هره ژبه د کمپیوټر، ادبیاتو، طب، حقوقو، ورځنیو خبرو لپاره ځانګړي کلمات لري چې بېلابېل کارون ځایونه لري او د دغو موادو د ساتلو لپاره اړتيا ده چې په یوه ټولګه کې راټول شي او دغه مواد د یوه کتاب په بڼه راټولول او ليکل قاموس یا قاموسلیکنه بلل کېږي او قاموس ته د دغو موادو د داخلولو لپاره یوې مېتودلوژۍ ته اړتيا ده او که د یوې ژبې کلمات پرته له مېتودلوژۍ قاموس ته داخل شي، نو تر ډېره به له ستونزو ډک وي او د قاموس کاروونکي ستونزه به نشي حلولی.
قاموس لیکنه دوې معناوې لري: لومړی؛ د وييونو را غونډول، الفبايي ترتيب ورکول، په یوه قالب کې ډلبندي او برابرول دي او بله معنا یې دې اصولو ته لارښودل لیکل دي، چې کوم وييونو پکې ځای شي او کوم پکې ځای نشي. د کوم مېتود له مخې چې د وخت، حجم د سپما په نظر کې نیولو سره لوستونکی یې اسانه وکارولی شي او هم خپلې ستونزې په اسانۍ پکې حل کړي چې وخت یې ضایع نشي.
قاموس لیکنه قدم په قدم د ډکشنرۍ جوړښت، ځانګړنې، سرچینې، اصول، حللارې او کارونه درپېژني یانې قاموس لیکنه مو د ډکشنرۍ د مېتودلوژۍ یا قاموس جوړونې سره بلد وي. په یوه ژبه کې ښه او معياري قاموس هغه وخت ليکل کېږي چې د یوې مېتودلوژۍ پر بنسټ جوړ شي او که پرته له مېتودلوژۍ قاموس جوړشي، یوازې د وييونو راټولونه به وي. قاموس ليکنه په پرمختللو ژبو کې اسانه ده، مګر په وروسته پاتې ژبو کې ستونزمنه ده.
قاموس لیکنه په لوی سر کې په دوو برخو وېشل کېږي:
عملي قاموسلیکنه
نظري قاموسلیکنه
عملي قاموسلیکنه: د قاموس ليکنې موخه عموما عملي قاموس ليکنه ده چې د قاموس د جوړولو، لیکلو او ايډيټ مهارت ته وايي. د قاموس ليکونکي اصلي دنده عملي قاموسليکنه ده یانې قاموس ته د کلماتو ننه ايستل، ترتيب، تلفظ، ګرامري حالتونه، معنا، تعريف او د قاموس نورې اړونده چارې به ترسره کوي. په عملي قاموسليکنه تر ډېره حده کوښښ کېږي، چې قاموس لیکونکی د کلماتو سمه املا، تلفظ، معنا، تعریف او ګرامري توکونه په سم ډول داخل کړي. د عملي قاموس ليکنې لغوي ذخیرې ته دریاب، سیند، قاموس، وييپانګه، لغوي پانګه او قاموس هم وايي.
نظري قاموسلیکنه: د نظري قاموس لیکنې دنده د کلماتو ترمنځ اړیکې او د قاموسونو ارزونه، نقد، تاریخ، او د جوړولو لارې چارې دي. نظري قاموسليکنه د عملي قاموسليکنې سره مرسته کوي او اصول ورته جوړوي چې د همدغو اصولو له مخې قاموس ته مواد داخلېږي.
نظري قاموسليکنه د موادو (کلماتو) په راټولولو خبرې کوي، چې څنګه راټول شي او څنګه قاموس ته داخل شي او کوم کلمات قاموس ته داخل شي او د کلماتو لپاره ګرامري، فونټيکي، صوتي او داسې نور اصول هم وړاندې کوي.
نظري قاموس ليکنه د یوه ويي په ټولو ځانګړنو خبرې کوي حتی تر معنا او تعریف پورې یوه تيوري جوړوي او واضح کوي یې چې په عملي قاموسليکنه کې ترې ګټه واخيستل شي، که نظري قاموسليکنه موجوده وي، نو عملي قاموس ليکنه هم پياوړې او هم یې کار اسانه وي.
په پښتو ژبه کې زیات یوژبیز، دوهژبیز قاموسونه لیکل شوي، مګر مېتودلوژي یې یوه نه ده. که د دې ټولو پر ځای په اکاډمیکو اصولو برابر یو عمومي قاموس لیکل شوی وی، زموږ ليکدود به یې له سلګونو تېروتنو ژغورلی وی. د ژبې اړوند علوم لکه ژبپوهنه او داسې نور اړوند علوم هله وده کوي، چې ښه قاموس ولري چې د ټولو اکاډمیکو اصولو سره برابر وي.
که په پښتو کې د کېمبرېج غوندې يوژبیز قاموس وليکل شي، له پښتو سره به تر یوه لوی څېړنیز مرکز زیاته مرسته وکړي، ځکه د پښتو ټول ژبپوهان په هره برخه کې خپله څېړنه له قاموسه کوي، همدارنګه نور څانګوال به خپل تخصصي مواد ډېر په اسانۍ له قاموسه اخیستلی شي، خو دغه ډول قاموس یوه مېتودلوژي غواړي چې نظري قاموسليکنه ورته وایو.