یوه ورځ شاګر استاد ته راغی او ورته ویې ویل:
ما مې په ژوند کې ډېر کتابونه لوستي او له هغې نه مې چې کوم معلومات زده کړي، په یاد مې نه دي اوس نو ددې کتابونو د زده کړې ګټه څه شوه؟
استاد غلی وو او په همغه شېبه یې ځواب ورنه کړ.
څو ورځې وروسته استاد او شاګرد سیند په غاړه ولیدل. استاد هغه لوښی چې سوری سوری و، شاګرد ته ورکړ او ورته ویې ویل: ورشه او له سیند نه په دې لوښي کې اوبه راوړه.
شاګرد زړه نا زړه شو، ځکه دا کار بې ګټې ورته ښکاره شو؛ په سوري لوښي کې د اوبو راوړل تر ډېره ناشوني وو. خو دا چې نه یې شوی کولای د استاد له امر نه یې سرغړونه وکړي لوښي يې واخیست او د سیند په لور روان شوو.
هغه لوښی له اوبو نه ډک کړ، خو مخکې له دې چې څو قدمه لاړ شي اوبه د لوښي له سوریو نه په ځمکه تویې شوې.
هغه څو ځله هڅه وکړه خو پایله یې همغه وه، په پای کې ناهیلی د استاد په لور راغی او ورته ویې ویل: ما بایلل، ومې نه شوای کولای اوبه په دې لوښي کې وساتم، ما وبښه!.
استاد وخندل او په مهربانه لهجه یې وویل: نه تا ماتې نه ده خوړلې، لوښي ته وګوره؛ اوس په پوره ډول باندې پاک شوی، هر ځل چې له هغې نه اوبه تېرې شوې، د منځ نا پاکي يې پاکه شوې ده او مېنځل شوې.
همدا کیسه ستا او ستا له کتابو سره کېږي. ستا ذهن هم ددې لوښي په ډول سوري لري او کوم مالومات چې ته له کتابونو نه اخلې، د اوبو په ډول دي، ښایي ټول یې ستا په ذهن کې پاتې نه شي، خو ایا مهمه ده چې دا ټول مالومات ستا په ذهن کې پاتې شي؟
نه! بلکې مهمه داده چې کتابونه ددې سبب کېږي چې ستا د ذهن او روح پیاوړی کړي، هر ځل چې کتابونه لولې نوي فکرونه، احساسات او حقیقتونه تجربه کوې. کتابونه تاته بدلون درکوي او له تا نه یو نوی انسان جوړوي.