د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې افغان لوبډلې د چمپینز ټرافي سیالیو د دویمې لوبې لپاره تمرینات کړي دي.
د کرکټ بورډ په فېسبوکپاڼه لیکل شوي چې دا تمرینات پرون په لاهور کې د کرکټ نړیوالې شورا په چمپینز ټرافي سیالیو کې د خپلې دویمې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه شوي دي.
ویل کېږي چې افغان کرکټ لوبډله به سبا چهارشنبې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د ویلو ده چې افغان لوبډلې تر دې مخکې په روان جام کې خپله لومړۍ لوبه د سویلي افریقا لوبډلې ته وبایلله.
بلخوا په ټولنیزو پاڼو ګڼ افغان کرکټ مینهوال له افغان لوبغاړو غواړي چې دویمه لوبه وګټي او بریا د افغانستان په نوم کړي.