یوه بوډا شپانه راته کیسه کوله چې د رمې په پنډغالي کې مې لېوګۍ (ښځینه لیوه) لنګه شوه. په لومړیو کې به په پټه خپلو بچیانو ته تله او راتله، خو وزو ته یې کوم زیان نه رسوو. په دې حیوان او بچیانو یې د ترحم له وجې مې له هغه ځایه ونه ویستل، او پاملرنه مې پرې کوله.
لېوګۍ به ښکار ته تله او هر وخت به یې کومه مرغۍ یا سوی نیولي و او خپلو بچیانو ته به یې راوړل. په تګ او را تګ کې به یې هېڅکله هم وزو ته کوم زیان نه رسوو. ما هم په پوره توګه له خپلو وزو او دلېوګۍ له بچیانو څخه ساتنه کوله، آن تر دې چې د لېوګۍ بچیان را لوی شول.
یوه ورځ، چې لېوګۍ ښکار ته تللې وه، بچیانو یې زما له وزو څخه یو سېرلی خوړلئ و، زه هم په تمه شوم چې څه به وشي.
کله چې لېوګۍ بېرته راغله او دا صحنه یې وليده، په خپلو بچیانو یې حمله وکړه، ویې وهل بچیانو یې چیغې وهلې او غالمغال یې جوړ کړ.
په همدغه ورځ یې له خپلو بچیانو سره زما د وزو له غوجله ولاړه.
په بله ورځ مې چې کوم څه ولیدل زیات یې حیران کړم.
هغه دا چې د لېوګۍ بچی چې اوس غټ لېوه و، یو سېرلی نیولی و، په داسې حال کې چې ژوندی و او وژلی یې نه و، رایې وړو له دېول نه یې لاندې غوجل ته ورخوشي کړ او لاړ.
دا لېوه په دریو خصلتونو پېژندل کیږي: خوړونکئ، وحشي او حیوان.
خو وپوهېده چې هر وخت دچا ژوند ته راغلې، پناه یې درکړه او نیکي یې درسره وکړه، له هغه سره خیانت مه کوه؛ که تاواني کړی دې وي نو جبران یې کړه.
زده کړه: هر ذات جوړېږي، خو خراب ذات د جوړېدو نه دی.