35 °c
Kabul
27 ° یکشنبه
26 ° دوشنبه
شنبه, جون 21, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    ټرمپ او نړیواله سوله

    ټرمپ او نړیواله سوله

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    د پیغمبر کتاب په اړه

    د پیغمبر کتاب په اړه

    مورنۍ ژبه

    مورنۍ ژبه

    د ادبي دورو د وېشنې میتودلوژي

    د ادبي دورو د وېشنې میتودلوژي

    لیکوالي؛ د افکارو او احساساتو د لېږد وسیله

    لیکوالي؛ د افکارو او احساساتو د لېږد وسیله

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د چتي کيسه | دوکتور اجمل ښکلی

    په وینا کې د ګړدود مدیریت

    په وینا کې د ګړدود مدیریت

    د فن او هنر توپیر په څه کې دی؟

    د فن او هنر توپیر په څه کې دی؟

    د غوټۍ کوچنی ټولګی کتاب خپور شو

    د غوټۍ کوچنی ټولګی کتاب خپور شو

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    انسان‌پېژندنه او د شخصیت پېچلتیا

    زما قلم، زما خاوره، زما مسوولیت؛ د یو ځوان د ژور بدلون کیسه

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د «ام» حیرانوونکې گټې

    د «ام» حیرانوونکې گټې

    د ګرجستان هېواد مشهور سوغات څه شی دی؟

    د ګرجستان هېواد مشهور سوغات څه شی دی؟

    ايا پوهېږئ چې لېمو بدن ته څومره گټور تمامېدای شي؟

    ايا پوهېږئ چې لېمو بدن ته څومره گټور تمامېدای شي؟

    نوې تکنالوژي ناپېژندونکې جعلي ویډیوګانې جوړولی شي

    نوې تکنالوژي ناپېژندونکې جعلي ویډیوګانې جوړولی شي

    ماشومان څه ډول په خبرو کولو ارام کړو؟

    ماشومان څه ډول په خبرو کولو ارام کړو؟

    د مرګ له خولې را ستنېدل

    د مرګ له خولې را ستنېدل

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

معنويت او ادبيات

POHAWAI Media by POHAWAI Media
مارچ 24, 2025
in ادبیات, کره‌کتنه
0 0
0
د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

د پوهنتون استاد، دوکتور اجمل ښکلی

0
خپرول
59
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دوکتور اجمل ښکلی

د تاريخ په اوږدو کې د معنويت او ادبياتو نېژدې؛ خو پېچلې اړيکه راغلې ده. دا اړيکه ثابته نه ده، بلکې د زمانې له غوښتنو سره اوښتې ده؛ نو پيل به د معنويت له تعريف وکړو.

معنويت د معنا او يت له عربي روستاړي نه جوړ دی او معنويات يې جمع ده، چې په مرکز کې يې د “معنا” ده. دا په شرقي فرهنګ کې د معنا اهميت ښيي.

د معنا په وړاندې لفظ دی. لفظ دال او معنا مدلول ده. زموږ په پخواني فرهنګ کې لفظ مازې لوښی دی، معنا اصل ده، چې له لفظ پرته هم وجود لري. لفظ پوستکی دی او معنا مغز دی؛ خو په اوسني تعبير دال او مدلول د يوې سکې دوه اړخه دي، چې د يو بل لپاره لازم و ملزوم دي.

د لومړيتوب دا معنا په پخواني شرق کې بيا بيا وينو، له حلاج نه واخله تر مولانا، حافظ او سعدي او له دوی نه تر بېدل او بيا تر خوشحال او رحمن بابا هر ځای د معنا راج وينو.

اقبال چې د شرق د پخواني تصور وروستی استازی دی، د شاعرۍ د دانا لوستونکي په اړه وايي، چې د غواص غوندې د الفاظ په پېچلتياوو کې نه ورکېږي، ځکه د غواص لټه سيپۍ وي، مرغلره نه.

د معنا د اهميت يو دليل دا هم دی، چې له فکر سره تړاو لري او فکر پخوانو ته مهم و، د مولانا خبره:

ای برادر تو همين انديشه ای

ما بقی تو استخوان و ريشه ای

خو څرنګه چې ديني فکر په هر څه خپور و؛ نو له معنا نه هم مقدسه مانا اخيستل کېده.

رحمن بابا چې د حضرت محمد(ص) ستاينه کوي؛ نو وايي:

په صورت کې آخرين دى پيدا شوى

په معنا کې اولين دى تر هر چا

دلته هغه ديني روايت بيان شوی، چې دا کاينات د رسول الله له مخه پيدا شوي ګڼي.

