ادب او ټولنه سره داسې اړیکې لري، چې د دواړو وده د یوبل پر اړیکو پورې تړلې ده. د ادبپوهانو په اند ادب خپله د ټولنیز ژوند هنداره ده. په هغې کې د ټولنې انځور وړاندې کېږي او بیرته یې ننداره خپله ټولنه کوي. په ګڼو ادبي او تدریسي کتابونو کې خپله د ادب رول او له ټولنې سره یې اړیکې په واضیح ډول نه دې څرګندې شوي؛ بلکې د هغه شعر او نثر منځپانګې ته سر سري اشاره شوې ده، چې ټولنیز مسایل په کې پراته وي.
استاد روهي لیکي: « هماغسې چې یو نیالګي د خپلې ودې د پاره خاورې، اوبو، هوا او لمر ته اړتیا لري. د ادب د بڼ نیالګي هم له ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي شرایطو سره اړه لري. هنري فرهنګ په خالیګاه کې مینځ ته نه راځي؛ بلکې په هغه کې ټولنیز ژوند انعکاس مومي. سره له دې چې ادب یو نسبي شانته خپلواکي لري …؛ خو په عمومي توګه ادب د ټولنیز ژوند هنداره ده»«روهي،۱۳۸۹ : ۳۱۹».
د ادب او ټولنې د اړیکو په اړه به د ادب په اړونده مسایلو رنا واچو او بیا به یې بل اړخ ته اشاره وکړو.
۱ ـ ادب او د ټولنې ونډه : خپله د ادبیاتو پنځونکی د ټولنې یو فرد دی، چې د ژوند ټولنیز واقعیتونه په هنري بڼه وړاندې کوي. ادب یوازې وچ کلمات نه دي؛ بلکې په خپلو بیتونو او جملو کې به پیغامونه هم لري. نو دلته وینو، چې بېرته د ادب د تن هغه جوهر چې ادب ته تلپاتیتوب او ارزښت ورکوي هغه مواد او جوهر له ټولنې څخه اخیستل کېږي. د ټولنې هر ډول پېښې او کشمکش د ادبیاتو په موضوعي اړخ اغېزه کوي او نوي مسایل د ادب په لمن کې ځان ښکاره کوي. که چېرې ټولنیزې پېښې نه وي او د ټولنې طبیعت د ښکلا ننداره نه وي؛ نو ادب به هم مړ او ځای به یې خالي وي.
ټولنیز جریانونو کې ادب وده او بدلون هم کولای شی، کله کله د دې سبب شي، چې نوي ژانرونه رامنځته شي. په ټولنه کې انسان د کلیشه یی موضوعاتو او لارو څخه ستړی کېږی؛ نو غواړي چې د خپل فکر او خیال نړۍ کې نوې تجربې وکړی او د بېلابېلو لارو د هنر شاهین والوزوي. په همدې اساس ټولنیزو شرایطو ته په کتو کله کله شاعران په بېلابېلو بڼو خپل پیغامونه وړاندې کوي، چې نوي ادبي ژانرونه ور سره راټوکېږي.
اوسمهال په پښتو کې د اوږدو غزلو او نورو ژانرو تر څنګ شاعران په ډېرو کمو الفاظو کې خپل فکر وړاندې کوي.
یوه شاعره وايي:
«نتکۍ»
غنم له وږو ووتل
خو زما نتکۍ
لا نوې
نه شوه
«رحماني،۱۳۹۶: ۱۷۵».
بله نمونه یې :
باد سپرې خاورې
په هوا کړې
زما سلام یې
در نه وړ
یانې حتی په ادب کې د نوي ژانرونو رامنځته کېدل چې خپله د ادب لمن پراخوي د ټولنیزو اړیکو د رول ونډه ده.
همداسې په هنري نثر کې هم د پخوا په پرتله نوې ژانرونه رامنځته شوي دي، چې شاعرانو اولیکوالو په کې هنر پنځولی دی.
