دا چې په ننني دور کې ادبیات زیات اهم دي او هر لوستوال ته اړین او ضروري گڼم چې له ادب سره دې اړیکې نه پرې کوي یاهم خپل ځان دې ور څخه اگاه کړي، ترڅو په ژوند کې دیني، سیاسي، ټولنیز، اخلاقي، ښوونیز، روزنیز، تاریخي، کلتوري او… ارزښتونو څخه برخمن شي.
لومړی د ادب تعریف ته تم کېږو.
ادب په عربي ژبه ښېگړې، کیاست، د ژبې او زړه ظرافت او ذکاوت ته وایي چې ظرافت او حسن تناول یې لنډ لغوي تعریف دی.
اما په اصطلاح کې ادب په دې ډول تعریف کېږي:
ادب هغه پوهنه یا ښه ریاضت دی، چې سړی د هغه په وسیله یو فضیلت او یوه ښېگړه له ښېگړو څخه مومي، یا له تېروتلو او خطاوو څخه ژغورل کېږي. خلاصه دا چې ادب د لغت او اصطلاح له مخې ښېگړه ده، چې سړی له خطا او بدو څخه ساتي او په خوی او خلق اړه لري، چې بیان یې د اخلاقو د علم کار دی.
یا ادب په لغت کې پوهې، زيرکۍ، اخلاقي ښېگڼو، د زړه ظرافت او ذکاوت په مانا دی او دغه نظريې د ليکوالانو او شاعرانو د نړۍ ليد ښکارندويي کوي. د پوهانو په اند ادب په فطري او کسبي توگه رامنځته کېدای شي. فطري هغه ادب چې د انسان په خټه کې نغښتی وي او کسبي بیا هغه ادب دی، چې انسان یې ترلاسه کولو لپاره وخت ځانگړی کوي او له هلو ځلو وروسته ترلاسه کېدای شي.
دوهم د ادبیاتو تعریف ته هم تم کېږو:
ټول لیکلي(تحریري) او نا لیکلي(شفاهي) آثار چې هنري ارزښت ولري عبارت له ادبیاتو څخه دي.
بیا ادبیات په اصل کې څه دي؟
ادبیات د انساني او بشري مفاهیمو، وییونو، گړونو، گړنو، احساساتو، خوالو، ناخوالو او اندونو په راز راز جولو او ښه بڼه بیانول دي. دا چې ادبیات له گڼو ښېگڼو او ښکلاوو برخمن دي، نو ځکه هر لوستوال او اورېدونکی د ځان په لور جذبوي.
اوس راځو د پښتو ادبیاتو ادبي مخینې ته:
لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي لیکي چې:
لوی داریوش د ایران د هخامنشي کورنۍ یو مشهور پاچا دی، چې د (۵۲۲ھ.م) څخه یې تر (۴۸۶ھ.م) پورې سلطنت کړی دی. د ده په آمر بغستان (بېستون) پر غره یو ډبرلیک کیندل شوی دی او په څلورم ستون او ۶۴/۶۳ بند کې یې داسې یوه اخلاقي حماسه لیکلې ده:
((داریوش پاچا وایي: اورمزدا او نورو بغانو(خدایانو) ځکه زما مرسته وکړه، چې نه اړیکه وم، نه دروهونکی وم، نه ځورونکی وم، نه زه، نه مې کورنۍ له رښتیا څخه واوښتو.
نه مې مریي، نه مې بېوزلی وځوراوه. چا چې زما د کورنۍ مرسته وکړه، هغه مې نازاوه او چا چې زما د کورنۍ ورانی وغوښته، هغه مې وځوبلاوه))
دوکتور معین د تهران پوهنتون استاد وایي چې: په دې اخلاقي حماسه کې په خاص ډول په درې مسریز شعر راغلی دی، داسې:
(1) Nê a ri ka á hum
(2) Nê drau ja na á hum
(3) Nê zura ka ra á hum
دا درې مسرۍ داسې لوستلې کېږي:
۱ـ نې ارې که آ هم
۲ـ نې درروجه نه آ هم
۳ـ نې زوره که ره آ هم
د دې شعر هره مسره شپږ شپږ هجاوې(سپڼ) لري او داسې دي لکه د پهلوي ژبې د یاتکار زریران کتاب شپږ هجايي مسرۍ.
