ژباړه: عطا محمد میاخېل
هېڅوک ستا په څېر نه دی، دا ستا ځواک دی.
۱ ـــ هغوی پوهېږي، چې دي او د خپل ځان منونکي دي.
۲ ـــ هغوی په خپل ځان او خپلو وړتیاوو باندې باور لري.
۳ ـــ اجازه نه ورکوي، چې په ذهن کې یې منفي خبرې ځاله جوړه کړي.
۴ ـــ هغوی خپل ځان ننګوي او د ودې په لور ګام پورته کوي.
۵ ـــ د خپل ژوند قیضه په خپل لاس کې اخلي، مثبت لید لري او د خپل چلند مسؤول دي.
۶ ـــ له خپل ځان سره هوسا دي.
۷ ـــ د خپل ژوند په نعمتونو باندې شکر ایستونکي دي.
۸ ـــ د ژوند له ستونزو او ننګونو څخه وېره نه لري.
۹ ـــ د نورو له خوا د تایید او منلو په لټه کې نه دي.
۱۰ ـــ خپلې شاوخوا ته هغه کسان را ټولوي، چې د ده په وړتیاوو باندې باور لري.