د خوست مسوولین وایي، په یاد ولایت کې د شپږو چیکډېمونو د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
د یاد ولایت د مسوولینو په وینا چې دا چیکډېمونه د ۱۲۰ زره ډالرو په لګښت په دریو ولسوالیو کې جوړېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دې چیکډېمونو د جوړولو چارې د ملګرو ملتونو د کرنې او خواړو (یو ان اف اې او) دفترپه مالي ملاتړ د یاد و لایت د صبريو، باک او ځاځي ميدان ولسواليو کې پیل شوې دي.
مسوولینو دا هم ویلي چې د دغو چکډېمونو د جوړولو موخه د اوبو مدیریت، خاورې د ویجاړېدو مخنیوی او د ځمکنیو اوبو د کچې لوړول دي.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د سیلابي اوبو د مخنیوي او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړولو په موخه لسګونه چیکډېمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي وو.