په پښتو ژبه کې د ځاينومونو لهپاره د ډېرو نورو روستاړو تر څنګ «ځ، يځ» هم کارېږي.
لکه: ختيځ، د لمر را ختو ځای- لويديځ، د لمر لوېدو ځای- دريځ، د درېدو ځای- وريځ، د ورېدو ځای.
«يز، ييز» د نسبتي روستاړو په ډله کې راځي، چې نسبتي ستاينومونه جوړوي.
لکه: سيمهييز، د «سيمه» سره د «ييز» روستاړی يوځای شوی او څه يې په سيمې پورې اړوند کړي دي.
په بېواکپای نومونو کې د «يز» او خپلواکپای نومونو په پای کې د «ييز» روستاړو کارولو کلي قاعده سمه نه ده. سيمييز، سولييز او دې ورته نورې کلمې په دې شان ليکل سم نۀدي.
موږ په ژبه کې د سينکوپ(۱) قاعده لرو، کله چې اشتقاقي یا ترکيبي کلمه جوړېږي، د کلمې لومړی برخه که په خجن خپلواک غږ پای ته رسېدلې وي، د خپلواک غږ ګرافيم نهغورځي او روستاړی ورسره يوځای په نيمه فاصله (۲) ليکل کېږي.
سيمه+ ييز= سيمهييز، وسله+ييز= وسلهييز، جګړه+ييز= جګړهييز
دلته په «سيمه، وسله او جګړه» کې روستی واول «ه» خجن دی، نو ځکه نه غورځي او روستاړی ورسره يوځای کېږي.
خو؛ که لومړی برخه په ناخجن خپلواک غږ پای ته رسېدلې وي، نو د وروستي واول ګرافيم لوېږي او د بيواکپای اصل پرې عملي کېږي.
لکه: ټولنه+ييز= ټولنيز، دلته وروستی خپلواک غږ«ه» ناخجن دی، نو ګرافيم يې لوېږي او «ييز» هم په «يز» اوړي. لکه د نورو بېواکپای کلمو په څېر:
دود+يز= دوديز
بيواکپای کلمو سره د «يز» روستاړی يوځای کېږي.
په «ختيځ» او «ختيز» کې د «يځ او يز» روستاړي د نوم او ستاينوم لهپاره بېلول هم په همدې اساس کېږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
. د سينکوپ قاعده په ټولو روستاړو لهپاره ده. لکه: وسله+وال= وسلهوال، پوهنه+ځی= پوهنځی
په پورته مثالونو کې «وسله» په خجن غږ پای ته رسېدلې کلمه ده، نو ګرافيم يې نه لوېږي او په نيمه فاصله ورسره دويمه برخه يوځای کېږي. لکه: مينه+وال= مينهوال، ورته+والی= ورتهوالی
«پوهنه» په ناخجن خپلواک غږ پای ته رسېدلې، نو دغه لوېږي او دويمه برخه ورسره نښلي.
پوهنه+تون= پوهنتون
. نيمه فاصله: پوره فاصله د دوه کليمو ترمنځ راځي، يانې که موږ دوه کلمې بېلوو، په يو وت يا سپس بټن په کېکاږلو يې جلا کوو. او د ژبپوهنيزې قاعدې له مخې هره هغه کلمه چې په يوه مانا دلالت کوي بايد د ليک سيستم له شونتيا سره سم تر وسې وسې هڅه وشي چې يوځای وليکل شي، مانیز يووالی له جوليز يووالي سره غاړه غړۍ شي.
اوس کې د «سيمه» او «ييز» مورفيمونه تر منځ يو وت وهو، نو دوه کليمې شوې او که وت يا سپس نه وهو، نو زموږ د ليک سيستم دا وړتيا نهلري چې سم وليکل او ولوستل شي، دې ورته کليمو کې نيمې فاصلې ته اړتيا پېښيږي، چې د کمپيوټر په کېبورد کې د (Shift+B) په کېکاږلو راځي.