لیکنه: پوهندوی ګل رحمن رحماني
د ادبیاتو نوبل نړیواله جایزه سږ کال د سویلي کوریا اوسېدونکې شاعرې او لیکوالې ۵۳کلنې هان کانګ ته ورکړل شوه. هان کانګ، که څه هم په خپل هېواد کې مطرح او مشهوره لیکواله وه، خو د نوبل معتبرې جایزې په نسبت ورته رسنیو د یوې نوم ورکې او داسې لیکوالې په سترګه کتلي، چې چا یې په اړه ادبي معلومات نه درلودل، ښايي همدا لامل به و چې د جایزې اعلان یې په مجازي او رسمي رسنیو کې زیات انعکاس ومومند، د هرکلي او انعکاس یو دلیل هم دا و چې د ادبیاتو نوبل په ۱۱۷ کلن تاریخ کې تر اوسه یوازې ۱۸ ښځینه لیکوالو ته دا جایزه ورکړل شوې ده، چې اصلا د نارینه او ښځینه لیکوالو تر منځ د یوه پرېکنده تفاوت تصور وړاندې کوي. په همدې سبب په وروستیو څو لسیزو کې د نوبل کمېټه له دې اړخه تر نیوکو لاندې وه، ښايي د همدې نیوکې پایله، چې نوبل ښځینه لیکوالو ته کمه پاملرنه کوي، به دې سبب شوې وي، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې د ادبیاتو نوبل څو ګټونکې ښځې شوې.
هان کانګ چې په کوریايي ژبه کې یې نوم ( 한강) دی، په ۱۹۷۰ لمریز کال د سویلي کوریا په تاریخي ښار ګوانجو کې زېږېدلې او په ۹ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره پلازمېنې سیول ته کوچېدلې ده. پلار یې هان سیونګ وون هم لیکوال و او په یونسي پوهنتون کې یې د کوریايي ادبیاتو پوهنځی لوستی دی، له هنر او موسیقۍ سره یو با ذوقه او تړلي کوریايي باندې شهرت لري. د لور په ادبي شهرت او شخصیت کې به یې خامخا د پلار اغېز موجود وي، د لیکوال پلار دغه لور په سیول کې د ژمي شعر اثر په پنځولو سره، چې په ۱۹۹۰ کې یې خپور کړ، د شهرت اوج ته ورسېده، له دې شعر پرته یې څلورو نورو شعرونو هم په شهرت کې مرسته وکړه. لومړۍ شعري ټولګه یې په ۱۹۹۵ کال کې خپره شوه او د نثر نړۍ کې یې په ۲۰۰۰ زېږدیز کال د سابه خوړونکي ناول په خپرولو سره شهرت وموند.
سپین کتاب، انساني کړنې او یوناني درسونه د هغې نور اثار دی، خو ادبي کره کتونکي مني چې هغې خپل ادبي فعالیتونه له شعر څخه پیل کړي دي، چې ځينې یې په ۱۹۹۳ کال کې د سویلي کوریا په نامتو مجله ادبیات او ټولنه کې چاپ شوي دي. نثر ته له راتګ سره یې لومړنۍ داستاني ټولګې «د یوسو مینه»، چې ۱۹۹۵کال کې چاپ شوه او «ستا ساړه لاسونه» دي، چې له هنر سره د ښځو د لېوالتیا موضوع یې اصلي محور دی. نوموړې د سیول هنري موسسه کې د خلاقې لیکوالۍ په اړه د تدریس مخینه هم لري، اوسمهال خپل شپږم ناول لیکي او ټول اثار یې د نړۍ په شاوخوا ۳۰ ژبو ژباړل شوي دي.
نوبل اکاډمي په دې اړه خپله بیانیه کې لیکلي دي: هان کانګ د جسم او ورح، ژوند او مړو موجوداتو تر منځ د تړاو په اړه بې ساري پوهاوی لري، د خپل شاعرانه او تجربي سبک په لرلو سره یې په معاصرو ادبیاتو کې د نثر یوه جلا لاره رامنځته کړې ده.
