لنډيز
ژبه یوه وچه مادي ښکارنده نه ده، بلکې ذهني بنسټ لري. کوم اوازونه، چې له خولې راوځي مانا لري او مانا په ذهن کې وي. که د ژبې مانیز اړخ نه وای، بیا به اوازونه یواځې فزیکي ښکارنده وه، لکه نور غږونه، چې موږ یې اورو، چې یواځې د فزیکي ښکارندې په توګه د غوږو له لارې زموږ مغزو ته ننوځي، خو کومه مانا نه لري او په ذهن کې کوم تصویر او مفهوم نه رامنځته کوي، لکه د الوتکې، موټر او تندر غږونه.
دا چې ژبه مانا لري، مانا په اروا پورې تړلې، په دې توګه ژبه او اروا سره تړل کېږي او دواړه په یو بل کې ننوځي، همداسې ژبپوهنه او ارواپوهنه په یو بل کې ورګډېږي او د ژبارواپوهنې ( Psycholinguistics ) په نوم یوه څانګه رامنځته کوي.
ژبه د یوه وګړي په وجود کې له پیله تر پایه د اروايي خوځښتونو او کړنو استازې او هېنداره ده. دا هغه وخت پېلېږي، چې د کوچني غږیز غړي د دې جوګه شي، چې اوازونه وزېږوي او د اوازونو په وسیله خپلې اروايي غوښتنې نورو ته ولېږدوي.
که په وګړني تاریخ کې د ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه د نظرونو شالید ته ورشو، نو دا نظرونه پکې بیخي نوي دي، چې ژبپوهنه او ارواپوهنه سره تړي، دې موضوع ته ډېر وروسته پام شو، خو په لنډ وخت کې ډېره ارزښتناکه او پراخه شوه.
کلیدي وييونه : ژبه، اروا، ژبپوهنه، ارواپوهنه، ژبارواپوهنه.
سریزه
پر ژبپوهنه د ارواپوهنې اغېز نه موخه د ( Psycholinguistics ) منځپانګه او بحثونه دي، چې پښتو کې یې ( ژبارواپوهنه، ژبساپوهنه، ارواپوهنیزه ژبپوهنه، د ژبې ارواپوهنه او … ) بولي. لکه وړاندې، چې مو وویل، دا څانګه د ژبې او اروا پر اړیکو غږېږې یا د ژبې او اروا ګډ اړخونه څېړي.
ارواپوهنه د انسان د بهرنیو یا فزيکي چلنونو په وسیله دنننیو اروايي خوځښتونو ته ورننوځي، په دې چلنونو کې یو یې ژبه او ژبنی فعالیت دی، چې مادي، فزیکي او غږیزه بڼه لري. دا مادي ، فزیکي او غږیزه بڼه د انسان د ذهني فعالیت ښکارندویه، څرګندویه او خپرندویه ده.
ژبه له مانا پرته هېڅ ده یا یواځې یو مادي وجود او غږونه دي. همدا مانا او د ژبې تر شا اروايي فعالیت دی، چې ژبه د پوهونې او راپوهونې وسیله کوي او د وګړو ترمنځ اړیکي ټینګوي. ژبه د ماناوو او مفاهیمو یوه ستره زېرمه ده، دا ماناوې او مفاهیم په ذهن کې وي، چې غږونه یا اوازونه یې بهر راوباسي. په دې توګه بهرنۍ ژبه ( غږیزه بڼه ) د دنننۍ ژبې ( ذهني ) پر بنسټ فعالیت کوي او پر دنننۍ ژبې پوهېدل د ارواپوهنې کار او دنده ده.
د څېړنې ارزښت
ژبه د مادي او غږیز اړخ ترڅنګ مهم اروايي اړخ لري، چې پوهېدنه پرې ارزښتناکه او مهمه ده. دا څېړنه پر همداسې مهمې موضوع چورلي، چې د ژبپوهنې او ارواپوهنې پر ګډو اړخونو رڼا اچوي.
