر سر یې کېښود؛ خو په دې کار سره، اوښ توان بایلود او مړ شو، ښایي سړي فکر کړی وي چې زما اوښ د یوه وزر وزن ونه شوای زغملی، ځینې وخت موږ هم د نورو په اړه همداسې فکر کوو، هېڅ نه پوهېږو چې زموږ کوچنۍ ټوکه شاید هماغه څاڅکی وي چې د بل د درد او رنځ جام یې ډک کړی دی.»
دا د «مکتوب» کتاب دوه کیسې وې چې د بېلګې په توګه یې راوړل راته ښه ښکاره شول، خو په ټوله کې دې کتاب کې ۱۴۸ نورې کیسې هم شته چې په هره پاڼه کې یې الماس غوندې ځلېږي، لوستل یې هم ځکه چټک دی چې روان ژباړل شوی او هره کیسه په پای کې یو لنډ پیغام لري چې لوستل مو په مفهوم اخیستلو کې ډېر اسانه کوي.























































