استاد ګل رحمان رحماني
اسمان ته لار د ختو نشته
لیلا مجنون په عاشقۍ ختلي دینه
که چېرته تاسې ته څوک وايي چې عمر بیخي د پرښتې په څېر دی، یا ډېوه پرښته ده، نو څوک نه درنه پوښتي چې پرښته څه وي یا پر پرښتو څومره باور لرې، یا دې کله پرښته لیدلې که نه؟ دلته پرښته یو ارکټایپ دی، د سپېڅلتیا، ښه والي مهربانۍ او معنوي ښکلا لپاره چې ټول ورباندې پوهېږي او ددې جملې مفهوم په اسانۍ درکولی شي.
ارکتایپ چې په انګریزي کې ورته Archetype وايي Arch یې د اصلي والي، ار، پخواني او رېښه لرونکي مانا لري او type بېلګې، مډل، قالب، ټیپ ته وايي چې زړه بېلګه یې ښايي مناسبه ژباړه وي. دا کلمه په بېلابېلو علومو او هنرنو لکه ارواپوهنه، ټولنپوهنه، فکر پوهنه، نندارلیک، داستان لیکنه او حتی اقتصاد کې کارېږي، خو طبیعي ده چې تعریف یې په هره برخه کې جلا مفهوم خپلوي او ورته والی په کې له منځه ځي.
ارکی تایپ له یوناني ارکه تیپوس کلمو څخه اخیستل شوې اصطلاح ده چې په یوناني ژبه کې د مډل، مثال یا بېلګې په مانا ده او له مخې به یې یو بل څه جوړېدل، په پښتو کې ورته ځينو لیکوالو زړ بېلګه ترکیب کارولی دی، د شخصیتي ارکي ټایپ موضوع لیدلوری هم د سویسي ارواپوه او متفکر ګوستاو یونګ پر تیوری ولاړ دی.
یو عمومي تعریف یې ښايي داسې سم وي: هغه الګو، مډل، فرد، توری یا بېلګه چې فکر کېږي نورې الګوګانې، مډلونه، افراد، توري او بېلګې یې بشپړ تقلید دی یا لږ تر لږه زیات ورته والی ورسره لري او هر وخت یې ورته د بېلګې په ډول کارولی شو.
ځان پېژندنه په ژوند کې د هر انسان لپاره تر ټولو مهم او اړین کار دی، څوک چې ځان پېژني، نو په ټول ژوند کې د هر څه لپاره غوره ټاکنه، پیاوړې او سالمې اړیکې، ښه موقف، پر نفس اوچت اعتماد او د پرمختګ لپاره ګڼې پرانېستې لاري لري.
یونګ -چې ډېر یې په ارواپوهنه کې د زیګمونډ فرویډ د نظریاتو بشپړوونکی بولي-د انسان د لاشعور یا د ذهن ناخوداګاه په اړه یې پراخه مطالعات کړي دي چې فردي او جمعي وېش یې مهم دی، جمعي میراثي بولي او د بشر د لومړني ژوند له دورو څخه چې د انسانانو په تاریخي حافظو کې ثبت ده او ټول په کې ښکېل دي، سرچینه اخلي.
ده د ارکي ټایپ موضوع په جمعي لاشعور کې د یوه انساني د شخصیتي اجزاوو د روښانتیا په موخه څېړلې ده او باور یې دا و چې ارکي ټایپونه د انسانانو عریزي او مورزېږدي افکار دي او هغو کړنو ته تمایل څرګندوي چې انسانان یې د مخکې ټاکل شوو الګوګانو مطابق تر سره کوي، ځکه نو جمعي ارکي ټایپونه په ټولو انسانانو کې سره ورته دي.
یونګ چې کله په انسانانو کې د ژوند پېښو تکراري والی او د عمومي والي بڼه وڅېړله، نو دې پایلې ته ورسېده چې په بېلابېلو فرهنګونو کې شته تاریخي افسانې په حقیقت کې د ښکاره تجربو د روشونو پر مټ د خلکو دروني تجربې نورو نسلونو ته لېږدوي او دا افساني یا کسې په ځلونو د نړۍ د هنر او ادبیاتو په بېلابېلو برخو کې مطرح شوې او زموږ د ژوند بڼه یې جوړه کړې ده، په دې ټولو کې ډېرې کمې اصلي یا نوې بېلګې شته، په حقیقت کې ټول د پخوانیو نسلونو تجربې دي.