د کوریا د فرهنګ او تاریخ یو اړخ
په سویلي کوریا کې په ۱۹۸۰زېږدیز کال د محصلانو یو ستر پاڅون یا انقلاب تېر شوی چې د ګوانګجو د پاڅون په نامه یادېږي او موخه یې د پوځي دیکتاتور دو هوان څخه د دیموکراسي او عدالت ژغورل وو، په دې پاڅون کې سلګونه معترضان ووژل شول، خو زرګونه نور بیا ټپیان او ناقض العضو(معیوب)کړل شول. که څه هم محافظه کاره واکمنان دغه قیام غندي او په خپلو اسنادو او ورځني ژوند کې ورته پاملرنه نه کوي، خو ولس پلوه فعالان ورته د عدالت غوښتنې د سیمبول په سترګه ګوري. د همدې کړنو د غندنې او جبران په سبب د سویلي کوریا پخواني ولسمشر کیم دای جونګ ته په ۲۰۰۰ کال کې د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوې ده. همدا د ګوانګجو عامه وژنه د انساني اعمالو اصلي محور دی، په ډېر دقت او لطافت سره دغه څو اوونیز پاڅون انځوروي. په سویډن کې د نوبل جائزې ورکوونکې کمېټې د جائزې ورکولو په مراسمو کې وویل، مېرمن هان ته د هغې ”د اعلي شاعرانه نثر له کبله چې له تاریخي پلوه له ځورېدونکي وضعیت سره د مخامخ انساني ژوند حال یې تصویري کړي.” ورکول کېږي.
کوریايي شننونکی او ادبي کره کتونکی شین هیونګ چول وايي چې د محصلینو په ګډون له دغه پاڅون وروسته د مړو د راټولونې دنده عمدتا د زده کوونکو نجونو په غاړه وه، خو هېڅ وخت هم له دغه نجونو څخه مننه ونه شوه، بلکې یوازې لیکواله هان کانګ وه چې دغه به نومه او بې نښانه نجونو ته یې د یون سک او سون جونو مستعار نومونه ورکړل، دا په حقیقت کې هغو بې نومه او بې نښانه وګړو ته نوم ورکول اصلا هغو غږ غلو شوو ته غږ ورکول وو، چې هان یې همېشه ویانده پاتې شوې ده.
له سیاست او ور ها خوا هم د سویلي کوریا تاریخ له بېلابېلو فرهنګي لوړو ژورو څخه ډک دی، دا هېواد چې په اقتصاد او ټکنالوژۍ کې نړیوال ځای لري، یو مهال یې حس کړه چې فرهنګي او ادبي میان کې شاته پاتې کېږي، ژبه او فرهنګ یې پیکه شوي دي، ځکه یې هڅه وکړه چې د سریال او سیمنا صنعت ته ډېر پام وکړي، خو څنګه چې هیله وه، بیا هم هسې ونه ځلېده، په دې اساس ویلی شو چې د هان کانګ دا بریا د سویلي کوریا لپاره ډېره مهمه ادبي پېښه ده. دا لومړی ځل دی چې یو کوریايي وګړی نوبل جایزه ګټي او کوریایانو ورته سخت خوشحاله دي.
ددې هېواد ادبیات په ټوله کې د چین او جاپان په پرتله څو قدمه شاته دي. جاپانیان په دې وروستیو کلونو کې په خپلو نوبل ګټونکو لیکوالو هاروکي مورکامي او کازو ایشي ګورو ویاړي، داسې لیکوالان چې د نړۍ په کچه زیات لوستونکي لري او د خپل هېواد نوم یې د ادبیاتو په دنیا کې ځلولی دی، په ځانګړي ډول ایشي ګورو چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د ادبیاتو نوبل جایزې د ګټلو له لارې د خپل هېواد نوم او اعتبار لا اوچت کړ. همداسې چینایانو هم دوه ځله دا جایزه خپله کړې ده، ګایو شینګجیان په ۲۰۰۰ او مویان په ۲۰۱۲ کال کې د ادبیاتو نوبل جایزې ګټلې دي. مویان ته د حیرانونکي ریالېزم او د حال په ژبه د ولسي کیسو او تاریخ د همغاړي کولو په سبب د نوبل جایزه ورکړل شوې وه.
د کانګ اثار او فکري لیدلوری
د هان اثار په ټوله کې تر کوریا او کوریايي ژبې او سوژو پورې محدودې پاتې شوي، خو د دردمنو په اړه ذاتي شفقت، د مرګ او ژوند له باریکې پورې څخه د هغې همېشنی پوهاوی یې اصلي پیغام دی. هغه لیکي: یوازې پر قلم او کاغذ د تکیې له لارې کولی شو د هغو ځورېدلو نسلونو خاطرې بیان کړو چې له حکومتي تاوتریخوالي ځورېدلي او خپل رنځونه هغو نسلونو ته لېږدوي چې که څه هم د تروما وارثان دي، خو لزوما له هغو پټو حقایقو څه خبر نه لري، چې له مودو راهیسې ورڅخه پټ شوي دي، هان دغه دردونه د فهم وړ، تلپاتې او با معنی ګڼي، په انساني کړنو کې لیکي چې همدې میراث وهڅولم، څو له دغه بې سر او شکله درنې ښکارندې سره پخلا شم او دا ومومم چې په کره کې د دیموکراسي بیه څه ده. دغه ناول یې د ټولو زخمونو د درمان وعده نه ورکوي، خو یوه داسې بلنه ده چې باید د غمرازۍ لپاره یې څنګ ته ورشو.