د څېړنې موخه
د دې څېړنې موخه دا ده، چې د ژبې او اروا یا د ژبپوهنې او ارواپوهنې ګډ اړخونه څرګند کړي یا د یادو دوو پوهنو ترمنځ پر اړیکو رنا واچوي.
تېرو څېړنو ته کتنه
لکه وړاندې، چې یادونه وشوه، د وګړني تاریخ نورو څېړنو ته په پام د ژبې اروايي یا ذهني اړخ ته پاملرنه یوه نوې موضوع ده، چې د نړيوالو ورته پام شوی او په دې برخه کې یې په لنډ وخت کې پراخې څېړنې کړي دي. په پښتو ژبه کې بیا دا ډول څېړنې بیخي نوې دي او پراخ کار ته اړتیا لري. په دې اړه نورو ډېرو څېړونکو هم کار کړی، چې له ځینو یې دلته ګټه اخیستل شوې ده. دا څېړنه تېرو نه په ګټنه نوښت لري.
مواد و کرنلاره
د دې څېړنې له پاره له شته باوري په ځانګړې توګه برېښنايي سرچینو ګټه اخیستل شوې ده. د څېړنې ډول یې کتابتوني او مېتود یې تشریحي ـ توصیفي دی.
پر ژبه او بیا ژبپوهنه د اروا او ارواپوهنې اغېز له هغه وخته څرګند وي، چې کله کوچنی پر خبرو راځي یا که د کوچني ژبه له هغه وخته تر کتنې لاندې ونیسو، چې ګړېږي، ګړېدا یې د اروايي خوځښتونو استازیتوب کوي یا یې ژبه د اروا هېنداره وي.
ډېر ملایان او مولویان خپلې ویناوې ځکه موزونې کوي، چې موزون کلام پر اورېدونکي ښه اغېز کوي. څرګنده ده، چې په دغه وخت کې د ویناوال احساسات هرڅومره پارند او په ځوښ کې وي، د اورېدونکي پر هغو ښه اغېز کوي او هغه هم له ځان سره راپاروي. له تخنیکي او فزیکي اړخه موزونه یا درنه وینا هغه ده، چې د عادي په پرتله پکې ژبنی فشار لوړ او غځېدونکي اوازونه غځېږي او اوږدېږي. که دغه ډول وینا ثبت او بیا یې وزن وکتل شي، تر عادي درنه وي.
پر ژبه د اروايي اغېزو د پوهېدو له پاره که یو سندرغاړی تر څېړنې لاندې ونیسو، چې ولې یې غږ تر عادي هغو پر انسان ځانګړی اغېز کوي، لامل يې دا دی، چې د سندرې د ویلو پر وخت د سندرغاړي احساسات پارند وي. د سندرغاړي د پارندو احساساتو په پایله کې د غږ مادي بڼه هم اوړي، لکه خپلواک اوازونه، چې غږن او سندریز دي، لاپسې سندریز شي. د دې ترڅنګ د بېواکو غږنو اوازونو څرنګوالی هم اوړي، په دې توګه ټول غږیز بهیر یوه ځانګړې بڼه غوره کوي. همدارنګه که دوه وګړي په پام ونیسو، چې یو يې په غوسه او کرکجنو احساساتو کې غږیږي، د اوازونو زېږد، اهنګ او نورې نازنځیري ځانګړنې به یې یو ډول وي، خو که یو بل وګړي ته پام وکړو، چې عادي او هوسا غږیږي، د هغه د اوازونو زېږد او نورې غږیزي ځانګړنې به بل ډول وي؛ کله چې څوک احساساتي شي، نو د سا د هوا بهیر یې هم له هوسا یا عادي حالت نه ناهوسا یا ناعادي شي، بیا نو د هغو ټولو غړو حالت هم واوړي، چې غږیز زېږد پر غاړه لري، په دې ډول له اروايي ـ ذهني او مانیز کیفیت سره غږیز او مادي هغه هم همغږی شي. دلته دا یادونه هم په کار ده، چې ځینې نور غږونه هم د انسان پر اروا اغېز کوي، لکه د شپېلۍ، د دې لامل دا وي، چې په شپېلۍ کې یوه داسې سندره یا شعر غږیزي، چې هغه اورېدونکي له وړاندې اورېدلی وي، هغه او د شپېلۍ غږ دواړه یوځای کېږي او پر اورېدونکي اغېز کوي. د طبیعت ډېر غږونه د انسان پر اروا اغېز لري، که څه هم هغه ژبني نه وي، لکه د مرغیو غږونه، لامل يې دا وي، چې دا غږونه هم موزون او سندریز وي، خو تر شا یې وګړنی ذهن او مانا نه وي. دا غږونه ځکه د انسان پر اروا اغېز کوي چې موزون او سندریز وي او غږونه، چې کله دغه ځانګړنه خپله کړي، پر وګړنۍ اروا اغېز کوي.
