ژباړه: عطا محمد میاخېل
دا انځور د چا دی؟
د پلار مې!
پلار دې چېرته دی؟
پلار مې شهید شوی!
چا دې پلار وژلی؟
نه پوهېږم!
پرون مې ورته زنګ وواهه، ومې ویل، پلاره! در پسې خپه شوې یم.
پلار مې وویل: زما نازولې لورې! سبا جمعه ده، رخصت اخلم او درځم.
پلار مې وویل: سبا څه شی درته راوړم؟
ومې ویل: هرڅه دې، چې زړه وغوښتل.
د جمعې په ورځ هرڅومره چې په تمه پاتې شومه، نو پلار مې رانغی، د شپې مې ورته زنګ وواهه، موبایل یې ګُل و.
له خپلې مور څخه مې پوښتنه وکړه، چې پلار مې ولې رانغی؟
مور مې وایي: لورې! پلار دې نن راوړي.
خپلې مور ته مې وویل : ولې پلار مې خپله نه شي راتلی؟
مور مې نور هېڅ ونه ویل او په ژړا شوه.
مور ته مې وویل: ولې ژاړې؟ مه ژاړه، زه خپله ځمه او پلار مې راولمه.
مور مې د پلار انځور مې راته را کړ او وې ویل: دا دی د پلار انځور دې واخله، هرڅوک دې چې ولیده، نو ورته ووایه، چې دا شخص مې پلار دی، هغه دې نه دی لیدلی؟
زه هم را غلم، چې پلار مې ووینم، خو!
د پلار انځور مې هر چاته ور ښایم، چې دا مو نه دی لیدلی؟
هېڅوک هېڅ نه وایي، یوازې ژاړي!
په پای کې یوه ځای ته ورسېدمه، له یوه کاکا څخه مې پوښتنه وکړه، زما پلار دې نه دی لیدلی؟
کاکا راته وویل : لورې ! پلار دې شهید شوی دی.