څو ملګرو رانه پوښتنه وکړه، چې په پښتو کې “اروا” د “روح” جمع ده. په دې توګه د ارواپوهنې نومونه د روح پېژندنې مانا لري؛ خو سايکالوجي د چلن مطالعه ده؛ نو پکار ده، چې په پښتو کې هم ورته د فارسي غوندې روان پوهنه ووايو.
راځئ، چې دا پوښتنه په دې لنډه ليکنه کې وشنو:
په غربي ژبو کې د ارواپوهنې لپاره د Psychology نومونه کارېږي. د دې نومونې لومړۍ برخه psycho- يوناني ريښه لري، چې لومړنۍ مانا يې روح يا soul او دويمه مانا يې ذهن ده؛ خو د سايکالوجۍ نومونې له پيله تر اوسه بدلون کړى او اوس د دې پوهنې له موضوع او موخې سره ترې څوک د روح پېژندنې مانا نه اخلي.
په فارسي کې ارواپوهنې ته روان شناسي وايي. د “روان” په اصل کې بهاند يا جاري ته وايي، چې په ګړنۍ ژبه کې د فعل او ستاينوم په بڼه کارېږي، مثلا “آب روان” د روانو اوبو او “رواني” د سليس سبک لپاره کاريږي. په پښتو کې هم د روان کلمه د جاري په مانا معمول ده. که د روان کلمې دې مانا ته وګورو، بيا خو په فارسي کې هم د سايکالوجۍ لپاره روان شناسي نومونه سمه نه ده.
په فارسي کې “روان” له “روح” سره پخوا ډېر او اوس کم کاريږي، يوه بېلګه يې “روح و روان” يا “روح روان”. د روح په مانا د روان د کلمې کارونه ښيي، چې په فارسي کې هم د روان شناسي نومونه د Psychology د نومونې له مخې دود شوې، ځکه Psycho- او روان دواړه د روح مانا لري. البته د يوناني د هغې لومړۍ مانا روح ده او د فارسي د هغې يوه مانا روح ده.
پخوانو فکر کاوه، چې د رواني ګډوډۍ ناروغ په عقل کې يو ډول روح يا پېرى ننوځي او دى له خوده باسي. د انسان عقل چې مادي وجود نه لري، له روح سره تړاو لري او سايکالوژي د همدې روح مطالعه ده چې د انسان په مادي وجود کې دننه موجود دى او د انسان چلن او ارادې ته لورى ورکوي. په ډېرو ټولنو کې د روح او پېري يا Soul اوSprite ترمنځ هغومره روښانه توپير نشته لکه زموږ او ستاسو په فرهنګ کې چې دى.
په پښتني او فارسي ټولنه کې روح له سا سره تړاو لري. د روح او جسم په دوه ګونيتوب(ډوليزم) له لرغوني پېره خلک باورمن وو؛ خو د باور څرنګوالى يې جلا و. روح چې د مادې غوندې اندازه کېدونکى څيز نه و، د خلکو لپاره حيرانتيا وړ و او په اړه يې په ګڼو متونو کې پوښتنې شوې. قرآن کريم په دې ډول ورځواب کړى: “دوى د روح په اړه پوښتنه کوي. ورته ووايه، چې روح زما د رب امر دى”.
خو په خپلو عرفاني متونو کې وينو، چې روح له نفس(nafs) سره ګډ راغلى. د نفس کلمه هم د ځان، هوس او روح په مانا کارېږي. په اردو کې د روح په مانا ارواپوهنې ته نفسيات او عربي کې علم النفس وايي.
نفس(nafs) او نفس(nafas) همريښه کلمې دي؛ خو تلفظونه او ماناوې يې سره څه ناڅه جلا دي. د انسان نفس(nafs) يا ځان په نفس(nafas) يا سا ولاړ دى. د نفس(nafas) بهير په عربي کې تنفس دى. کله چې څوک تنفس واخلي، په اصطلاح روح پکې وچلېږي. قرآن کريم وايي: والصبح اذا تنفس”(کله چې سهار سا واخلي). يو ډول يې سهار ته سا ورکړې او ژوندى انځور شوى.
په پښتو کې موږ د تنفس بهير ته سا اخيستل وايو. څرنګه چې له هوا پرته انسان ته ژوند شونى نه دى، نو زموږ په ټولنو کې سا له روح سره په يوه مانا کارېدلې. سړى چې مړ شي، موږ وايو: سا يې وخته. په ځينو منظومو مرثيو کې دا هم اورو، چې “سا يې اسمان ته وخته”. دلته د “سا” مانا روح ده، ځکه موږ اروا يا سا د انسان له جسم نه بېل څيز ګڼو، چې په مړينې سره له انسانه بېلېږي او اسمان ته خېژي.
د مړه مانا دا ده، چې سا نشي اخيستى. که متوجه شو، زموږ خلکو ته هم روح ګاز غوندي يو څيز ښکاري چې په مړينه د انسان له خولې ووځي او هغه مړ شي. دلته موږ د “روح روان” د ترکيب په مانا پوهېداى شو. يعني روح د سا غوندې په انسان کې جاري وي.
ځينو پښتنو پوهانو د Psycho ريښې ته په کتو د ارواپوهنې لپاره د ساپوهنې نومونه کارولې؛ خو اوس د ارواپوهنې نومونه عامه شوې، نور که اروا د روح مانا لري، “روان” او Psycho- يې هم لري؛ خو په غربي ژبو او فارسي کې څوک له سايکالوجۍ او روان شناسۍ نه اوس د روح پېژندلو مانا نه اخلي، په پښتو کې يې هم بايد ترې وانخلي.