د هغو غږونه پر موږ ښه لګېږي، چې خوښېږي مو یا راته ګران وي، لکه پلار، مور او نور او د هغو راباندې بد لګېږي، چې بد مو راځي او دا د ښو او بدو غږونو توپیر زموږ اروا کوي. که لنډه یې ووایو ژبه د وګړو ترمنځ اروايي اړیکي ټینګوي.
ژبه د انسان د اروا یا ذهني خوځښتونو هېنداره ده. د انسان اروايي کړه وړه د ژبې له لارې څرګندېږي، که یو نالوستی انسان په پام کې ونیسو، چې د ژوند ساده مسایل يې په ذهن کې دي، ساده غږیږي، یوستوې کلمې او جملې کاروي، بېلابېلې فلسفي او علمي نومونې نه کاروي، خو که یو لوستی انسان په پام کې ونیسو، غځېدلې، کړکیچنې ( بېلښتي او تړښتي ) کلمې او جملې کاروي، بېلابېلې فلسفي او علمي نومونې کاروي، ځکه هر څوک هغه څه پر ژبه راوړي، چې په ذهن کې یې وي. که د پښتو ژبې د دوو لیکوالو ژبه په پام کې ونیسو، د دواړو اروايي رغښت راته څرګندوي، لکه د پوهاند زیار او استاد غضنفر لیکنې سره پرتله کړو، د دواړو په لیکنو کې د کلمو او جملو کارونه راته د دوی اروايي رغښت هم ښيي. په دې ډول که د دین، رنځپوهنې، تاریخ، فزیک او نورو پوهنو څانګوال او پوهان سره پرتله کړو؛ هغه څه پر ژبه وايي، چې په ذهن کې يې وي. په همدې ډول که موږ د شعر ژبه په پام کې ونیسو، د عادي ژبې په پرتله ځکه پر موږ اغېز کوي، چې د شعر د ژبې تر شا په اروا کې خیال ، عاطفه او نور وي، هغه، چې د ریاضي، فزیک او تاریخ په ژبه کې نه وي.
« واده » یوه کلمه ده، چې یو مفهوم لري. دا کلمه، چې له نورو کلمو سره یوځای شي، جمله جوړوي، چې د یوې پېښې یا حالت بیان کوي او یوه کلي مانا لري.
کلمه د ژبپوهنې له مخې وییز واحد دی، چې تر ځان په ښکته پوړ کې له مورفیمونو جوړه ده او تر ځان په لوړ پوړ کې له نورو مورفیمونو او کلمو سره غونډونه جوړوي.
د کلمې په توګه « واده » یو رواني واحد دی. د رواني واحد مانا دا ده، چې مفهوم لري او په ذهن کې د ښادۍ د مراسمو تصور جوړوي. دا مفهوم په ذهني میکانیزم کې له نورو مفاهیمو سره
نږدې او لرې اړیکی لري او د همدې اړیکي پر بنسټ یې مفهوم مشخصېږي. ساز سرود، خوړه، ناوې، مېړه او داسې نور هغه مفاهیم دي، چې له واده سره د مجاورت د اړيکي پر بنسټ د انسان په ذهن کې یوه ټولۍ جوړوي. د واده په اړه د خلکو عواطف هم په دې کلمه کې راڅرګندېږي. د ژبې نورې کلمې هم داسې دي. د « واده » بېلګه راته د ژبې او روان ترمنځ اړیکی ښيي.
