لیکوال: عصمت الله صالح
سره نېکټايي یې سیخه کړه، د تورې کورتۍ پاسنی کوچنی جېب یې په څټ کړ، د سپین یخنقاق لاندیني تڼۍ يې په پتلون کې ننویسته، د آیفون ۱۲ پرومکس روښانه ښیښه یې غوږ ته نږدې کړه:
“بس په لسو دقیقو کې در رسېږم، ویې ځنډوئ!”
په قد میانه، خو چاغ سړي په ښویو کاشیو چټک ګامونه واخیستل، د کوټهسنګي د مینهیار مارکېټ په شنه دروازه کې د قرطاسیې کړاچۍ ته ودرېد:
“هلکه هاغه «صفر پنج» راواخله. بېړه وکړه! “
ماشوم د قلمونو په کاغذي قوطي کې ګوتې ننویستې، یو یې ورته ونیو. چاغ سپینمخي سړي قلم جېب ته کړ، د کیڼ لاس مړوند ته یې وکتل، د لمر راپرېوتو وړانګو یې د ساعت پر ښيښه انعکاس وکړ، نرۍ تورې وریځې یې سره راټولې کړې:
“مهمه غونډه ده، که ور ونه رسېږم، آن خپلې مېرمنې ته به پاتې راشم! “
غټ غټ ګامونه یې واخیستل، له «مبارکسنتر» لږ کوز د سپینې کورولا مخې سېټ ته پورته شو. د کورولا ټایرونه چټک تاو شول، وړاندې د اشغالو بوجۍ پر شا ببرسرې خیرنه نجلۍ په تېزۍ د سړک څنډې ته شوه.
***
د غونډې په تالار کې چوکۍ داسې اېښودل شوې وې، چې د مخې له هر کتار څخه د شا پر چوکیو ناستو کسانو د سټېج ننداره کولای شوای. څو شېبې پس په تالار کې د څو غټو لاډوسپیکرو کښا شوه، خلک چُپ ناست وو، یوازې څو غټې کېمرې لرګین سټېج ته سیخې وې. سپینمخي چاغ سړي، پر سپین یخنقاق ځړېدلې سره نېکټیايي لږ کش کړه، لاړې یې تېرې کړې، په خورا هنري/ ادبي ژبه یې تر نسبتاً اوږدې مقدمې وروسته د خپلې وینا یوه برخه داسې ولوسته:
“فېمینزم د ښځو د حقونو داسې مدافع مکتب دی چې د دوی د ژوند هېڅ اړخ پکې له پامه نشي غورځول کېدای، مثلاً په فېمینزم کې د دویم واده رد شوی، ځکه دلته بحث د ښځو پر لطیف احساس دی. ښځه ژر ژاړي، ژر ناهیلې کېږي، او په ټوله نړۍ کې تر نارینهوو ډېره ژر زړېږي او له دنیا ځي، نو همدېته په کتو فېمینزم راته وايي، که کوم کس دویم واده کوي، هېڅکله دې دا پلمه نه کوي چې ګواکې مخکینۍ مېرمنې یې په دې کار بشپړ رضایت ښودلی، ځکه دا په فیمینزم کې بېخي «محال/ ناممکن» دی. دلیل یې د ښځو پر لطیف احساس د نړۍ د مشهورو فېمنسټانو کره ریسرچ دی….”
په تالار کې د چکچکو اواز اوچت شو. سپینمخي چاغ سړي یو ځل بیا پر سپین یخنقاق ځړېدلې سرې نېکټايي ته ګوتې ور وړې، په تور مایک یې خوله ورنږدې کړه، پاتې خبرې یې هم اوږدې وکړې، او بیا له سټیج روان شو، په تورو بوټانو کې یې د تالار د څراغونو رڼا انعکاس کېده.
***
درې کلونه د سترګو په رپ کې تېر شول، د کابل ښار د «شهر نو» سیمې ماښامني څراغونه هماغسې روښانه برېښدل، د خلکو ګڼه ګوڼه د پخوا غوندې وه. میرویس شاته راوکتل:
“که دې خوښه وي، دلته به یو سوپ وخورو؟”
ــــ خوښه مې ده.
میرویس د لوی بلاک تر تختبام لاندې دیوال ته ډډه ووهله، پر سړک د موټرو زېړو څراغونو ته د واورې غټو غټو پڅرکو ته ځیر شو، په لاس کې یې د سوپ کاغذي ګیلاس ښورېده، تر خوله یې ګرم تاوونه ووتل:
“هی هی، دا دې څه رقم کیسه وکړه یاره! بس مزې همدوی وکړې، پخوانی موقف او اوسنی مقام یې ګوره، که نور څه نه وي، د فېسبوک پوسټونه یې وڅاره، هغه د کنځاوو ډک پخواني لیکل یې ولوله، لاحولهُ، زه دې سخت حیران کړم، اوس چېرې دی؟”
د سوپ تریخوالي مې مرۍ وسېزله، وټوخېدم، سور تاو یې پر سپږمو راننوت، ګیلاس مې اشغالدانۍ ته وغورځاوه، میرویس ته مې وکتل:
ـــ تر دوو کلونو همدلته و، د دویم واده مراسم یې د کابل په ګرانبیه هوټل کې تېر کړل، له تېر یو کال راهیسې په فرانسه کې دی، او دوې اوونۍ مخکې یې د پاریس په «اوپیرا» مشهور هوټل کې درېیم واده په داسې حال کې وکړ چې په مراسمو کې یې د ده غوندې لسګونه سپینمخو، چاغو فېمنسټانو(!) ګډون درلود.
میرویس د «شهر نو» په پيادهرو تازه ورېدلې واوره تر غټو غټو قدمونو لاندې کوله، پر کیڼ غوږ د واورې پڅرکي ته هېڅ ځیر نه شو، تر شا یې نه راکتل، خبرې یې د موټرو د ګڼې ګوڼې په اواز کې ورکې شوې.
پای
۱۴۰۳ هـ. د حوت ۷مه/ کابل، خامه پریس خبري آژانس دفتر