21 °c
Kabul
28 ° شنبه
28 ° یکشنبه
جمعه, جولای 18, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کندهار کې د ۴،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار په «تخته‌پل» کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    کندز کې تېر کال د اوبو رسونې ۱۱ شبکې جوړې شوې | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    امریکا هلته «عیسویت» ته اوښتي د افغانستان اتباع هم راوباسي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کابل په اوومه ناحیه کې یو سړک جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    کابل کې د یو سړک جوړلو کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړيوال قانون په اړه ارزښتناک کتاب خپور شو

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړۍ روایتونه؛ څوک یې کنټرولوي او څنګه؟

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    د نړیوالو سیندونو د اوبو جریان او تګلوري اړولو په اړه د نړیوالو قوانینو دریځ

    ټرمپ او نړیواله سوله

    ټرمپ او نړیواله سوله

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    کابل ښار عمودي پراختیا ته اړتیا لري/ محمدنظیم سمون

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    د نړۍ د ځینو هېوادونو د ولسمشرانو معاش به څو وي؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د يوې کيسې کره‌کتنه | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    څنګه لیکل وکړو؟

    څنګه لیکل وکړو؟

    سمبولیزم او ادبیات

    سمبولیزم او ادبیات

    ګټیالی څه راکوي؟

    ګټیالی څه راکوي؟

    د پراګ د ژبپوهنې په مکتب کې د فونولوژۍ څېړنه

    د پراګ د ژبپوهنې په مکتب کې د فونولوژۍ څېړنه

    د مطالعې لارې چارې او ګټې | اکسون مجله

    د مطالعې لارې چارې او ګټې | اکسون مجله

    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    د لیکوالۍ د پیلولو په اړه څو نکتې

    د پیغمبر کتاب په اړه

    د پیغمبر کتاب په اړه

    مورنۍ ژبه

    مورنۍ ژبه

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    د ځوانۍ په دې درې کټګوريو کې تاسې کوم ځای کې ياست؟

    د ځوانۍ په دې درې کټګوريو کې تاسې کوم ځای کې ياست؟

    ځانوژنه؛ د ستونزو حللاره که د ژوند له مسؤولیتونو تېښه؟

    ځانوژنه؛ د ستونزو حللاره که د ژوند له مسؤولیتونو تېښه؟

    د رومي بانجانو حیرانوونکې گټې

    د رومي بانجانو حیرانوونکې گټې

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    د وخت بدلون

    ګور ګوره (ګور ګورې)

    ګور ګوره (ګور ګورې)

    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    د لوی فیلسوف «باروخ اسپینوزا» فلسفي او ارزښتمنې خبرې

    انسان‌پېژندنه او د شخصیت پېچلتیا

    زما قلم، زما خاوره، زما مسوولیت؛ د یو ځوان د ژور بدلون کیسه

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    د عاشقانو وجودونه څه ډول دي؟