د واده په بېلګه کې وینو، چې د ژبې مطالعه له روان سره او د روان مطالعه بې له ژبې نېمګړې ده. د انسان روان او چلن د اوراپوهنې او ژبه د ژبپوهنې موضوع ده. د انسان د ادراک سیستم او شعور او لاشعور ته مهمه لار د ژبې ورغلې ده، چې له ارواپوهنې سره د انسان د روان په پوهېدو کې مرسته کوي. فروید د انسان پر لاشعور د ناروغ له خبرو پوهېده او ژاک لکان وايي، چې د فروید لاشعور هماغه د سوسور لانګ ( ژبه ) ده، بلکې وروستیو ژبپوهانو خو د شعور او فردي او ټولیز لاشعور مفاهیم د ژبې یوه لوبه وګڼله، چې له نورو مفاهیمو سره په اړیکی کې خپله مانا څرګندوي. د یونګ د ټولیز لاشعور لرغونبېلګه ( ارکیټايپ ) هم یو ژبنی مفهوم دی. په دې ډول د ژبپوهنې او ارواپوهنې ترمنځ نږدې اړیکي وینو. ژبپوهنه له ارواپوهنې سره د روان او ارواپوهنه له ژبپوهنې سره د ژبې په شننه کې مرسته کوي. ارواپوهنیزه ژبپوهنه (Psycholinguistics ) د ارواپوهنې په مرسته پر ژبپوهنه خبرې کوي. یوه بېلګه يې د ادراکي ارواپوهنې په مرسته د ګډڅانګیز مېتود په مټ د ژبې، بدن، او ادراک پر تړاو او د انسان په ذهن کې د ژبني نظام پر جال د ادراکي ژبپوهنې بحث دی. ادراکي ژبپوهنه له ادراکي ارواپوهنې نه مرسته غواړي. د ژبې ارواپوهنه بیا د ژبې په مرسته پر ارواپوهنه بحث کوي او د انسان پر روان د ژبې پر اغېز غږیزي ( ښکلی، ۱۴۰۱، ۳۴ ـ ۳۵ ) .
د ژبارواپوهنې څانګه د ژبزده کړې او ژبکارونې او داسې نورې مسالې د رواني پېښو له مخې
څېړي ( زیار، ۱۳۸۲، ۳۱ ).
څنګه کولی شو په ژبه وګړېږو او پوه شو، کوچنیان دا مهارتونه څنګه ترلاسه کوي او ماغزه يې
څنګه ملا تړي ؟
تر دوو پېړیو ډېرې وشوې، چې اروايي ژبني مسایل تر څېړنو لاندې دي. که څه هم ډېر ژبارواپوهان لیواله دي، چې د ژبارواپوهنې تاریخ د ( ۱۹۵۰/ ۱۹۶۰ ) لسیزې په وروستیو کې د چامسکي له «ادراکي اوښتون» سره پیل کړي. د تجربوي ژبارواپوهنې تاریخ په حقیقت کې د اتلسمې پیړۍ پای ته ورګرځي. ژبارواپوهنه څلور تاریخي ریښې لري، چې د نولسمې پیړۍ په پای کې یوځای شوې دي. په هغه وخت کې دا څانګه چې معمولا د ژبې ارواپوهنه بلل کېده، تاسیس شوه. لومړۍ ريښه پرتلیره ژبپوهنه وه، چې د ژبې د اروايي سرچینې مساله يې راپورته کړه. دویمه په مغزو کې د فرانز ګال ( Franz Gall ) په مشرۍ د ژبې مطالعه وه، چې د بروکا او ورنیکا کشفونه یې مهمې نښې وې. درېیمه ریښه د ماشوم د ودې له پاره د ورځينو یادښتونو مېتود وو، چې له روسو ( Rousseau ) راڅرګند شو. څلورمه ریښه د ویناييز او ژبني فعالیت له پاره تجربوي لابراتواري مېتود وو، چې د فرانسسکو ډونډرز ( Franciscus Donders ) له ذهني مهالمېچ ( Chronometry ) څخه سرچینه اخلي. ویلهیلم وونت ( Wilhelm Wundt ) پر ( ۱۹۰۰ م ) کال دا څلور مېتودونه سره یوځای کړل. د ژبارواپوهنې دا څلور لیدونه په بېلابېلو چوکاټونو کې تر شلمې پیړۍ پورې وغځېدل (Levelt, W.M.J, January 2013) .
د ژبپوهنې او ارواپوهنې ترمنځ د اړیکو مطالعه شلمې پیړۍ ته ورګرځي، هغه وخت چې دواړو د ساینسي څانګو په توګه پرمختګ وکړ. په هر صورت، په پیل کې د فردیناند دی سوسور او لیونارد بلومفیلډ په څېر ژبپوهانو په ابتدايي توګه د ژبې د رغښت په صوري شننې تمرکز وکړ. بیا د شلمې پیړۍ د نیمایي په وروستیو کې ژبارواپوهنه راڅرګنده او په ذهن کې د ژبني فعالیت او منځته راتګ په اړه وغږېده. په ( ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ م ) لسیزو کې د یادو دوو سترو څانګو ترمنځ اړیکي د جان پیاګه ( Jean Piaget ) او جیروم برونر ( Jerome Bruner ) په څېر ادراکي ارواپوهانو په څېړنو سره خورا ټینګ شول. له هغه وخت راهیسې ژبپوهنه او ارواپوهنه لا پیاوړي شوي دي. ژبپوهنه د ژبې پر رغښت او ځانګړنو د پوهیدو له پاره یو چوکاټ چمتو کوي، په داسې حال کې چې ارواپوهنه د ژبې د فعالیت، ترلاسي او کارونې د څرنګوالي په اړه پوهه وړاندې کوي
(Li, ChenXi, December 2023).
ژبارواپوهنه یا د ژبې ارواپوهنه د ژبنيو لاملونو او اروايي اړخونو ترمنځ د متقابلو خپلمنځي اړیکو مطالعه ده. دا څانګه په ټوله کې له هغو جوړښتونو سره تړلې، چې ژبه د هغې په وسیله په ذهن او مغزو کې کار کوي او راڅرګندېږي؛ دا هغه اروايي، عصبي او بیولوژيکي لاملونه دي، چې انسان ته د ژبې د لاسته راوړلو، ګټنې ، درک او تولید وړتیا ورکوي.
د ژبې ارواپوهنه د ادراکي ذهني ځواک له چارو سره تړلې، چې د ژبې د ګرامري جوړښتونو د تولید له پاره اړینه ده، همدارنګه د اورېدونکي په وسیله د دې جوړښتونو له درک سره سر و کار
لري.
د ژبې په ارواپوهنه کې لومړنۍ هڅې په فلسفي او ښوونیزو په ټوله کې د دوی د موقعیت له امله له عملي علومو پرته په نورو څانګو کې وې ( د مثال په توګه: د انسان د مغزو په اړه سره تړلي
معلومات، چې څنګه کار کوي ) . اوسنۍ څېړنه د بیولوژۍ، عصبي ساینس، ادراکي ساینس، ژبپوهنې او معلوماتي ساینس څخه کار اخلي، چې په ذهن و مغزو کې د ژبې فعالیت وڅېړي، په دې برخه کې د ټولنیزو علومو له پېژندل شويو پروسو ، انساني پرمختګ، ارتباطي تیوريو او د
ماشوم د ودې او نورو څخه لږه ګټه اخیستل کېږي. د مغزو د نیورولوژیکي چارو د څېړلو له پاره د داسې تخنیکونو فرعي دسپلینونو شته، چې بدن پکې نه څېرې کېږي. د مثال په توګه: وژژبپوهنه ( د عصابو ژبپوهنه ) په ځاني توګه پر یوه څانګه اوښتې او پرمختیایي ژبارواپوهنه، د ژبارواپوهنې د یوې څانګې په توګه، د ژبې په زده کړه کې د کوچني پر وړتیا غږېږي ( Wikipedia ).
که ارواپوهنه د انسانانو کړنې څېړي، نو د ژبې د کړنو څېړل یې هغه برخه ده، چې له ژبپوهنې سره پکې یوځای کېږي.
ژبپوهنه شوې خبرې، د خبرو څرنګوالی او د اورېدونکي غوږونو ته د خبرو پر رسېدلو بحث کوي. تر دې مخکې او وروسته عقلي عملیاتو سره یې کار نه شته. ارواپوهنه بیا له شوو خبرو مخکې او د اورېدونکي تر غوږونو د خبرو تر رسېدلو وروسته پړاوونو څېړلو دنده لري. په دې وروستیو کې ځینو څېړونکو ژبه له دې دواړو خواو وڅېړله، یانې ژبه یې یواځې د یوې کړنې او یا د یو جوړښت په توګه ونه څېړله، بلکې د جوړښت او ذهني پړاوونو په پام کې نیولو سره یې وڅېړله. همدا څېړنې د دې لامل شوې، چې د ژبارواپوهنې په نوم یوه نوې څانګه رامنځته شي.
ژبارواپوهنه د ژبپوهنې هغه څانګه ده، چې د ژبې او ذهن اړیکې څېړي. یانې یوه ژبه څه ډول زده کېږي، خبرې څه ډول جوړېږي او خلک څنګه پر خبرو پوهېږي، اړیکي څنګه رامنځته کېږي؟
هر وګړی له بل وګړي سره د مورنۍ ژبې په کارولو کې توپیر لري. دا توپیرونه د وییزېرمې، د وییونو د رایادولو، د مفاهیمو له پاره د مناسبې اصطلاح موندلو، لوستلو، لیکلو، اورېدلو، د ژبنیو اطلاعاتو څېړلو او نورو ذهني فعالیتونو په برخه کې وي. ژبارواپوهنه همدا څېړي، چې دغه توپيرونه له کومې کېږي. ارواپوهان دې پایلې ته رسېدلي، چې هوښیاري ځان ته پدیده نه ده، بلکې له بېلابېلو وړتیاوو څخه رغېدلې پدیده ده، چې د ژبې ونډه پکې هېرېدلی نه شي. ارواپوه ترستون ژبنۍ وړتیا د هوښیارتیا اړونده پدیده ګڼي، چې نږدې ټولمنلې تیوري ګڼل کېږي، ځکه خو د هوښیارتیا په زیاترو ازمېښتونو کې داسې پوښتنې کېږي، چې ژبنۍ وړتیا پکې وتلل شي. ارواپوهنیزه ژبپوهنه همدا هم څېړي، چې ژبه پر فکر او فکر پر ژبې څومره اغېز کوي. د ژبې زده
کول څومره فطري دي او تر کومې کچې زده کېدی شي ( داوودزی، مسلم، ۲۲ غويي ۱۳۹۹ ).
د ژبې او ارواپوهنې تړاو راښیي، چې څنګه موږ، د انسانانو په توګه ژبه کاروو ، همدارنګه دا راښيي، چې موږ څنګه پر ژبه پوهیږو، څنګه ژبني توکي زېږي او موږ پرې پوهه ترلاسه کوو ؟ الفاظ مخامخ پر انساني روان اغېز پرېباسي او د یوې ځانګړې ژبې کارول کولی شي یو چا ته بېلابېل احساسات ورکړي. ځینې کلمې موږ خوښوي او ښه احساس را کوي، خو ځینې الفاظ مو خپه کوي. ژبه د انساني ژوند د تجربو، عقيدو او باورونو په نتیجه کې په خپل تخنیک سره
پنځېږي. زموږ ذهن ته رسېدونکي الفاظ ذهن ارزوي، موږ تون یا لهجې ته غوږ نیسو یا یې لولو ، د خبرو کوونکي مزاج ګورو، د کلمو پر مانا فکر کوو او غوره کوو یې، ظاهري څېرې ته ګورو، چې
زموږ پر وړاندې یې غبرګون څه دی ؟
له یو مشر رنځپوه مې اورېدلي وو، چې یو ډېر مشهور رنځپوه، د اسلامي علومو یو پوه ته وویل : زموږ ټول طبابت دې خراب کړی، زه په ډېر زیار درمل جوړ کړم، خو ناروغان، چې تا ته درشي، یو چف پرې وکړې، ښه شي، بیا ما ته نه راځي. هغه ورته وویل: غلی شه ! رنځپوه خاموش شو غږ یې ونه کړ ، مولانا ورته وویل: څنګه مې په یوه تېزه خبره غلی کړې، دا یوه تشه خبره وه، زه خو یې د الله تعالی په کلام دموم. یو مشهوره خبره ده، چې « د ټوپک ټپ رغېږي، خو د ژبې پرهر نه
رغېږي » یا ویل کېږي، چې « بده خبره سل کاله عمر لري» . ژبه ښایي موږ فکر کولو ته اړ نه باسي، خو د ژبې د الفاظو کارول مو پر ذهنیت اغېز پرېباسي، د مانچستر په پوهنتون کې د
ژبپوهنې او کلتورونو د څانګې څېړونکي ( ګی ډوشر) په باور «که مختلفې ژبې زموږ پر ذهنونو په
بېلابېلو لارو اغېزه کوي، دا د دې له امله نه ده، چې زموږ ژبه موږ ته د فکر کولو اجازه راکوي، بلکې د هغه څه له امله ده، چې دا عادت موږ مجبوروي، چې فکر وکړو » یانې د الفاظو اورېدل مو
فکر کولو او غبرګون ته هڅوي ( میاخیل، ببرک، ۹ سپتمبر ۲۰۲۳ ).
ژبساپوهنه یا ژبارواپوهنه اروايي او وژ ـ ژوندپوهنیز (نیوربیولوژيکي) لاملونه څېړي، چې انسان ته
د ژبې د ترلاسي، کارولو، پوهولو او زېږولو وړتیا ورکوي ( کډوال، ۱۴۰۰، ۱۱۴).
ژبارواپوهنه هغه څانګه ده، چې د اروايي چارو څېړنه او سپړنه کوي، چې انسان د هغو په وسیله پر ژبه لاسبری کېدی او ګټه ترې اخیستی شي. ارواپوهان د هر عمر لرونکو وګړو د ژبني درک او تولید څرنګوالی، همدارنګه ګړنۍ او ژبنۍ وده څېړي. نوموړې څانګه د ژبپوهنې پر بنسټ ژبه سپړي او ژبپوهنه هغه څانګه ده، چې د ژبې جوړښت سپړي. که څه هم د ژبې ترلاسی، درک او تولید د ژبارواپوهنې د څېړنې اصلي برخه وه، خو دا څانګه له پیل راهیسې پام وړ پراخه شوې ده. اوس ژبارواپوهانو ته د ژبني فعالیت وژپوهنه ( Neurology ) پاموړ ده، په ځانګړې توګه هغو ته، چې جنسي توپیرونه، ژبغړاندي، د نابالغو مغزو او د ژبنۍ ودې نیمګړتیا له زېږون یا اکتسابي زیان وروسته څېړي. ځینو ژبارواپوهانو دې ته زړه ښه کړی، چې پر ناانساني ژبزده کړې، د بېلګې په توګه پر ګوريلا، چيمپنزي او نورو ازمېښت وکړي، چې څرګنده کړي ژبه لکه څرنګه، چې يې موږ پېژنو، یواځې انساني پدیده ده که نه ؟
(Ratner N.B, Gleason J.B, 2024).
