ژباړه: حامد بهیر
دې پوښتنې ته ځواب ورکول اسانه دي: له سختۍ او ابهامه لرې والی؛ یانې هر څومره چې ساده، اسانه او شفافه لیکنه وکړو، په همغه اندازه به د محتوا په بیان او د مخاطب ذهن ته د هغې په رسولو باندې بریالي وو.
که څه هم د لیکوالۍ په برخه کې د هر لیکوال سبک او سلیقې ته په کتو نه شو کولی کومه مطلقه کړنلاره وړاندې کړو، خو له هغه چې ساده لیکل د یوې ګټورې لارې په توګه د پیغام رسولو او د مخاطب او لوستونکي د جذب لپاره مطرح شوې، نو دې ګټورې تجربې (ساده لیکلو) ته د رسېدلو لپاره څو موردونه وړاندې کوم تر څو ځوان لیکوالان د هغو په رڼا کې و کولای شي ساده لیکل و کړي.
لومړی چې کومه موضوع او سوژه په ذهن کې لری له ابهام پرته او ساده یې ولیکئ.
د هغه څه لپاره چې لیکی یې، له ساده لغتونو، اصطلاحاتو، مصطلحاتو او جملو نه استفاده وکړئ او د سمون په وخت کې یې کلمې په ښه او د غوره موضوع د رسولو لپاره په خپله لیکنه کې ځای پر ځای کړئ.
موضوع په هماغه ساده ډول باندې چې په ذهن کې یې لری، ولیکئ؛ یانې هغه د سختو کلمو او اوږدو جملو قرباني کوی مه.
ساده لیکل د عوامانه لیکنې سره مه برابروی؛ ځکه ساده لیکل هنر دی او عوامانه لیکنه خطرناکه. د عوامانه لیکنې خطر په دې کې دی چې په لیکلو کې مو د ژورو مفاهیمو له وړاندې کولو نه لرې کوي او لیکنه مو د ځانګړو خوښونکو نه لرې د عامانه خوښونکو په فرهنګ کې راغورځوي.
ددې لپاره چې د ساده لیکلو هنر لاسته راوړو نو د لیکوالۍ په برخه کې پرله پسې تمرین باید له یاده ونه باسو.
ساده لیکل په ظاهره باندې یو له کاره لوېدلې لاره لیدل کېږي؛ خو په رښتیا سره یو سخت او اوږد کار دی؛ ځکه تجربه او استعداد غواړي. دې تجربې ته د رسېدلو لپاره باید په ژبه باندې لاس رسی ولرو؛ یانې باید د لغتونو زېرمه مو پراخه وي، په سمه او په ځای کارونه باندې یې باید پوه وو او په جمله کې یې له ترتیب سره اشنا وو. دا اشنایي هغه وخت تر لاسه کولی شو چې د لویو لیکوالانو د اثارو له لوستلو نه لاس وانه خلو.
وروستۍ خبره هم دا چې: کوم جذابیت په ساده لیکنو کې پټ دی، د ځان پوه ثابتولو لپاره د پېچلو لیکنو په کولو او د احسان بارولو لپاره په لوړ الوت کې نشته.
لیکونکي اوسئ!