سابه خوړونکي: دا د کانګ لومړی اثر دی چې په ۲۰۰۷ کال کې خپور شو، دې اثر ته یې په ټوله مانا کوریايي نوم ورکړی شوی دی، ځکه چې د ژبې، لیکني سبک او نرواکي فرهنګ په سبب د سویلي کوریا دقیقه استازولي کوي. د داستاني پېښه په پلازمېنه سیول کې رامنځته شوې، یونګ هی د داستان اصلي اتل دی او د یوه وېرونکي خوب له لیدو وروسته تصمیم نیسي چې نور به غوښه نه خوري، دا تصمیم یې نه یوازې په شخصي ژوند، بلکې له کورنۍ سره پر اړیکو هم اغېزناک واقع کېږي. سابه خوړونکي اثر ته یې په ۲۰۱۶ کال کې هغه مهال د خلکو نور پام واوښت چې د من بوکرجایزه ورکړل شوه او دا لومړی ځل و چې بوکر کتاب جایزه تر سویلي کوریا رسېدله، د نوبل جایزې ورکړه کې هم د نوموړې ددې اثر یادونه شوې ده.
سپین کتاب: دا کتاب په ۲۰۱۶ کې د کتاب بازار ته راوتلی، د سپین رنګ په سبب یو خیالي او تدقیقي سفر دی، د کتاب بې نومه راوي هڅه کوي چې له هغه فاجعې سره مخ شي، چې په کور کې یې رامنځته شوې ده، دا پېښه د هغه د کوچنۍ خور مړینه ده چې له پیدایښت څو ساعته وروسته بېرته د مرګ غېږې ته تللې ده. په پیل کې یې لیکي: مه مره، غواړم هغه خبرې او کلمې په ژبه راوړم، چې تا د خپلو تورو سترګو په غړولو وکړې، ته د ناخوداګاه ژبه وې، اوس په ټول توان پر سپین کاغذ فشار راوړم، باورم لرم چې د جلا کېدو لپاره غوره کلمې نه شم پیدا کولی، خیر دی، مه مره، ژوند وکړه.
انساني اعمال: دا کتاب په ۲۰۱۴ کال کې خپور شوی، د دونګ هو په نامه هغه کوریايي ځوان ژوند انځوروي چې په ۱۹۸۰ کال مې مې میاشت کې د سویلي کوریا د ګوانجو ښار کې د محصلانو پاڅون کې ووژل شو. کتاب په اتو څپرکو کې لیکل شوی دی په هره زمانه کې د ګوانجو پاڅون تصویر ساتي. د انساني اعمال روایت په داسې ډول مخته ځي چې کرکټرونه یې یو له بل سره د خپلو مصیبتونو په اساس مخامخ کېږي او یو پر بل د اغېز په صورت کې ځان څرګندوي.
د لیکوالې په هېواد کې هم د حکومتي تاوتریخوالي او پر وړاندې یې د ولس مقاومت په تړاو هم ډېرې پېښې شته چې د حکومتي ځواکونو په وسیله په دښمنانه ډول خاموش شوي دي. ښايي د سویډن اکاډمي به هم دې ټکې ته پام کړی وي، ځکه خو یې لیکلي: دا جایزه یوې داسې لیکوالې ته ورکوي چې هم یې په ادبیاتو او هم خپل ورځني ژوند کې تل د تروما له ویرانو څخه د انساني شرافت د ژغورنې لپاره هڅې کړې دي.
ویل کېږي چې د نوبل جایزې له ګټلو وروسته هان خپل لیکوال پلار هان سونګ وان ته ولیکل، چې ددې لپاره باید جشن او مېلمستیا جوړه نه کړي، ځکه چې په اوکراین او فلسطین کې جګړه ورانه ده.
