د صنعتي انقلاب د رامنځته کیدلو سره، د ځمکې کره په ټوله کې له عادي حالته ۱ سانتي ګرید زیاته توده شوې وه. خو د ۱۸۸۰ او ۱۹۸۰ کلونو تر منځ په اوسط ډول په هرو لسو کلونو کې د تودوخې دا درجه ۰،۰۷ لوړه شوې ده. په دې کې بیا په وروستیو ۴۰ کلونو کې دا اندازه هر کال ۰.۱۸ سانتي ګرید ته پورته شوې ده، چې دا د نورو کلونو په پرتله زیاته اندازه ده. باید ووایو چې له ۱۸۸۰ کال څخه راپدیخوا د ځمکې کره له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۵ او بیا له ۲۰۱۵ څخه تر ننه پورې هغه کلونه دي چې د ځمکې کره پکې ډېره توده شوې ده.
د اقلیم د برخې پوهان دې پایلې ته رسیدلي دي، چې تر ۲۰۴۰ کال پورې د ځمکې د کرې اضافه تودیدل باید تر ۱.۵ سانتي ګرید پورې راوړل شي او که داسې ونشي نو دا به د ټولې نړۍ په ستر زیان تمامه شي.
په سترو زیانونو کې به یې سخته وچکالي، پر ځنګلونو اورلګیدنه، خطرناک سیلابونه، سخت طوفانونه او نورې بدې پیښې شامل وي. دا هر څه به په ټول انسانیت بده اغیزه وکړي، خو هغوې چې اقتصادي وضعیت یې ښه وي، د هغوې په پرتله چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، اغېز به یې پرې کم وي. باید یاده شي چې د اقلیم بدلون په ټوله کې د غربت، کډوالۍ، ولږې او د ټولنیزې ناراحتۍ اصل لامل ګڼل کیداې شي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د ځمکې د کرې په ګرمیدلو کې بیخي کمه برخه اخلي دا اندازه تقربیا 1% ده، خو له بده مرغه چې د اقلیم د بدلون اغېز یې د نورو هېوادونو په پرتله زیات اغېزمنوي. له ۱۹۵۰ څخه تر ۲۰۱۰ پورې په اوسط ډول هر کال یې 1.8 سانټي ګریډ په تودوخې کې زیاتوالی راځي، چې دا ډېر بد خبر دی. د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې دا اوس د وچکالۍ اغېز رامخې ته شوې دې، په داسې حال کې چې په یادو ولایتونو کې ۸۰ سلنه خلک بزګران دي او د کرنې له لارې خپلې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.
د اقلیم بدلون نه یوازې دا چې اورښت اغېرمنوي، بلکې د افغانستان پر دنګو غرونو پرتې واورې هم بې وخته ویلې کوي، چې له امله یې د یادو واورو څخه د اړتیا په وخت ګټه نه پورته کېږي او اوبه یې ضایع کېږي.
د افغانستان د اقلیم بحران به لامل شي، چې وګړي یې ګاونډیو هېوادونو او اروپا ته مهاجر شي، د دې ډار هم شته چې د افغانستان په سیندونو کې اوبه کمې شي او هغه هېوادونه چې د افغانستان سره په اوبو کې برخه لري لکه پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان، دوې به هم په جدي ډول اغېرمن کړي.
د افغانستان د اقلیم د بحران د کمیدو لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې 20.6 بیلیونه ډالر پکار دي، خو له بده بخته چې د دې برخې ډونران نه غواړي چې د افغانستان اوسنۍ ادارې سره په دې شرایطو کې ودریږي. دوې خپل شرایط لري او وايي چې په افغانستان کې د بشر حقوق باید تامین شي او جونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي. خو د اوسنۍ ادارې واکمن یې په ځواب کې وایي چې: د اقلیم بدلون نړیواله مسله او چیلنج دی، له سیاسته باید چې لرې وساتل شي.