د معنا او معنويت يو بل مهم تړاو له تصوف سره دی. په تصوف کې د مادې په وړاندې مانا لومړيتوب لري. د انسان بدن ماده او روح يې مانا ورته دی، چې لومړی د بدن او دويم د لفظ په قفس کې بندۍ ده. روح له اله سره د پيوستون آرزو لري؛ خو بدني غوښتنې يې نه پرېږدي. د انسان بدن په ښو خوراکونو او اسايش پايي او جنسي الايشونه لري؛ نو صوفي له بدني غوښتنو سره مبارزي کوي او د زړه د صيقل کولو رياضت کوي.

روح ته د تصوف له لومړيتوب نه د روحانيت اصطلاح دود شوې، چې د معنويت هممانا ده؛ خو د کاروني له پلوه تر معنويت پخوانۍ ده. د دې دواړو اصطلاحاتو هممانيزتوب مو په پخواني فرهنګ کي د مانا او روح اهميت او هغه باطنيت ته متوجه کوي، چې پخوانيو ته يې لومړيتوب درلوده. رحمن بابا يو بل ځای د مانا دا لومړيتوب روښانه کړی دی:

چې نظر يې له صورته په مانا کړ

و رحمن و ته يکسان شو زشت و خوب

د تصوف موخه له خدای سره پيوستون وي؛ خو صوفي هله د دې جوګه کېدای شي، چې له بدني غوښتنو، په بله وينا له لوامه او اماره نفسه ځان خلاص کړي او په الهي خويونو متصف شي. يعني سخاوت، تېرېدنه، لورېينه، رحم، زغم، بښنه، تواضع او … ولري.

د اخلاقپوهنې په بنسټ د سخاوت په وړاندې بخل، غرور او … هم په اخلاقو کې راځي؛ خو دا له ديني پلوه د اهريمن خويونه ګڼل کېږي او د مثبو اخلاقو په وړاندې حاشيې ته کېږي، ځکه خو موږ اخلاق يوازې په مثبته مانا کاروو او څوک چي ښه خويونه ولري، هغه ته اخلاقي وايو.

په شرق کې اخلاق ديني رنګ لري او معنويت په اصل کې د همدغو اخلاقو ټولګه ده، چې انسان خدای ته ورنېژدې کوي؛ نو ځکه وايو، چې په پخواني معرفت او معنويت کې خدای په مرکز کې دی، چې له همدې امله عقبا او اخرت مهم دي او دا دنيا فاني ده.

اوس کې د معنويت د دې اجزاوو له زاويې وګورو؛ نو پخواني ادبيات په اصل کې د شاعر روحاني تجربه ده. پخپله د ادب نومونه هم ښيي، چې له ادبه د پخوانو موخه د خلکو مؤدب کول وو. يو تعبير د ادب د لفظ په اړه دا دی، چې دا له هذب نه اخيستل شوی، چې پخوا يې د ونو د څانګو د پرېکولو او منظمولو په مانا اخيسته. دا مانا يې راته د تهذيب په کلمه کې هم ښکاري او پخوانو له تهذيبه لومړۍ مانا د اخلاقي فضيلت اخيسته. رسول الله چې مدينې ته لاړ؛ نو له ځان سره يې پر عقيده سربېره لوړ اخلاق يوړل؛ خو د غربي ماډرنيزم په غوړېدو د مدنيت مادي مانا وځلېدله.

پخوا هم له معنويت سره په تړاو کې ادبيات دوه ډوله وو. يو هغه، چې د معنويت وسيله وو: رحمن بابا فرمايي:

کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي

اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي

دا ټول غزل د معنويت په خدمت کې دی؛ خو کله چې وايي:

ژوندی ځان په ځمکه ښخ کړه لکه تخم

که لويي غواړې د خاورو په مقام شه

په دې بيت او داسې نورو بېلګو کې بيا ادبيات او معنويت د سکې د دوو مخونو غوندې  نه بېلېږي. همداسې که د مولانا په شاعرۍ کې وګورو، هلته هم د مولانا لپاره ادبيات يوه روحاني تجربه ده او په اسانه د هغه له شاعرۍ معنويت نشو بېلولای.