لیکواله په خپل نامتو اثر انساني کړنې کې لیکي: ستا له مرګه وروسته مې ونه شو کولی چې د خښولو مراسم تر سره کړم، بلکې خپله زما ژوند هم د خښولو په مراسمو تبدیل شو. دا پوښتنه کوي چې تېر کال یې څومره خپلوان مړه شوي، چې دې یې د خښولو د مراسمو توان نه درلود؟ څو ژونده به د تدفین په مراسمو تبدیل شي؟ د هان کانګ اثار او دریځ څرګندوي چې تاریخ له تروما څخه تر ګوانګجو او غزې پورې پټ او تیاره نه پاتې کېږي. د هغې دې ډول احساس دا داستانونه په نړیوالو ادبیاتو پورې اړوند کړي دي.
له بوکر تر نوبل
اوس پوښتنه دا ده چې هان کانګ د نوبل تر جایزې د رسېدو لپاره کومه لار وهلې ده؟ هان په خپل هېواد کې د کوریايي ادبیاتو پوهنځی ولوست او د ادبیاتو په دنیا کې یې خپل مسلکي کار له ۹۰ میلادي پېړۍ څخه پیل کړ. هغې پر له پسې څلور کتابونه خپاره کړل، خو دا یې په حقیقت کې څلورم اثر «سابه خوړونکي» و، چې په لیکوالۍ کې یې د هغه وړتیا او مهارت ته د لوستونکو پام ور واړوه. سابه خوړونکي ناول د یوې منځني کچ ژوند لرونکې کوریايي مېرمنې کیسه کوي، هغه ناڅاپي تصمیم نیسي چې نور به غوښه نه خوري، دا په حقیقت کې د لیکوالې هغه تصمیم دی چې غواړي په سمبولیک ډول د انسان وجودي ابعاد د مخاطب پر وړاندې ترسیم کړي او قصد یې دا وي چې د انسان د وجود د طماع او ځان محوره، فداکار او له ځانه تېرېدونکي اړخ قیاسي تصویر ترتیب کړي.
لکه وړاندې چې یادونه وشوه، دا کتاب په ۲۰۱۵ کال کې انګلیسي ژبې ته وژباړل شو او یو کال وروسته یې د من بوکر نړیواله جایزه وګټله. ښايي همدا جایزه به وه چې هان یې د یوې نړیوالې لیکوالې په توګه مطرح کړه او نوم یې تر ډېرو ورسېده. وروستي کتابونه به یې بیا له نسبي هر کلي سره مخامخ شوي دي، مثلا انساني اعمال یا کړنې کتاب یې په ۲۰۱۴ کال کې خپور شو او د امازون ویبپاڼې د ۲۰۱۷ کال د سلو غوره کتابونو په نوملړ کې راغی، د نوبل جایزې له اعلان وروسته بیا کوریا کې د کتاب د پلور بازار ټول د هغې اثارو نیولی او دا کچه په عجیبه ډول مخ پورته روانه ده. ددغه هېواد د کتاب پلورځیو د شمېرو له مخې د جایزې د اعلان له ورځې له ۱۰ ډېرو پلورل شوو کتابونو څخه ۹ کتابونه د هان دي. په سویلي کوریا کې د کیوبو کتاب خپرونو زنځيري مرکز، چې تر ټولو زیات کتابونه پلوري، اعلان کړی چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د هانګ کتابونه له بې مخینې هر کلي سره مخ شوي او نږدې ټول پلورل شوي دي. نوموړې هغه وخت خورا ډېر شهرت وموند، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې دا ناول دېبورا سمیت انګلیسي ته وژباړه،
د هان کانګ د ادبي سبک شکلي اړخ: ظریف، ښکلی او رنځېدلی نثر
د کانګ له خوا د نوبل جایزې په اخیستلو سره اوس کوریایان کولی شي چې په خپلو ادبیاتو او لیکوالو لا زیات وویاړي، له خپلو سیالانو چین او جاپان سره د سیالۍ او غرور سرونه هسک کړي. کوریایانو ته دا خبر په دې هم ډېرد حیرانوونکي ویاړ وړ دی، چې د جایزې تر رسمي اعلان وړاندې رسنیو په خپلو ارزونو او راپورونو کې د چیني اوانګارډ لیکوال کان ژو نوم اخیسته، خو اوس چې دا جایزه د چینایانو له لاسه ووته، بل ویاړ هم سویلي کوریا ته ور په نصیب شو او هغه دا چې کانګ لومړۍ اسیايي مېرمن هم شوه چې دغه ستره جایزه ګټي، بلکې کانګ ته د لیکوالو د دویم ځلي مراجعې بلنه ورته ویل کېږي.
