ځواني د ژوند هغه مرحله ده چې اکثره وخت یې د شور او جذباتو پر اساس تیروو. په دې مرحله کې ځوانان ډېر ځله د خپلو انرژیو او توان په غرور کې ډوب وي او د مشرانو په نصیحتونو او تجربو غوږ نه نیسي. هغوی د خپلو قوتونو پر بنسټ ځانونه برتره ګڼي او د عقل او پوهې له لارې پر مخ تګ ته کم ارزښت ورکوي. دا ځکه چې ځوانان ډېری وخت د علم او تجربې د نشتون له امله په بې تجربګۍ کې راګیر وي او د ژوند غټې پریکړې له احساساتو او بې فکري څخه سرچینه اخلي.
ما هم پخوا ځان ډېر پوهه او برتره ګڼلو، تل مې غوښتل چې زما نظر ومنل شي او خپلې خبرې مې تر ټولو غوره ګڼلې. د مشرانو خبرې مې کله ناکله بې ارزښته بللې او خپل نظر مې تل له دوی پورته ګڼلو. خو اوس مې فکر بدل شوی. په دې وروستیو کې مې دا درک کړې چې د شک په وضعیت کې یم، په هره پرېکړه کې احتیاط کوم، او د خپل نظر اظهار کول راته داسې نه ښکاري لکه پخوا. برعکس، د مشرانو خبرې اوس راته د ژوند لوی درس ښکاري او هره مشوره یې د یو لوی کتاب په شان ارزښتناکه ده.
اوس پوهېږم چې د ژوند ټولې تجربې په کتابونو کې نه پیدا کیږي، ځوانان باید د خپل چاپیریال پوهه مشران په غور تعقیب کړي او د هغوی خبرې او تجربې د مهمو دروسو په شان زده کړي. د استاد په شان چې هره خبره د یاداشت وړ ګڼي، موږ هم باید د پوهه خلکو تجربې په ژوند کې عملي کړو. دا به مو له ډیرو ناکامیو او غلطیو وژغوري، او په پای کې به مو ژر تر ژره د نبوغ لوړؤ پوړیو ته ورسو.
دا پړاؤ چې اوس په کې یو، موږ ته دا توان راکوي چې د ژوند په پېچلو لارو کې له عقل او تجربې څخه کار واخلو او د مشرانو د لارښوونو په مرسته د بریا خواته ګړندي ګامونه واخلو.