اوس به دغو مسریو ته ځېر شو او بېلې بېلې هجاوې به یې سره ونښلوو، وگورئ دا خو پښتو دي، چې داسې ویلې کېږي:
۱ـ نې اړیکه اوم
۲ـ نې دروه جنه اوم
۳ـ نې ځور کړه اوم
نې Nê په پښتو کې د (نه یې) مخفف دی، (نه) د انکار او نفې توری دی چې په اوستا کې NOIT او په سنسکریت کې NED او په پهلوي کې NE و.
او (یې) فاعلي او مفعولي غایب ضمیر دی، “نه یې” دوې هجاوې لري: خو چې مخفف شي (نې) یوه هجا ده دا مخففه انکاري او نافیه کلیمه په اوسنۍ پښتو کې هم شته.
یوه لنډۍ ده:
نې درکوم نه یې پرېږدمه
د زړه له داغه مې سورگل گوره مینه!
وگورئ دلته دواړه شکله راغلي دي. د لومړی مسرۍ (نې) او (نه یې) دواړه په یوه معنا دي؛ خو لومړی کلیمه سپکه شوې ده (نې) په مجهوله (ې) ویله کیږي مسري خان ګګیاڼي وایي:
نه یې عذر نه حجت وي
د یــار امـــر ته تــیار وي
(دېوان ص۱۵۴)
نوموړی شعر د استاد حبیبي صاحب په وینا دوه نیم زره/۲۵۰۰ کلنی پښتو شعر دی.
او د استاد زلمي هېوادمل په وینا:
د پښتو ادبیاتو د ادبي تاریخ لومړی دوره له دوهمې هجري پېړۍ څخه پیل کېږي او د لسمې هجري پېړۍ تر پایه ان د یوولسمې تر لومړیو کلونو پورې دوام کوي. ددې دورې کوم ادبي آثار چې زموږ په واک کې دي، زیاتره متفرق آثار دي، د دې دورې منظم او بشپړ آثار ډېر زموږ څېړونکو تر اوسه نه دي ترلاسه کړي، یا دا چې تر اوسه نه دي کشف شوي او یا له منځه تللي دي. د دې دورې آثار سره له دې چې متفرق دي، خو تاریخي تسلسل لري او زموږ په هېواد کې له پېښو شوو تاریخي او فکري جریاناتو سره په ارتباط کې راپیدا شوي دي او هم دغه آثار د خپلو شکلي او جوړښتي خصوصیاتو، د بیان د شېوې او د موضوعي ځانگړنو له پلوه ځینې گډې وجهې لري، چې همدغو مشخصاتو او خپل تاریخي قدامت له امله موږ د پښتو دغه ټول ترلاسه شوي متفرق آثار د پښتو د ادبي تاریخ په لومړی دوره کې مطالعه کوو.
بل ځای کې بیا استاد لیکي چې:
د یونانیانو باختري پاچاهان چې په هندوستان کې پاچاهۍ ته رسیدلي دي، یو هم مناندر نومیږي. ددغه مناندر د حکومت او پاچاهۍ زمانه مورخانو/تاریخپوهان د دوهمې قبل المیلاد پېړۍ په اوسطو کې ټاکلې ده.
نو له دې نه جوتیږي چې پښتو ادبیات او ژبه مخکې له میلاد څخه هم شتون درلود چې استاد حبیبي او استاد هېوادمل صاحب یې یادونه کړې ده.
څېړونکي عقیده لري چې ددغه اصلي متن په زَړه/پخوانۍ پښتو برابر شوی و، چې هغه پښتو متن اوس ورک دی، اما د دې پښتو متن پالۍ ژباړه شته.
استاد بیا زیاتوي چې:
د دې ډلې څېړونکو د څېړنو له مخې دا ښکاري، چې تر میلاد (۱۵۰) کاله د مخه لا پښتو ژبه د دې جوگه وه چې کتاب پکې ولیکل شي.
