لیکوال: عبیدالله حسام
د الله تعالی لور ته دعوت یا د دین خپرول پر هر مسلمان لازمي کار دی. زموږ په ټولنه کې باید داسې یوه ډله وي چې د الله تعالی دین ته دعوت یې اصلي دنده وي، دوی باید خپل وخت د همدې خیر کار لپاره وقف کړي.
ته د مسلمان په توګه باید خپل دین ته دعوت وکړې، تر هغې اندازې چې پوهه پکې لرې، هغه چا ته چې چار چاپېر یې پېژنې.
د بېلګې په ډول د جمعې د لمانځه په خطبه کې دې یوه دیني مسئله زده کړه، د کورنۍ غړو، ملګرو، ګاونډیانو، د دفتر همکارانو او نورو کسانو ته یې ورسوه، همدا هم دعوت دی.
په فیسبوک کې دې دیني ویډیو وکتله یا د یو چا له دیني معلوماتو اغېزمن شوې، تر نورو غړو یې ورسوه او معلومات یې خپلې مېرمنې او اولادونو یا د کورنۍ نورو غړو سره هم شریک کړه یا هغه ویډیو ورته ولېږه، همدا هم دعوت دی.
که دا کار وکړې، د دین د خپرولو مسوولیت به دې ادا کړی وي، که یې ونه کړې تاوان دې خپل دی چې د دین خپرولو کې دې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی.
ځکه الله تعالی په زمانه قسم کوي چې زما دې په زمانه قسم چې انسان په تاوان کې دی، مګر له دې حکم نه هغوی مستثنی دي چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه کوي، په حق سپارښتنه کوي، خلکو ته یې په حق وینا کړې او په صبر او زغم خلکو ته سپارښتنه کوي. د زمانې له تباه کولو څخه هغه څوک مستثنی دي چې ایمان یې راوړی وي، نیک عملږونه کوي او دعوتګر وي. انشاءالله!
نو په هر مسلمان باندې لازمنه ده چې د خپلې پوهې په اندازه خلکو ته دین ورسوي.
ځکه خو رسول الله ص امر کړی چې «بلغو عنی ول ایة» ژباړه: له ما څخه یې خلکو ته ورسوئ، که د یو آیت په اندازه هم وي.
تکړه علماء چې په دین کې ښه پوهه او ژوره مطالعه لري، کله چې دوی دعوت کوي، له تا نه د دین ژور دعوت چې ستا له توان څخه پورته وي، فرضیت یې ساقطېږي او مسوولیت یې دغو جیدو علماوو ته راجع کېږي، خو د خپلو معلوماتو په اندازه دین ته دعوت پر تا هم لازمي دی.