ادب ته د ټولنې اړتیا: مخکې مو اشاره وکړه، چې د ادب په ایجاد کې ټولنه مهم رول لري او دادب د ماهیت او پرمختګ کې یې رول مهم دی. همداسې بېرته ټولنه ادب ته ستره اړتیا لري. شاعر او لیکوال د ټولنې د ناخوالو پېښو پر وړاندې هڅه کوې خپل فکر دادب په بڼه بېرته ټولنې ته استوي، چې اصلاحي بڼه لري یانې ادب بېرته د ټولنې په سمون او اصلاح کې ونډه لري. شاعر او لیکوال د ټولنې د بدبختیو ، ظلم، فساد، بې عدالتۍ، او مسلط ناوړه فرهنګي انګېرونو د سمون په هدف له ادب څخه د یوې وسیلې په توګه کاراخلي. تر څو په اغېز ناکه توګه خپل پیغام ټولنې ته واستوي او پر هغوی کې د اصلاح غوښتنې څپې او ولولې راویښې شي.
ادب د ټولنیز ژوند هنداره ده، چې هر مهال د خپلې ټولنې انځورنه خوندې کوي او نوی نسل ته یې وړاندې کوي. تر څو راتلونکي ژوند د پېښو او بحرانونو پر مهال ترې ګټه پورته کړي. ادب بېرته ټولنې ته یو رښتنی ژوند معرفي کوي او ستړي انسان له پاره یې خپله غېږه خلاصه کړي تر څو ورته سکون ورکړي.
شاعر وايي:
تا نه وه که مانه وه خو ورانه شوه
دا د حق خبره کول ګرانه شوه
خدایه دې وطن کې ولې هر څه نه
وینه د انسان ډېره ارزانه شوه
«روهي، ۱۳۸۹ : ۱۷۹».
ادب بېرته درسونه او داسې پیغامونه ټولنې ته وړاندې کوي، چې له ماتې وژغورل شي او داسې څه وړاندې کړي، چې د بیداري ځواک یې تازه او پیاوړی کړي.
اشرف خان هجري وايي:
ستا له سمتونو دوره چاوته ژړا کړم
وله مې په غشو ما همت درته نیولی
«زیور ۱۳۸۶: ۱۸۸».
وکړي واړه کارونه خپل کا
مردان هغه دي چې کار د بل کا
څوک ارام ګټي د نیکو نام ګټي
د خوږو زړونو دارو به تل کا
«زیور، ۱۳۸۶: ۱۶۴».
ادب او ټولنه سره پخې اړیکې لري، ادب خپله د ټولنې پیدا وار دی او ثمره یې بېرته ټولنې ته وړاندې کېږي، د یو بل پر پرمختګ او بدلون کې اساسي ونډه لري.
مخکې مو اشاره وکړه، چې انسان په فردي او ټولنیز لحاظ بېرته ادب ته اړ دی، چې د خیال په نړۍ کې یې ننداره وکړي او د خپل د ژوند خوبونه په کې وویني. له ادب څخه انسان په فردي او ټولنیز لحاظ د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، د ټولنې د اصلاح،سمون او بدلون له پاره د ادب وسیله کاروي تر څو خپلو اهدافو ته ورسېږي. ادب ټولنې ته د رښیتنې ژوند په اړه داسې پیغامونه او تخنیکونه وړاندې کوي چې پخوا یې هیڅ تجربه کړې نه دي.
ادب د تاریخ په څېر د زمان په اوږدو کې د ټولنې بېلابېل انځورونه خوندې کوي، تازه او سپیره رنګونه یې ټولنې ته وړاندي کوي، چې څنګه د ژوند چارو ته رنګ ورکړي. که چېرې ادب نه وای نو ټولنې به هم د زمان په واټن کې د پرمختګونو یو ګام هم نه وای اخیستی.
ماخذونه
۱ ـ رحماني، ګل رحمن.(۱۳۹۵ ). زرلټون. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.
۲ – روهي، محمد صدیق.(۱۳۸۴). د پښتو ادبیاتو تاریخ.پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
۳ – زیور، زیور الدین.(۱۳۸۶). د پښتو ادبیاتو منځنۍ دوره.پېښور: د ساپي د څېړنو او خپرونو مرکز.























