ژبارواپوهنه د ژبې د درک او تولید د بېخبنا ادراکي پروسې او پر دې پروسو باندې د کلتوري چاپېریال اغېزه څېړي. دا د لومړنۍ یا بنسټیزې ژبې د فعالیت ذهني جوړښتونه او پر ذهني جوړښتونو د ژبې او لیکني سیستم اغېزې څېړي. ژبارواپوهنه یوه ګډه څانګه ده، چې
ارواپوهنه، ژبپوهنه او ادراکي ساینس د بېلګو د پراختیا په موخه سره یوځای کوي، چې د ځانګړي ژبني چلن تشریح او وړاندوینه کوي. دا د ارواپوهنې او ژبپوهنې د ناستې، تړون او یوځای کېدو ځای دی، چې ژبه د پام وړ او کړکېچن چلن دی، چې د انسان ځانګړتیا ده Typeset N.D) ).
پایله
تېرو کرښو او څېړنې څرګنده کړه، چې ژبه له اروا سره تړلې ده یا ژبه د انسان د اروا استازې او هېنداره ده، چې د ژبپوهنې او ارواپوهنې په یوې ګډې څانګې ( ژبارواپوهنې ) کې پرې بحث کېږي.
په دې څېړنې کې ښکاره شوه، چې ژبه د اروا تر اغېز لاندې ده یا ارواپوهنه پر ژبپوهنه اغېز لري. کله چې یو انسان د اروايي اغېزو په اډانه کې ګړېږي، همدا ګړېدا یې د بل پر اروا اغېز کوي، په دې توګه د ګړېدونکو یا ویناوالو ترمنځ د ژبې له لارې اروايي اړيکي ټینګېږي یا ارواوې سره تړل کېږي.
اخځونه
داوودزی، مسلم . ارواپوهنیزه ژبپوهنه . د خپرېدو نېټه : ۲۲، غويي، ۱۳۹۹. لاسرسی :
https://raghoon.com [ اخیستنه : ۶، وری، ۱۴۰۳ ] .
زیار، مجاوراحمد. ( ۱۳۸۲ ) . پښتو پښویه ( پايڅوړ: د ژبپوهنې بنسټونه او غږپوهنه ). پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
ښکلی، اجمل . ( ۱۴۰۱ ) . د ژبپوهنې نظریې . کابل : پکتوس خپرندویه ټولنه.
کډوال، شاه محمود . ( ۱۴۰۰ ) . د ژبپوهنې بنسټونه . لغمان : رهبر خپرندویه تولنه .
میاخیل، ببرک . د ژبې او ارواپوهنې تړاو . د خپرېدو نېټه : ۶، سپتمبر، ۲۰۲۳ . لاسرسی :
[ اخیستنه : ۴، وری، ۱۴۰۳ ]. https://www.facebook.com/babrakm
Levelt, W.M.J (January 2013) A History of Psychology: The Pre – Chomskyan Era. Retrieved 2024, March. 15, from https://www.researchgate.net/publication/285918931
Li, ChenXi (December 2023) The Influences of Psychology on linguistics Change (Pdf). Retrieved 2024, March. 20, from https://www.researchgate.net/publication/376307559
Ratner N.B, Gleason J.B (2024) Psycholinguistics. Retrieved 2024, March. 21, from https://www.sciencedirect.com/topics/neuroscience/psycholinguistics
Typeset (N.D) how Psycholinguistics defines Psychology. Retrieved 2024, March. 25, from https://typeset.io/questions/how-does-psycholinguistics-define- psychology-21qnr3cik6
Wikipedia ( Feberuary 2024 ) Psycholinguistics. Retrieved 2024, March. 22, from https://en.wikipedia.org/wiki/Psycholinguistics