ژباړه: استاد اسدالله غضنفر
د کور مېرمن چې له دروازې دباندې وکتل، درې نابلده سپین ږیري یې ولیدل چې پیتاوي ته ناست دي. دې ته په زړه کې ور تېره شوه چې دا خو مسافر دي، وږي به وي، راځه د ډوډۍ ست ورته وکړه، نو ور ووته، ورته ویې ویل: راځئ کور ته، وږي به یاست.
سپین ږیرو وپوښتله: مېړه دې په کور کې دی؟
د کور مېرمن ځواب ورکړ، نه، هغه بازار ته تللی دی.
دوی ورته وویل: چې هغه نشته مونږ نه درځو.
وروسته چې د کور خاوند راغی، مېرمنې ته یې وویل: دا بوډاګان خو مسافر ښکاري ست دې ورته کړی دی؟
مېرمن یې ورته وویل: ست مې ورته وکړ، مګر ویل یې چې مېړه دې کور کې نشته، نه درځو.
مېړه یې وویل: ورشه، زما په راتلو یې خبر کړه.
ښځه ور ووته، د هغه د راتلو یې ورته وویل.
سپین ږیرو وویل: موږ درې سره یو ځای نه درځو، په موږ کې به صرف یو غواړئ!
د کور مېرمنې ورته وویل: عجبه ده، ولې؟
دا یوه بوډا بل ته اشاره وکړه، ویې ویل: دغه ثروت دی. ثروت هغه بل ته وکتل، ویې ویل: دا بری دی او درېیم کس ځانته لاس ونیو، ویې ویل: زه محبت یم، ورشه له مېړه سره دې سلا وکړه چې په موږ دریو کې کوم یو غواړئ؟
د کور مېرمن چې دا کیسه خپل مېړه ته وکړه، هغه خورا خوشحاله شو، ویې ویل: ورشه ثروت راوبوله، خو مېرمن یې ورسره مخالفت وکړ، ویې ویل: بری به راوغواړو. د دوی خبرې نږور واورېدې. ورته راغله، ویې ویل: زه خو وایم چې محبت تر ګردو ښه دی. که په کور کې مو محبت وي، ټول عمر به خوشحاله یو.
د نږور په خبره د خواښې او خسر سلا هم راغله. د کور مېرمن مېلمنو ته ور ووته، محبت ته یې د راتلو بلنه ورکړه.
خو په محبت پسې هغه دوه نور هم را روان شول. د کور مېرمن ورته وویل:
موږ محبت ته بلنه ورکړې ده. دوی ځواب ورکړ: چېرته چې محبت ځي، موږ ورسره خامخا ځو، خو له ثروت یا بري سره بیا هغه نور دوه ملګرتیا نه کوي.