د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د ۱۴۰۳ کال له پیله تر دې دمه په ټول هېواد کې شاوخوا ۴،۸۳ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي چې دا ارقام د تېرکال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
دغه ادارې نن (سېشنبه، د لړم لومړۍ) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له ریموټ سنسینګ ټکنالوژۍ څخه په استفادې او د سپوږمکیزو انځورونو د تحلیل پر بنسټ یې د هېواد په کچه په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړي.
د احصايې او معلوماتو ملې ادارې د اټکل له مخې، په دې کال کې د غنمو تر کښت لاندې ټوله ساحه ۲،۱۲ میلیونه هکټاره ده چې له ډلې یې ۱،۳۸ میلیونه هکټاره اوبیزه او ۷۳۶ زره هکټاره يې للمي ده.
سرچینې ویلي، ترلاسه شویو ارقامو ته په کتو د غنمو تر کښت لاندې ساحه په دې کال کې شاوخوا ۷۰ سلنه د هېواد تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه رانغاړي.
د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې شمېرې ښيي، چې “په روان کال کې د تېر کال په پرتله ۲،۸ سلنه تر کښت لاندې اوبیزو او ۸،۲ سلنه تر کښت لاندې للمي ځمکو کې زیاتوالی راغلی او عمده لامل یې هم د کوکنارو پرځای د غنمو کښت او پر وخت د موسمي بارانونو زیاتوالی دی. تر ټولو زیات پر اوبیزو ځمکو د غنمو کښت په هلمند، کندهار، فراه او کندوز او ترټولو زیات للمي غنم په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې کرل شوي دي. “
یادې ادارې دا هم ویلي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۶،۸۲ میلیونه مټریک ټنو غنمو ته اړتیا ده، چې په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو تولید ته په پام شاوخوا ۲ میلیونه مټریک ټنه کموالی ښيي.