پخوانو ته چې په ژوند کې معنويت مهم و، له ادبياتو يې هم ورته هيله درلوده او د شاعرۍ او نثر لويه برخه د لوستونکي اخلاقي روزنه وه، هغه که د ګلستان په بڼه حکايتي او روايي ادبيات دي او که واعظانه شاعري. اخلاق د هر شاعر په دېوان کې کې موندلای شئ. له روښاني ادبه نيولې د خوشحال تر شاعرۍ او له هغه نيولې د رحمن بابا تر غزلو هر ځای معنويت وينو. خوشحال په يوه څلوريزه کې وايي:

څوک چي عقبا غواړي، هغه مزدور دی

څوک چې دنيا غواړي، هغه مزدور دی

څوک چې مولی غواړي، له هغو ځار شم

هغه په دواړو کونو مسرور دی

په نولسمه پېړۍ کې غربي ماډرنيزم د دنياوي علومو په نيلي سپور له استعمار سره ختيځ ته راغی. په مادي امکاناتو سمبال په اوسنۍ معنا پرمختللي لويديځ ته له معنويته ډک شرق عجب فرسوده ښکاره شو او ورو ورو د ايډورډ سعيد خبره په ختيځپوهنه کې دا په يوه ټولنيزه کليشه واوښته، چې لويديځ پرمختللی او ختيځ وروسته پاتې او خرافاتي دی.

زموږ په فرهنګ دې نوي معرفت اغېز وکړ او ورسره د ادبياتو او معنويت مفاهيمو هم نوی رنګ واخيست. پخواني معنويت کې عرفاني رنګ درلوده، نوي معنويت عقلاني لباس واغوست. په پخواني معنويت کې که د خدای رضا او اخرت په مرکز کې وو، په نوي معنويت کې د فرد رضا او له دې لارې د ټولنې هوساينه او دا دنيا مهمه شوه؛ نو که لږ تر لږه په خپله شاعرۍ کې وګورو، د شلمې پېړۍ له پيل سره سم د ټولنيزې اصلاح په اړه ادبيات ايجاد شول. اصلاح هم نوې دنياوي مانا واخيسته او په ادبياتو کې د هېوادنۍ خپلواکۍ، علم د زده کړې، فکري ازادۍ، برابرۍ او داسې نور مفاهيم دود شول. په افغانستان او پښتونخوا دواړو کې دا بدلون تقريبا هممهاله راغی او بيا پسي لا ماډرن شو.

په ورپسې کلونو کي ټولنيز بدلون د اصل په توګه ومنل شو او له همدې امله په لوستونکو ټينګار وشو، چې نوښت وکړي؛ خو پخوانو بيا ويل، چې هغه مه کوه، چې مور و پلار دې نه کول. په پخواني ژوند کې له تحوله ثبات ډېر و، انسانانو په يو ډول مادي امکاناتو کې په پېړيو پېړيو ژوند کاوه؛ نو دا ناطبيعي نه ښکاري، چې خلک دې ثبات خوښ کړي؛ خو اوس چې هر نسل په خپل ژوند کې ګڼ تحولات تجربه کوي، په دې پوهېږي، چې بدلون څومره مهم دی.  

نو اطاعت او يقين د پخواني معنويت مهم توکي وو، چې د شلمې پېړۍ په اوږدو کې يې ځای انتقاد، بغاوت او شک ونيو. په اوسني معرفت کې شک اصل دی، چې نوي معرفت ته لار هواروي او د بشري ژوند د بدلون سبب کېږي؛ خو شک په دنياوي چارو کې.

که په خپله شاعرۍ کې يوازې د استاد پسرلي شاعرۍ ته سر ورښکاره کړو، د نوي معنويت ګڼ مثالونه پکې مومو. هغه راته وايي، چې د تار غوندې په پټه خوله په چا پسي مه ځه(ړوند تقليد مه کوه)، ستن به ځان ايستلی وي او تاره ته به پاتې يې. يا مو په لوړو غرونو شک ته رابولي، چې دا غرونه به لوړ وي، که شاوخوا به ناسته وي.

پخواني عرفاني او ديني معرفت کې دا ډول ديني خبرې که چېرته نادرې پيدا شي. که اوس د تواضع خبره هم کېږي، لومړۍ موخه يې دنياوي او د ټولنې سمون وي.

د معنويت او ادبياتو اړيکه پېچلې او د وخت په تېرېدو يې نوی نوی لباس اغوستی دی.

يادونه: د جمعې په ورځ د “معنويت او ادبيات” په سرليک په پرګار اکاډمۍ کې زما د خبرو ليکنۍ بڼه ده.

ټګونه: اجمل ښکلیادبیاتکره‌کتنهلیکواليمعنویت او ادبیات
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    نوومبر 6, 2024
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    جون 20, 2025
    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    جون 18, 2025
    انسان‌پېژندنه او د شخصیت پېچلتیا

    زما قلم، زما خاوره، زما مسوولیت؛ د یو ځوان د ژور بدلون کیسه

    جون 14, 2025
    د پیغمبر کتاب په اړه

    د پیغمبر کتاب په اړه

    جون 14, 2025

    وروستي خپاره شوي

    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    جون 20, 2025
    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    جون 18, 2025

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved