ژباړه: حامد بهیر
لومړی – له بیړې نه ډډه
پوه او چالاک لیکوال هغه دی چې په لیکنه کې له بیړې نه ډډه کوي؛ ځکه په لیکوالۍ کې بیړه لیکنه سطحي او له ټمبلۍ نه ډکوي. په لیکوالۍ کې حوصله او دقت ددې لامل کېږي چې لیکنه مو لا ژوره شي.
دویم – د ذهني زه انعکاس
ذهني زه؛ یانې همغه اخیستنه چې د لیکوال په ذهن کې ده. بریالی لیکوال هغه دی چې، هغه څه چې په ذهن کې یې لري د کلیمو په واسطه د ژبې په هېنداره کې منعکس کړي؛ خو دا انعکاس لومړی د لیکوالۍ په برخه کې د لیکوال تجربې ته اړتیا لري؛ د لیکوال تجربه یانې د ژبې زده کړه ( د ژبپوهنې زده کړه، په کلمه او د هغې د کارونې په سم څرنګوالي پوهېدنه او په جملو کې په سمه مانا د کلمو کارونه ).
د رېیم – هغه څه چې نور نه شي لیکلای ولیکو
زیاتره لوستونکي ډېر څه په ذهن کې لري؛ خو دا چې د لیکوالۍ له فن او هنر سره بلد نه دي، نه شي کولی هغه ولیکي. بریالي لیکوالان هماغه دي چې هغه څه چې د لوستونکي په ذهن کې دي، په یو ډول او ظرافت باندې ولیکي، چې ګډ فکري یا همفکري هم ورته ویلای شو.
څلورم – د گډ احساس رامنځ ته کول
د گډ احساس رامنځ ته کول ( یو ډول احساس ) د ذهني پانګې او د لوستونکو د اخیستنې ترمنځ، د لیکوالې په پروسه کې یو له اثر لرونکو لارو څخه ده.
احساس جوړونه هغه وخت منځ ته راځي چې لیکوال د لیکوالۍ په برخه کې د پوره تجربې لرونکی وي او د لوستونکو په اړتیاوو پوه وي.
یانې و کولای شي چې د لوستونکي معنوي اړتیاوې او ظرافیتونه درک کړي او ددې په اړه فکر وکړي چې ایا د ذهني اړخه یې د لوستونکې اړتیاوې پوره کوي که نه.
باید په یاد مو وي چې د لوستونکي او متن ترمنځ ګډ حس هغه وخت منځ ته راځي چې لیکوال د لوستونکي ذوق او ژورې ذهني اړتیاوې وپېژني او وروسته په ښه ډول هغه ته په لیکنه کې انعکاس ورکړي.
لیکونکي اوسئ!