ژباړه: محمدحامد بهیر
د بزګر زوړ آس درلود، یوه ورځ ناڅاپه دیوې وچې څاه منځ ته ولوېد. بزګر چې هر څومره کوښښ وکړ، خو بیا یې هم آس د څاه له منځه راونه ویست، د دې لپاره چې آس ته تکلیف ونه رسيږي، بزګر او بل ملګري يې هوډ وکړ چې په څاه کې خاورې ور واچوي، تر څو اس زر مړ شي، او د تدریجي مرګ له امله تکلیف نه شي.
د سطل په واسطه یې د آس په سر باندې خاورې اچولې خو آس به هر ځل ځان ته ټکان ورکو او خاورې به یې تر پښو لاندې لوېدلې، تر دې پورې چې تر پښو لاندې خاورې یې پورته راغلې او آس کوښښ یې وکړ چې د خاورو په سر باندې ودریږي.
بزګرانو همداسې د ژوندي آس خښولو ته دوام ورکړ او آس همداسې پورته تګ ته. تر هغې چې د څاه څنډو ته را ورسېد او په داسې حال کې چې بزګران ورته حیران وو له څاه نه راووت.
ګرانه ملګریه غواړم چې و وایم چې ستونزې د خاورې په ډول زموږ په سر باندې را لویږي، هغه وخت موږ دوې ټاکنې لرو، اول دا چې اجازه ورکړو ستونزې مو همداسې ژوندي په خاوره ننباسي.
دویم دا چې له ستونزو څخه زینې جوړې کړو، تر پښو یې لاندې کړو او بریاليتوب ته پورته شو. اوس نو ټاکنه ستا په لاس کې ده.























