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

د باقر سورریالستیکه شاعري/ تاج ولي وحدتیار

POHAWAI Media by POHAWAI Media
اکتوبر 6, 2024
in ادبیات, کره‌کتنه
1 0
0
د باقر سورریالستیکه شاعري/ تاج ولي وحدتیار
0
خپرول
44
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لنډیز
د شلمې میلادي پېړۍ ادبي مکتبونه هم جدیدیت لري او هم جدیت. دوی تر ډېره د بدیهیاتو او د مقدسو بتانو پر خلاف راپاڅېدلي. څومره ژر چې تاوده شول، هماغسې ژر ساړه هم شول. په دې مکتبونو کې یو هم د سوریالیزم ادبي مکتب دی، چې په (۱۹۲۲ز) د فرانسوي کره کتونکي او شاعر انډري برټن لخوا رامنځته شو. سوریالېزم یوه ترکیبي کلمه ده چې سور د لوړ او ور اخوا معنا ښندي او ریالیزم واقعیت ته وايي. یعنې تر واقعیت ورپورته یو بل واقعیت. تر سوریالیزم وړاندې دادایزم یو څو کاله وچلېد، خو ژر یې ځای سویالیزم ته پرېښود. یعنې سوریالیستان په لومړیو کې دادایستان ول. دادایزم او سوریالیزم یو اصل درلود او هغه د هر اصل ماتول و. دوی هېڅ ډول دیني، اخلاقي، ټولنیزو او سیاسي نورمونو ته نه تسلمېدل او دا هر څه یې ریشخندول. زموږ ادیبانو ورته د اوتو بوتو مکتب هم ویلی. د دوی شاعري، رسامي او انځورګري پر هېښوونکو پېښو او کیفیتونو ولاړه ده. دوی عقل غانده او دلیل یې دا و چې عقل موږ ته جنګ راوښود او د یو یل د تباهۍ د وسلو جوړولو طریقه؛ نو ځکه دوی د شعور پر ځای لاشعور ته ډېر اهمیت ورکاوه. خوبونو ورته ارزښت لاره او د فرویډ ارواپوهنې ددې مکتب په رشد او ځلونه کې مرسته کړې. موږ په پښتو ادب خصوصا په ګړنه شاعرۍ کې ددې مکتب ځانګړنې وینو؛ خو په دېواني شاعري کې بیا له شهنواز باقر پرته بل استازی شاعر نه وینو، چې ددې ادبي مکتب پالنه یې کړي وي. موږ په دې لیکنه کې پر دادایزم، سوریالیزم او د سوریالیستانو پر پنځونو او ځانګړنو بحث کړی او بیا مو همدا عناصر او موندنې د باقر پر لومړۍ شعري ټولګه (د هوا سترګو کې شګې) باندې تطبیق کړي.

سریزه
د ادب پوهنځي نوفارغي او صمیمي ملګري عتیق الله حمیدي یوه ورځ په افغان ادبي بهیر کې پر سوریالیزم ادبي مکتب لېکچر ورکاوه. دی د سوریالیزم پر رامنځه کېدو، د دادایزم پر پرځېدو او دوی ته پر زمینه مساعدېدو، د سوریالیزم د پنځونو پر کړنلارو، ددې مکتب پر مخکښانو او په پښتو کې پر سورریالیستیکو پنځونو خوندور او په جزیاتو وغږېد. نوموړي په پښتو کې پر سورریالیستیکو پنځونو اعتراف کاوه؛ خو ډېرې بېلګې یې وړاندې نه کړې او هیله یې وښوده چې په پښتو ادب کې څوک پر سوریالیستیکو څرکونو څېړنه وکړي. زما همالته د شهنواز باقر شاعري سترګو ته ودرېده او پوهېدم چې په پښتو کې سوریالیستیکه باقاعده شاعري یوازې شهنواز باقر لري. باقر خپله هم لکه دادایزم مکتب، ژر د شهرت پوړۍ ته ورسېد او هماغسې ژر له پامه ولوېد. ما به په لېسې دوره کې د باقر شعرونه لوستل او ښه خوند به یې راکاوه. استاد به د ممتاز ورکزي د لوستلو توصیه راته کوله؛ خو زه له باقر نه اوښتم. وخت وروسته یې د ((هوا سترګو کې شګې)) او بیا وروسته یې پسې د ((پینځم موسم)) په نامه شعري ټولګې راوویستې. کال دوه وروسته مې ځکه له سترګو ولوېد چې شاعري يې راته بې معنا ښکاره شوه. خو اوس پوه شوم چې په بې معناتوب کې څومره معنا، په لاعقلانیت کې څومره عقلانیت او په نیستي کې څومره هستي شته. په دې مقاله کې مو ثابته کړې چې باقر د پښتو سورریالېست شاعر دی. یوه بله اړتیا یې راته دا ایسېده چې موږ یوازې ډېر مشهور او کلاسیک ادبي مکتبونه پېژنو او لا شخوند پرې وهو؛ خو له معاصرو مکتبونو لا خبر هم نه یو.

اصل متن
د شلمې پېړۍ ټول ادبي مکتبونه ښکاره متفاوته ښکاري خو په منځپانګیز لحاظ یو دي. ددې ټولو مکاتبو اصل کار د کلاسیکو منل شویو دودونو او اصولو ماتول دي. دا کار د دادایزم، سورریالېزم، فیوچرم، پوپولیزم او سېمبولېزم په ګډون ټولو ادبي مکتبونو کړی. سوریالېزم یوه ترکیبي کلمه ده چې سور د پورته او مافوق معنا ښندي او ریالېزم د واقعیت معنا لري. تر سوریالیزم وړاندې پر دادایزم بحث اړین دی. سوریالېزم له دادایزم پرته نه مطالعه کیږي. دادایزم د سوریالېزم لپاره د وارم اپ(Warm up) او مقدمې حیثیت لري. د شلمې پېړۍ په دویمه لسېزه یو شمېر ادیبان په سویزرلنډ کې یو ځای شول او د یو افراطي ادبي مکتب بنسټ یې کېښود. دوی یو قانون درلود او هغه د هر قانون ماتول و. دادایستان ډېر عجیب و غریب خلک ول. دوی د عقلانیت پر خلاف راپورته شوي وو. دوی هر ټولنیز، قامي، سیاسي، دیني او اخلاقي قرارداد او قانون ننګاوه او ریشخنداوه. په لنډه به یې ووایم، دادایستان هېڅ قانون، قاعدې او تړون ته ژمن نه وو او له هرې پولې یې پښې اړولې. ددې مکتب بنسټ کرسټن زارا په (۱۹۱۶ز)کې کېښود او په (۱۹۲۲ز) کې یې ټغر راټول او په سوریالېزم ادبي مکتب کې مدغم شو. دا خلک ملامت نه ول. شاعران خو طبیعي چې عاطفي خلک دي او له ورانۍ او جګړو سره یې نه ده جوړه. دوی عقل ملامتاوه او ویل به يې دا خو همدا عقل دی چې هم د وسلو جوړولو چل راښایي او همدې د یو بل وژلو چل. خبره دا هم وه چې ددې مکتب له بنسټ ایښودو دوه کاله وړاندې لومړۍ‎ نړیواله جګړه پیل شوې وه او په دې وژنو کې یې د عقل لاس لیده؛ نو ځکه انټي ریشنلیسټان شول. د دوی په خوله او زړه د مولانا بسمل دا بیت و:
علم جهالت وخوت، عالم باروت راوښودل
چا ته به ګیله له عقلمندو لېونو کوو
تاسو یې ددې مکتب له نامه در قیاس کړئ. روایت دی چې په (۱۹۱۶ز) کې دوی راغونډ شول چې خپل مکتب ته یو نوم وټاکي. ناببره یې یو قاموس پرانیست او لکه فال چې ګورې، توکلي يې په یوه کلمه ګوته کېښوده چې هغه (دادا) وه او په بل روایت کې راځي چې د چاکو څوکه یې ناببره په یوه کلمه کېښوده او هر څومره کلمه چې د چاکو څوکې ته برابره شوه، نو هغه برخه یې ترې راواخیسته. دادا په فرانسوي کې لرګین آس ته وایي چې ماشومان پرې لوبې کوي. وینو چې آن د دوی د مکتب نوم هم بې معنا دی.

د دوی د پنځونو روش هم هېښوونکی دی. یو بل به یوه یوه فقره او جمله لیکله او بیا به یې یوځای کړې او عجیب شی به ترې جوړ شو. یا به یې مقاله راواخیسته او هره کلمه به یې جلا جلا بیاتي کړه او بیا به یې دا کلمې په یوه کڅوړه کې واچولې او ښې به یې وښورولې او بیا به یې څنګ څنګ اېښودې او فنپاره به یې سازوله.
سوریالېزم د دادایزم محصول او میراث دی. د دادایزم تر شړېدو وروسته ډېری دادایسانو سوریالېزم ته مخه کړه. وړاندې مو یاده کړه چې سوریالېزم تر واقعیت د ماورا او مافوق معنا وړاندي کوي. یو خو ریالېزم دی چې واقعیتونه بیانوي او یو تر هغې پورته یو شی دی، یعنې سوریالیزم چې تر ریالیزم پورته معنا ښندي.ددې مکتب بنسټګر فرانسوی شاعر او نقاد انډري بارټن(۱۸۹۶-۱۹۶۶ز) دی. اوس مسله داده چې شعر او هنر خو باید وي له واقعیته پورته. د کوم غربي ادیب خبره ده چې که په شعر کې د یوې پدیدې سیده نوم واخلې نو د شعر یو پر درې خوند دې په اوبو یووړ. که په شعر کې صورخیال نه وي؛ نو د عادي خبرو په ردیف کې درېدی شي، که له هنره مبالغه وباسې؛ بیا هم څه پکې نه پاتي کیږي. په علم او ساینس کې اوبه، غر، سیند، ځنګل او … په هماغه لومړي او قرارادي معنا کاریږي. خو په هنر کې دا هر یو دویمه، درېمه او څویمه معنا لري. د ارستو له اپلاتون سره په همدغه قضیه دعوه وه. اپلاتون به ویل چې دا نړۍ د یوې بلې نړۍ کاپي ده او شاعر راپاڅيږي له کاپي بیا کاپي باسي. خو ارستو یې ځواب کې ویل چې شاعر د یو شي کټه مټه عکاسي نه کوي؛ بلکې همدغه پدیده په یوه بله بڼه وړاندي کوي. شاعر د همدې واقعي نړۍ له عناصرو سره خپل احساسات او عواطف مله کوي او په تخیلي بڼه یې بېرته ورکوي. ځکه وایي چې که د هیروډټ تاریخ نظم هم شي، بیا هم شعر نه دی؛ هماغه تاریخ دی.
حقایق که په حقیقي بڼه وړاندې کړو نو بیا به مو ورسره تعقلي او ساینسي برخورد کړی وي. شعر د تخیل او عاطفې بچی دی. په ساینس کې مبالغه او متضادي خبرې د یوې قضیې صحت او اعتبار ته زیان رسوي؛ خو په شعر کې دا عناصر د مور د پیو غوندې جواز لري. په ساینس کې عقل پاچا او احساسات غلامان وي؛ خو برعکس په شعر کې عقل مریی دی. اوس خبره دا ده چې په شعر کې منطق او رښتیا نه چلیږي خو شعر هنري منطق باید ولري؛ لیکن سوریالیستي شاعري کې همدا هنري منطق هم نشته او دا له نورو ادبي تحریکونو او مکتبونو سره د سوریالېزم توپیر دی.

دوی په خپلو پنځونو کې هېڅ ډول قانون ته ژمن نه ول او نه یې پروا ساتله. دوی به ویل چې زموږ ډېری اندونه او واندونه(فکرونه او تخیلات) د سیاسي، ټولنیزو، دیني، اخلاقي او نورو نورمونو له لاسه تړل شوي، ځپل شوي او شړل شوي. زموږ همدغه رټل شوې ډیټا لاشعور ته ټیله کیږي او همالته زېرمه کیږي. بیا همدغه خفه شوې ډیټا زموږ په خوبونو، رویاګانو او بې هوښۍ کې سر راپورته کوي او فوران کوي. سوریالیستانو پر دې بنسټ خوبونو ته ډېر اهمیت ورکاوه. د فرویډ ارواپوهنې د دوی لپاره لویه پشتوانه جوړوله او دوی هم دده د نظریو په خپراوي کې ونډه واخیسته. د عقل مداخله یې هم غندله. د دوی پر ګروهه چې په لاشعوري عمل کې دې شعور مداخله نه کوي او فنپاره دې د فکر له پروسس پرته وپنځول شي. دې ته یې اټوماټیک یا خودکار لیکنه ویل. سوریالیزم تر شاعرۍ محدود نه و، بلکې پر انځورګرۍ، نقاشۍ، ګرافیک او سینما یې هم اثرات ول. د دوی انځورګري هم هېښوونکې ده. په سوریالیستیکو انځورونو کې کښتې په وچه او کور په اوبو کې رسم شوی او یا یې یو چا ته د لاس پر ځای په پښې پورې ساعت تړلی. سمه خو دا وه چې کښتۍ په اوبو کې او ساعت یې په لاس پورې ورتړلی وای.

دا خلک همداسې ګډوډ ول. ویل کیږي چې دا ملګري به سره په یوه شپني کلوپ کې راټولېدل او بې موخې به اخته ول. بیا د هماغه ځای اوسیدونکو ترې شکایت وکړ او هغه ځای یې پرې بند کړ. دوی به سینماګانو ته تلل، خو فلم ته به یې توجو نه کوله او نه به یې د فلم پر کیسه ځان پوهولو او همداسې به له یوې سینما بلې ته تلل.