د استاد په خبره دری هغه مهم مرکزونه چې پښتو آثار پکې ایجاد شوي دي عبارت دي له غور، د کسې غره لمنې او ملتان دی.
دغو دریو پخوانیو ځایونو کې پښتو آثار رامنځته شوي دي نو له دې نه داسې ښکاري چې پښتو یوه له لرغونو او پخوانیو ژبو څخه شمېرل کېږي.
بل د پښتو ادبیاتو لرغونی تاریخ د غزني لویکانو کورنۍ ده. چې یو مهم پخوانی سړی جویر نومیده، چې د ۱۲۰ ھ.ق په حدودو کې یې د ژوند زمانه وه.
د غزني د لویکانو د کورنۍ د یوه لویک یو پښتو بیت موږ ته رارسېدلی دی. د بیت د ویونکي نوم نه دی څرگند. خو د خانان لویک او خنچل شاه کابلي معاصرو او په ۱۶۳ ھ.ق کال کې ژوندی ښکاري.
د پوهاند عبدالحی حبیبي صاحب د سلطان سخي سرور د کراماتو د یو خطي کتاب له یو حکایت څخه رانقل کړی دی او په اوسنۍ املاء حبیبي صاحب داسې لیکلی دی:
په زمي غزنه ښخېد لویک لویانو بایله لویا
کښه تور به براغلوم(بلوم) ممله تازیو په ملا.
د پښتو د ادبي بله تاریخي او مهمه سرچینه پټه خزانه ده، چې محمد هوتک بن داؤد آثر ده. په دې کتاب کې د معتبرو پخوانیو کتابونو، لکه د شېخ کټه متي زی(لرغوني پښتانه) او د محمد بن علي البستي(تاریخ سوري) په استناد راغلي دي، چې د امیر پولاد سوري زوی، امیر کروړ ؤ، چې په ۱۳۹ ھ.ق کال د غور په مندیش کې پاچا شو.
په پټه خزانه کې د پنځوسو شاعرانو او لیکوالانو نومونه ذکر شوي دي چې د هغوی له جملې څخه یو امیر کروړ ؤ. امیر کروړ یو عادل پاچا ؤ او له دې سربیره ده په پښتو اشعار هم ویلي دي. امیر کروړ په ۱۵۴ھ.ق کال د پوشنج په جگړو کې مړ شو او پرځای یې د ده زوی امیر ناصر پاچا شو.
د امیر کروړ مشهور شعر چې پټې خزانې را نقل کړی دی، دا دی:
زه یـم زمـری پر دې نـړۍ له ما اتل نسته
په هند و سند و پر تخار او پر کابل نسته
بل پــه زابـل نســته لــه مــا اتل نســته…
تر اخره پورې
دا لوړ شعر د پښتو ترټولو پخوانی لاس ته راغلی شعر دی چې د اسلامي عصر په دویمه پېړۍ کې د غور یوه پښتانه پاچا امیر کروړ سوري ویلی دی.
د دې خبرې یادونه هم باید وکړم چې د پښتو ادبي تاریخ لومړی دوره له دوهمې هجري پېړۍ څخه پیل کېږي او د یوولسمې هجري پېړۍ تر اوایلو پورې دوام کوي. د پښتو کوم آثار چې په لومړی ادبي دورې پورې اړه لري، په کم لحاظ دي، او د هر شاعر او لیکوال محدودې شعري نمونې تر موږه رارسېدلې دي. د دې دورې د ډېرو شاعرانو او لیکوالو د کتابونو نومونه موږ ته ښکاره دي خو زیاتره دا کتابونه او دیوانونه اوس ورک دي.
پای
ماخدونه/اخځلیکونه:
۱.د پښتو ادبیاتو تاریخ، پوهاند استاد عبدالحی حبیبي، ۱۱صفحه.
۲.د پښو ادبیاتو تاریخ، استاد سرمحقق زلمی هېوادمل، ۲۴ ـ ۲۹ صفحه.
۳.د ادبیاتو ارزښت، پوهنیار محمد عثمان څولیزی، لنډه لیکنه.























































