د کندهار مسوولین وایي، د یاد ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلي چې د دې روغتیايي مرکز په جوړېدو شپږ میلیونه ۳۹۰ زره افغانۍ مصرف شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د ډنډ ولسوالۍ په «کرز» سیمه کې دغه روغتیايي مرکز د افغاني سرې میاشتنې ټولنې په مالي ملاتړ جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
په وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو او سیمهییزو روغتونونو د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ځینو یې کارونه بشپړ یا بشپړېدو ته نږدې شوي دي.
د ویلو ده چې لا هم د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ډېری هېوادوال روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او له سرپرست حکومته د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو غوښتنه کوي.