اوس راځو او د شهنواز باقر په شعري ټولګه(( د هوا سترګو کې شګې)) کې د سوریالیزم بېلګې مومو او خپله ادعا ثابتوو. باقر ځوان شاعر دی. دی له نورو متفاوت او د ځان او جهان د مشاهدې لپاره خپلې عینکې کاروي.
عجیبه غوندې باران یم
ورېدلی په اسمان یم

د شپې وي د ورځې نه وي
له خپل سیوري سره وران یم

د هوا سترګو کې شګې
غورځومه بیان یم
تاسو ددې بیتونو د انداز اندازه ولګوئ. و به منئ چې په پورته بیتونو کې د سوریالیزم نښې شته . لومړی دا چې موږ لاندې او اسمان پورته دی او باران پر موږ اوري. خو دلته بر عکس او تر واقعیت پورته ادعا شوې. ګورو چې شاعر باران شوی او پر اسمان اورېدلی، چې ناممکن بیان دی. دا دویم بیت یې تر لومړی هغه هم یو څه لوړ دی. د ژوند قانون خو داسې دی چې لمر سهار راخیژي او ماښام پريوځي او چې لمر وي نو سیوري خو حتمي وي. خو دلته اپوټه خبره شوې. بیت کې شاعر وایي چې سیوري راسره د شپې ملګری دی؛ خو د ورځې رانه مرور دی.
توره شپه وه اوازونه راپسې وو
په کوټه کې دېوالونه راپسې و

ما څادر دومره په شړک راوچت کړی
چې تر کوره کاغذونه راپسې وو

ټوله شپه به تږی تږی ګرځېدمه
او په خوب کې به سیندونه راپسې وو

خدایه ستا په لټون سر وم ناخبر وم
خپلې پښې او خپل لاسونه راپسې وو

په دې دشته کې یوازې زه روان یم
څنګه ستا د پښو خاپونه راپسې وو؟

د نظر ښیښه مې ماته کړه باقره
چې کاږه واږه مخونه راپسې وو
موږ هېڅ تخیل، توهم او تصور له طبیعته پورته نه شو کولای. یعنې د ماورالطبیعه په اړه تخیل د انسان د وس کار نه دی. خو یوه خبره شته. موږ د هر شي په اړه فکر او تخیل کولای شو؛ خو د تخیل جوړوونکي عناصر به یې په واقعي نړۍ کې وي. زموږ په کیسو او افسانو کې راغلي ټول تخیلي او وهمي الوتونکي او موجودات په هاغه بڼه نشته لکه څنګه چې موږ تصور کړي او یا انځور کړي؛ لیکن د همدغو افسانوي موجوداتو ترکیبي عناصر زموږ په نړۍ کې حتمي شته. د لېوال صاحب یو قول د بل چا له خولې رانقلوم:(( د هر خیال ریښه په واقعیت کې شته او د هر واقعیت ریښه په خیال کې. مګر یوازې خوبونه دي چې په واقعیت/حقیقي نړۍ کې یې ریښه نه شته؛ خو داسې هېڅ خوب نشته چې ترکیبي اجزاوې یې په واقعیت او یا زموږ او ستاسو په طبیعت کې نه وي.))
په شاعر پسې د څه شي اوازونه وو؟ موږ خو کورونه له طبیعي آفاتو او وحشي ځناورو نه د ځان ساتنې په خاطر جوړ کړي؛ نو دېوالونه څنګه په سړي پسې کیږي؟ ټوله ورځ تږی تږی ګرځېدل او بیا په خوب کې سیندونه په چا پسې کېدل؟ عجیبه نه ده. دومره په شړک څادر را اوچتول چې کاغذونه تر کوره درپسې وځغلي. دا او دې ته ورته نورې سوالیې همدغه د خیال او په واقعیت کې یې د ریښې کیسه ده. سوریالیستانو به زیات وخت خوبونه لیکل او خوبونو ته یې زښت ډېر ارزښت ورکاوه. دلیل هم دا وه چې د دوی پام لاشعور ته و او په خوب کې د لاشعور دریڅه خلاصه وي. د باقر په شاعرۍ کې موږ وینو چې ده خپل خوبونه شاعرانه کړي.
کاڼي په اوبو کې غورځومه ورته خاندمه
ځان نه دایرې راتاوومه ورته خاندمه

څومره بې وسي ده چې لاسونه دواړه نه لرم
شپه ده دروازه په پښو وهمه ورته خاندمه

ستاد یاد مارغان دې اوس اوسیږي په دې غرونو کې
ځالې په کوټه کې ورته ورانومه ورته خاندمه

ستا محبت دومره انتها ته رسولی یم
ستا تصویر په اور کې سوزومه ورته خاندمه

وخته تا مې دومره زړه لوی کړی دی حیران یمه
زه چې ماشومان هم وېرومه ورته خاندمه
ښه څوک به ووایي چې د لومړ‎ي بیت معنا به څه وي؟ په اوبو کې د کاڼو له غورځولو او له ځان څخه د دایرو راتاوولو موخه څه ده!؟ هو همدغه بې مقصده شاعري د سوریالیزم د طبعې شاعري ده. دویم بیت یې هم جالب دی. توره شپه، د لاسونو نشتوالی او په پښو دروزاه وهل او بیا ورته خندل؟ ایا د لېونتوب حد نه دی؟ سوریالیستانو به هم د شعور مداخله نه خوښوله او موږ یې دې بیتونو کې وینو. وروستي دوه بیتونه یې ریشنل(عقلي) ښکاري او د عامو شاعرانو په څېر دي. شاعر په عشق کې دومره بره تللی چې د معشوقې تصویرونه سیزي او ورته خاندي. وروستی بیت کې د وخت جبر شاعر دومره ډبرزړی او وحشي کړی چې د ماشومانو له ډارولو خوند اخلي او ورته خاندي.
ږدمه خپل لاسونه په اور نه سوزي
ولې کاغذونه په اور نه سوزي

ځیني خلک هېڅ د چا هیریږي نه
ځيني تصویرونه په اور نه سوزي

سترګې مې ړندې په شوګیرو شولې
چا ویل چې خوبونه په اور نه سوزي

خیر دی زه به تاته انتظار کوم
خیر دی دېوالونه په اور نه سوزي
دا به څوک ومني چې کاغذونه په اور نه سیزي؟ کاغذونه خو په ماټکې لمبه لولپه کیږي. ایا دا بیان بیخي غیر واقعي نه دی؟ دی. خو همدې ته سورریالیزم وایي. تصویرونه نه سوځېدل او خوبونه نه سوځېدل، عجیب کیفیات دي. خو اخر بیت یې ریالیستیک دی. خپل ځان یې له دېوالونو سره تشبیه کړی او انتظار یې له اور سره. څنګه چې دېوالونه اور نه سیزي، داسې زه هم ستا د انتظار په اور کې نه سوځم. پښتو متل هم دی چې کوټه که سوځي، هومره یې دېوالونه پخیږي.
دا ډېوه هله بلیږي چې تېز باد شي
یو سړی چې رانه هېر شي نو رایاد شي

ستا په زړه کې ورته بد نه وي باقره!
چې ښېرې هم چاته وکړې نو پرې ښاد شي
اور چې بلوو؛ نو پناه او ګوښی ځای یې بلوو چې باد نه وي. شاعر وایي چې ډېوه هله بلییږي چې ښه تېز باد شي. څوک وایي چې همدا بیت د سورریالېزم بهترینه بېلګه نه ده؟ په ښېرو څنګه سړی ښادیږي؛ دا د دعا کار نه دی؟
تږی چې په غاړه د دریاب یمه
ښکاري د پنځم موسم ګلاب یمه

خلی هم له ځانه سره وړی نه شم
خلک رانه تښتي چې سیلاب یمه
د باقر په شاعرۍ کې سوریالیستیک او متحیر ترکیبونه ښه پرېمانه لیدل کیږي. پینځم موسم، اتم اسمان، پینځه کونجه دونیا او نور. د دریاب په غاړه ګلاب څنګه تږی شي؟ ډېره عجیبه او تر واقعیت او عامې شاعرۍ پورته خبره نه ده؟ بیا د پینځم موسم ګلاب کېدل. پینځم موسم موږ او تاسو کې چا لیدلی؟ حقیقت خو دادی چې ځمکه څلورم موسمونه لري؛ نو پینځم له کومه شو؟
د خپل وجود نه په سفر وتلی
په کور کې ناست سړی بهر وتلی

ما خو تصویر له خپله ځانه ویسته
دا خو تصویر له سمندر وتلی

زمکه ولاړه ده اسمان روان دی
ستا په لټون مې چرته سر وتلی

شوې مې سرتورې د اوږو پرښتې
نن مې له یاده خپل څادر وتلی
په خپل کور کې ناست څنګه بهر وځي؟ خپل وجود نه وتل؟ دا دویم بیت معنا به یې څه وي؟ ما ته کاملا بې معنا ښکاري او بې معناتوب د سوریالیزم ځانګړنه ده. موږ خو د جغرافیې په علم کې لوستي چې ځمکه متحرکه ده، دلته څنګه ولاړه او ساکنه شوې؟ زموږ څادر ته زموږ د اوږې ملایکې څه اړتیا لري؟
څوک رایادوم خو رایادیږي نه
واوره ږدمه لمر ته اوبه کیږي نه

چغې ترېنه هم راځي چې تنګ یمه
هېڅوک هم په دې کور کې اوسیږي نه

څه وکړمه ستا د لټون لار نه شته
څه وکړمه ځان رانه ورکیږي نه
واوره خو لمر ته ښه په خوند اوبه کیږي؛ لیکن شاعر وایي چې واوره مې لمر ته ایښې او نه ویلیږي. عجیبه نه ده؟ منئ یې؟ ښه! په کور کې هیڅوک هم نشته او بیا هم ترې چیغې راخیژي چې تنګ یم.
مړ یمه ځان ژوندی کومه خودکشي کومه
توبه توبه بیا به څوکاله زندګي کومه

خدایه لګیا یمه دعا دررسول غواړم
خدایه! لګیا یم په لاسونو کې سوري کومه
جالبه ده یو څوک مړ دی او بیا ځان راژوندی کول غواړي او بیا وایي هم چې څو کاله به نور هم ژوندی یم. ښه دا دې پر خپل ځای، د دعاګانو د رسولو او قبلولو لپاره د لاسونو سوري کول څه ربط لري؟ ایا دا ناعادي بیان نه دی؟
د باقر د شعر دونیا خپله ده او ښه پکې روان دی. د سوریالیستیکې شاعرۍ وراخوا ریالیستیکه شاعري هم لري.
ته صبر وکړه چې تصویر خو دې راواخلم کنه
ته صبر وکړه د بالښت لاندې مې ساه ایښې ده
او یا دا
ښه زما څه کار و چې بیا مې ستا تصویر راواخیست
ښه زما څه کار و اوس خوب به ټوله شپه نه راځي
دا دوه غزلونه یې هم د ښه شعر ګواهي ورکوي او دا بېلګې ځکه راخلم چې سوریالیستیک تمایل نه، ریالیستیک تمایل پکې دی.
په محبت به دې سوچ وکړم وېرېدلی یمه
له دې کمر نه یو ځل مخکې هم لوېدلی یمه

غږ مې څوک نه اوري مرۍ مې خپله کېنوله
ژوندی تصویر یم په دېوال چا لګولی یمه

زه ستا د پښو نه یم لوېدلی ته خبره نه یې
د سرو پانزیب یم یو ماشوم چرته موندلی یمه

دا چې په دشته کې ګرځېږم تږی کېږمه نه
د چا په زړه لکه باران راورېدلی یمه

راشه راجګ مې کړه لاسونه خو دې نه ماتیږي
باقره! زه د خپلو پښو لاندې راغلی یم

او یا یې هم دا نمونه:
د محبت د اخري حد په حصار کې یمه
تاسره ناست یمه او ستا په انتظار کې یمه

زما دوینې په هر څاڅکي پسې ګرځي ښکاریان
زخمي مارغه یم ترې پټ شوی په چنار کې یمه

توره تیاره ده له خپل ځان نه مې هم وېره کیږي
خلک ویده، ورونه بند او زه په لار کې یمه

