لیکواله: تمنا دانش
ډېره ورته خوشحاله وم، د تلویزون د المارۍ ترڅنګ مې اېښي وو، له هرې کورنۍ دندې وروسته به مې ورته کتل، چې نن به پرې ځان رخسار ته ښیم.
کورنۍ دنده مې خلاصه کړه، ساعت ته مې وکتل، دوولس بجې وې، دسترخان مې هوار کړ، په بېره مې ډوډۍ وخوړه، لاړم کرمچ مې راواخیستل. همدا چې کالي مې واغوستل، ژر مې کرمچ پر پښو کړل، چې ورسره روانه شوم، نو پوهه شوم چې دوه ګوته مې له پښو لوی دي. ودرېدم بندونه مې ښه کلک کړل چې له پښو نه مې ونه وځي، وروسته روانه شوم.
د سرک بلې غاړې ته تېرېدم چې یوه هلک را غږ کړ:
ـــ د خپل ورور کرمچ دې په پښو کړي!!
شاوخوا مې وکتل، بل چا خو به نه وي اورېدلي. ښه وو څوک نه وو، ژر تېره شوم، د ښوونځي په نیمه لاره کې مې له سپینو کرمچو زړه تور شو، بیا هم دې ته خوشحاله وم، چې نوي کرمچ مې پر پښو کړي دي.
ټولګي ته چې ورسېدم، بکس مې په میز کیښود، کېناستم پښې مې یو په بل واړولې، چې رخسار راغله، ژر مې ځان مصروفه کړ، غږ یې راباندې وکړ، چې ور ومې کتل، زړه مې په درزا شو، خولې راباندې راماتې شوې، له وارخطايي مې ځان د ټیکری په پیڅکو مصروف کړ، له رخسار سره مې د خاله لور شبنم هم وه.
رخسار وویل:
ـــ مبارک سپین کرمچونه. په څو دې اخیستي؟
ځان مې تېر کړ: مننه مننه!
بیا یې وپوښتل:
ـــ په څو دې اخیستي؟
چُپ پاتې شوم. شبنم سر تر پایه راته وکتل، بیا یې وویل:
ـــ یو میاشت مخکې مې مشرې خور په شپږ سوه اخیستي وو.