د نوبل ادبیاتو کمېټې یوه منتخب غړي انا کارین پالم د کانګ ادبي سبک داسې ستايي: هان کانګ تند او تغزلي نثر لري، هم لطیف دی او هم بې رحمانه. په مضامینو کې یې داسې تداوم شته چې په بشپړ ډول د پاملرنې وړ دی، خو په ورته وخت کې اثار د سترې سبکي تنوع په سبب خپل زړه راښکون لري، دا هنر یې له یادو شوو مضامینو څخه د هغې هر اثر له نوي اړخ او بیان سره را پېژني.
لکه وړاندې مو چې وویل، د کانګ پلار هان سونګ وون هم د سویلي کوریا پیاوړی او پرکاره لیکوال دی. دی هم د خپلې لور لیکنې ډېرې ظریفې، ښکلې او رنځ انځورونکې بولي او باور لري چې له کوریايي ژبې څخه پر انګریزې ژبه د غوره کتابونو ژباړه ددې سبب شوې چې د اکاډمي غړي د ختیزې اسیا یوه کتاب ته جایزه ورکړي.
د سبک محتوايي اړخ: بشري رنځونه او هان
د ادبیاتو نوبل غوراوي کمېټې هغه داسې څوک بللې ده، چې ”خپل ژوند یې موسیقۍ او هنر ته ځانګړی کړی دی.” په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دې کار د ژوند بېلابېل اړخونه رانغاړي چې زور، زیاتی، غم او پلارسالاري پکې شامل دي. هان کانګ له دې مخکې هم د خپل ناول ”سابه خوړونکې” په سبب د مان بوکر جایزه ګټلې ده.
ښايي د هان کانګ دغه ستره بریا د انسان د خوښیو او خوشحالیو په اړه د هغې د عقلاني او انساني لید توګې په سبب وي. نوموړې په خپلو کتابونو کې د تاریخ په اوږدو کې د خپل هېواد د مستبدو حاکمانو له جنایتونو او بشري رنځونو څخه پرده پورته کړې ده، په خپلو وروستیو اثارو کې هم په نړۍ کې د اوسنیو جګړو له پېښو څخه مړاوې او پرېښانه ښکاري. دا ادبي څېړونکو په اند دا شېبه د کانګ لپاره د خوښۍ د جشن نیولو نه، بلکې د تسلیت فرصت دی. همدا د انساني ځور درک وو چې هغې ته یې د یوې حساسې لیکوالې په توګه د اخلاقي مسوولیتونو دروند پېټی ور په اوږو کړ. دا شېبې د هغې لپاره د ګوانجګو تر انقلاب را ځورونکې دي، ځکه چې د مستبدو حاکمانو له زیاتي څخه هره ورځ د غزې د ماشومانو د مړینې او بې کورۍ خبرونه خپرېږي.
کله چې د کانګ کورنۍ او مینه والو یې هوډ وکړ، څو ددغه بري لپاره ورته د مبارکۍ او خوښۍ جشن جوړ کړي، هغې یې خپلې کورنۍ ته وویل: کله چې لا هم د انساني ځور د بوږنوونکو پېښو شاهدان یوو؛ نو لطفا جشن مه نیسئ. نوبل اکاډمي دا جایزه زما لپاره د خوند اخیستلو لپاره نه ده راکړې، بلکې ددې لپاره مې اخیستې ده چې لا زیاته هوښیاره شم.
د جایزې له اعلان څخه وروسته د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې کتاب مینه والو د هغې اثارو ته په لا حساسیت مخه کړه، ښايي لامل به یې دا وي چې ددغه کوریايي لیکوالې له مفکورې او روحیې سره په لا ښه ډول اشنا شول او عمومي درک یې دا دی چې هان یوه داسې انسانه نه ده چې د انسانانو له مصیبتونو او ستونزو دې سترګې پټې کړي او په خپله دنیا کې دې ورکه شي.
هېره دې نه وي چې د نوبل جایزې د ورکړې لړۍ له ۱۹۰۱ کال راهیسې پیل شوې، تر اوسه پورې د ادبیاتو په برخه کې ۱۲۱ کسانو ته جایزې ورکړل شوې دي، همدا راز دا اتلسم ځل دی، چې د ادبیاتو نوبل جایزه یوې ښځې ته ورکول کېږي، د نوبل ادبیاتو د ۲۰۲۲ کال ګټونکې هم فرانسوي لیکواله ارني ایرنو وه. د نوبل جایزو یوه سکرټر ماټس مالم وویل: دا اصلا د جایزې ګټلو ته چمتو نه وه.
د نوموړې په اړه په انګریزي ژبه د یوه نړیوال ادبي راپور لینک: