لیکنه: محمدنظیم سمون
برېکس د اسیایي، افریقایي او لاتینې امریکې د یو شمېر پر مخ ودو هېوادونو اېتلاف دی چې تر ډېره اقتصادي موخې لري. برېکس له تاسیس (2014) راهیسې تر اوسه د غړو دولتونو د مشرانو په کچه ګڼې غونډې کړي خو سږنۍ غونډې یې ځکه ډېر انعکاس وموند چې د روسیې پوتین پکې ددې سازمان یوه فرضي کرنسي نندارې ته وړاندې کړه. د دې کرنسۍ ظاهري جذابیت دا دی چې ډېری یې د نړی وال بازار د مروجې کرنسۍ (ډالر) رقیب ګڼي. خو دا چې برېکس به د ځینو په اصطلاح د خپل ډي ډالریزېشن او واحد تادیاتي سیستم د رامنځته کېدو په هدف کې بریالی شي که نه، د وخت مسله ده او فکر غواړي.
خو زما باور دا دی چې ختیځ او په ټوله کې جنوبي نړۍ د لوېدیځ جوړ او د هغه تر اغېز لاندې اقتصادي، مالي، سیاسي او نظامي اېتلافونو سره د ګډې مقابلې هېڅ سابقه نه لري.
دا ستونزه په دغې سیاسي جغرافیه کې له پېړیو راهیسې شته جیولوپوټیکي سیالیو ، کلتوري او ارزشي توپیرونو او تاریخي بدیو کې ریښه لري. که تاسو د نړیوالو سازمانو او اېتلافونو تاریخچه ولولئ- په ځانګړې توګه هغه چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تاسیس شول او په نړیوال سیاست کې یې تاثیرګذاري د پام وړ ده، غړو دولتونو یې په خپلو کې څو اساسي مشترکات لرل: ګډ تمدني ارزښتونه، ګډ تهدیدونه او ګډ سیاسي ارزښتونه.
اوس راشه برېکس ته: د هند- چین ترمنځ جیولوپوټیکي رقابتونه؛ د روسیې- چین ترمنځ ارضي او سیاسي رقابتونه، د برازیل-جنوبي افریقا او چین-برازیل ترمنځ سیاسي او اقتصادي رقابتونه.
له بلې خوا د برېکس ځینې اقتصادي قدرتونه په اقتصادي او ټکنالوجیکي ډګر کې پر لوېدیځ شدیدا متکي دي. د برېکس سږنۍ سرمشریزه د لوېدیځ د اقتصادي بندیزونو ځپلې روسیې هایجک کړه او د لوېدیځ پر وړاندې یې خپله غوسه د یوه فرضي سلګون چې لا یې پر نوم هم توافق نشته، سړه کړه.دا چې دوی به د سوېفټ د بدیل په توګه د یوه کارنده نړیوال تادیاتي سیستم یا هم د ډالر د ځایناستي په توګه د یوې واحدې کرنسۍ په رامنځته کولو بریالي شي، زما زړه ته نه لویږي.
هو! د لوېدیځ هجمونیزم ننګول د وخت اړتیا ده خو که دا مقام بل فرعون نیسي موږ غوندې ملتونه بیا هم د معادلې هېڅ اړخ نه یو.