پایله

د پایلې په توګه وایو چې شهنواز باقر په پښتو کې د سوریالیزم ادبي مکتب استازی شاعر دی. دی په خپله شاعرۍ کې د سوریالیزم ځانګړنې په ناارادي او ناشعوري توګه ځای کوي او ښه هم همدا ده چې دی پرې پوه نه دی؛ که نه بیا سوریالیزم په مصنوعي ډول پکې تبارز کاوه. زما د اټکل پر بنسټ د باقر په لومړۍ شعري ټولګه(د هوا سترګو کې شګې) کې پوره دېرش بیتونه هم ریالیستیک او د عامې شاعرۍ ځانګړنې نه لري. موخه مې هماغه هنري منطق دی چې نور شاعران ورته قایل دي؛ خو یوازې سوریالیستان دي چې هره پوله او قانون ماتوي. پاتې شاعرۍ یې شل سلنه د سوریالیزم د مکتب پر عامه او نارمل بڼه ده او نوره اتیا سلنه شاعري پکې د سوریالیزم د ادبي مکتب پر افراطي تقاضاتو برابره شاعري ده. باقر لکه سوریالیستان او دادایستان ژر ډګر ته راووت او ژر له سترګو پناه شو. خو دا باید هېره نه کړو چې سوریالیزم ژر ونړېد؛ خو له اغېزه یې د هر دور ادب متاثره دی. سوریالیزم تر واقعیت د وراخوا معنا لري. یعنې هغه څه چې د واقعت په مقابل کې راځي. لکه اسمان پر ځمکه باران اوروي او یو څوک برعکس ووایي چې ځمکې پر اسمان باران اووراوه. د سوریالیستانو شاعري له عامي شاعري جدا ده. دوی هېڅ قانون او قرارداد ته ژمن نه دي. موږ په پښتو ادب کې شهنواز باقر ته د لومړی باقاعده سوریالیست شاعر ویاړ ورکوو او دده د پنځونو درناوی کوو.
هغې بیا ګلاب نیولی دی په لاس کې
خوشبویي لېونۍ کړې خوشبویي ده

اخیستنې
۱ـ ارسطو.(۲۰۱۳ز). نظمیات. ژباړه او توضېح: قلندر مومند. پېښور: قلندر ریسرچ سېل.
۲ـ باقر، شهنواز.(۱۳۹۴). د هوا سترګو کې شګې. جلال اباد: ختیځ خپرندویه ټولنه.
۳ـ حمیدي، عتیق الله.(۱۴۰۱). سوریالیزم. کړکۍ اکاډمۍ ویبپاڼه.
۴ـ حمیدي، عتیق الله.(۱۴۰۱).سوریالیزم. لیکچر: افغان ادبي بهیر.
۵ـ روهي، محمد صدیق.(۱۳۸۵). شعر پېژندنه. کابل: صمیم ادبي ټولنه.
۶ـ روهي، محمد صدیق.(۱۳۸۶ل). ادبي څېړنې. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
۷ـ رشیدي، معید.(۱۳۹۳). استعاره، تخیل او تخلیق. ژباړه: عبدالجمیل ممتاز. جلال اباد: مازیګر کتابپلورنځی
۸ـ عزیزي، نقیب احمد.(۱۴۰۱ل). د ښې شاعرۍ ځانګړنې. لیکچر: افغان ادبي بهیر.
۹ـ غضنفر، اسدالله او نجیب الله منلی.(۱۳۹۹ل). د ادبیاتو دنیا(د راډیويي مجلې ادبي بحثونه). کابل.

ټګونه: د باقر شاعريسورریالیستیک مکتبشهنواز باقرشهنواز باقر شاعري
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    نوومبر 6, 2024
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د يوې کيسې کره‌کتنه | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    جولای 17, 2025
    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    جولای 16, 2025
    ولې د ځینو اثارو په معنا نه پوهېږو؟

    ولې د ځینو اثارو په معنا نه پوهېږو؟

    جولای 15, 2025
    د ځوانۍ په دې درې کټګوريو کې تاسې کوم ځای کې ياست؟

    د ځوانۍ په دې درې کټګوريو کې تاسې کوم ځای کې ياست؟

    جولای 13, 2025

    وروستي خپاره شوي

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د يوې کيسې کره‌کتنه | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    جولای 17, 2025
    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    بدن ته د «کاهو» له حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

    جولای 16, 2025

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    - Select Visibility -

      No Result
      View All Result
      •  
      • خبرونه
        • ابادي
        • اقلیمي بدلون
        • ورځنۍ پېښې
      • اسلام
        • لارښوونې
        • د عالمانو ویناوې
        • معلومات
      • سیاست
        • کالم
        • مرکه
        • تحلیل
      • ادبیات
        • ژبپوهنه
        • کتاب لنډیز
        • کره‌کتنه
        • لیکوالي
      • ژوند
        • ټېکنالوژي
        • روغتیا
        • سپورټ
        • بریالیتوب
      • اقتصاد
      • هنر او څېرې
      • د پوهاوي په اړه

      Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved